افغانستان

د روسيې له خوا افغان حکومت ته د ورکړل شويو اسلحو يوه برخه د طالبانو لاس ته لوېدلې

نن ټکی اسیا (چارشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۵ل): تېر کال روسيې له افغان حکومت سره د لس زره روسي کلاشينکوفونو مرسته وکړه.

کارپوهانو ياده مرسته ځکه مهمه وبلل چې افغانان لا له وړاندي له روسي اسلحو سره بلد وو.

سرچيني وايي د روسيې له يادو مرستو يوه برخه کلاشينکوفونه يې دا مهال د طالبانو په لاس کې دي او د افغان حکومت په مقابل کې ترې ګټه پورته کوي.

د سرچينې له قوله د لس زره روسي کلاشينکوفونو له جملې ۸۰۰ ميله يې له مختلفو لارو دا مهال دطالبانو لاس ته لوېدلي.

دفاع وزارت دا خبره چې نوې مرسته د طالبانو لاس ته لوېدلي ردوي.

د لوی درستيز مرستيال مراد علي مراد وايي طالبانو چې په جګړو کې د افغان امنيتي سرتيرو له نيولو او وژلو وروسته کومي اسلحې تر لاسه کړي زياتره يې پخوانۍ روسۍ وسلې دي چې له مرستي وړاندي يې هم شتون درلود.

طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد وايي : (( اسلامي امارت هڅه کوي چې له هري لاري وي د دښمن اسلحې تر لاسه کړي او په دې کې موږ موافق شوي هم يو )).

بايد ووايو چې ډېر ځله په رسنيو کې دا ډول خبرونه نشر شوي چې افغان امنيتي سرتيري خپلي اسلحې پر طالبانو په خورا کمه بيه پلوري.

کارپوهان په دې اند دي چې د رسنيو دا ډول خبرونه خپرول به له افغان امنيتي سرتيرو سره د مرستو روانه لړۍ ټکنۍ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x