نړۍ

سوریه : د حلب په جګړه کي د حزب الله ۲۳ جنګیالي نیول شوي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۵ل):د سوريي د حلب ښار په وروستیو نښتو کي د بشارالاسد مخالفینو د حزب د ډلي ۲۳ تنه جنګیالي نیولي دي .
له راپورونو سره سم د حزب الله د ډلي دا جنګیالي د بشارالاسد د مخالفینو د ایتلاف (جیش الفتح) له لوري په الحمدانیه ښارګوټي کي نیول شوي دي .
ویل کیږي چي دي جګړه کي د بشارالاسد د فوځ هم ګڼ شمیر نور فوځيان د جیش الفتح د جنګیالیو له لوري نیول شوي .
جیش الفتح په نوم د اسلامي ډلو ایتلاف د حلب څو مهمي او استراتیژیکي سیمي نیولي او د بشارالاسد فوځ او ایران پلوه ملیشو ته يی درانه زیانونه اړولي دي ، نیږدي ده چي د حلب محاصره په مکمله توګه پای ته ورسوي .
د یادولو وړ ده چي حلب د بشارالاسداو د ایران د سپاه پاسداران د فوځيان له لوري له څو ورځو راهسي تر سختي محاصري لاندي دی ، دري ورځي وړاندي د بشارالاسد مخالفینو د ښار د محاصري د ماتولو لپاره درنه جګړه پيل کړه ، د جګړي په پایله کي د حلب ښار ګڼ شمیر سیمي نیول شوي او د بشارالاسد فوځيان شاته تمبول شوي دي .
په دي جګړه کي د روسي فوځ یو جنګي هلیکوپټر هم د بشارالاسد د مخالفو جنګیالو له لوري په نښه او را غورځول شو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x