افغانستان

هلمند : طالبانو نادعلي کې د چانجير مهمه سيمه نيولې

نن ټکی اسیا (چارشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۵ل):د هلمند ولايت مرکز لشکرګاه ته څېرمه په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان امنيتي سرتيرو او طالبانو تر منځ جګړه نن پنځمي ورځي ته غځېدلې ، دواړه لوري يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې ادعاوي کوي.

په ياده جګړه کې طالبانو د نورو پراخو سيمو د نيولو تر څنګ نن چانجير سيمه چې د لشکرګاه مرکزي نقطې ته شاوخوا په ۱۲ کيلومترۍ کې موقيعت لري هم تر خپل واک لاندي راوستل.

طالب ويندوی قاري يوسف احمدي نن ټکي اسيا ته په را لېږل شوې خبر پاڼه کې د چانجير د مهمي سيمي نيولو ادعاء کړې.

احمدي زياتوي لشکرګاه ته څېرمه چانجير بازار او ورسره شاوخوا پوستې ټولي نيول شوي ، په جګړه کې ۴۵ امنيتي سرتيري وژل شوي او ژوبل شوي، همداراز ۸ شوبلې تخريب او يوه بله له ډېرو مهماتو سره د طالبانو لاس ته لوېدلې.

موثقي سرچيني وايي طالبانو لشکرګاه ښار ته په اوه نيم کيلومترۍ کې د بشران سيمه کې کمربند اچولی او له همدې ځايه له امنيتي ځواکونو سره ډزي تبادله کوي.

حکومتي چارواکي منې چې په نادعلي ولسوالۍ کې زياتي سيمي طالبانو تر خپل کنټرول لاندي راوستلي خو د چانجير د نيولو اړوند يې لا تراوسه څه نه دي خپاره کړي.

د هلمند يو تن مدني فعال مطيع الله مطيع وايي حکومتي چارواکي يوازي او يوازي د نادعلي ولسوالۍ پر مرکز واکمن دي او شاوخوا سيمي د طالبانو تر کنترول لاندي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x