نظــر

راځی لوړو ګډو ګټو ته ترجیح ورکړو

 واعتصموا بحبل الله جمیعاً ولاتفرقوا

جهاد د الله (جلجلاله) په لاره کی سپیڅلی جګړه ده چی په ټولو مسلمانانو فرض ده، خپله شخصی خصومتی جګړه تری مه جوړوی ځکه له دی څخه شر جوړیږی او د شر د جوړولو سزا په محشر وینئ!

د اسلام له پیله تر ننه د اسلام او کفر ډیری زیاتی جګړی رامنځته شوی دی تل الله(جلجلاله) د خپلی وعدی مطابق اسلام ته بری او کفر ته ماته ورکړی ده،

سره له دی چی هر واری کفر په بیساری دنیایی طاقت غښتلی او د اسلام لوری تل کمزوری او بی کسه وه. د حق بریا په باطل باندی هر واری د الله(جلجلاله) له لوری تصدیق شوه ده ، لیکن په تیر ټول تاریخ کی د اسلامی ډلو له فتحی څخه وروسته ډیر کم داسی واقع شوی چی مسلمانانو دی له جهاده وروسته هم ټول الهی اصول مراعت کړی وی او د کفر له ماتی وروسته یی قوی اسلامی نظام په پښو کلک درولی وی او نوری سیمی یی هم د طاغوت له بنده ګی او اسارته خلاصی کړی وی.  

 د تیر تاریخ بعضی وختونو کی چی مسلمانانو د کفارو له ماتی وروسته د اسلامی فتوحاتو لړی جاری ساتلی دی د هغوی په منځ کی یو لوی قوی ګوهر دا وه چی اتفاق یی درلود او د ژوند ټول ابعاد یی خاص د الله(جلجلاله) د رضأ لپاره وقف ګړی ول شخصی ځان غوښتنی موضوعاتو ته یی په کامله توګه شا ګرځولی وه نو د همدی اخلاص له وجی الله(جلجلاله) هم دوی ته  تل د معجزو په څیر فتحی ورکولی تل یی آسونه د یوی فتحی وروسته د بلی فتحی په لور په حرکت کی ول چی نړی به ورته هر واری ګوته په غاښ حیرانه وه .  هغه وختونه د اسلام د زرین وخت په نوم سره یادیږی چی نن یی له برکته له مکی او مدینی په زرګونه کیلومتره لری واټن کی په خپلو سیمو کی په خولو  د شهادت حقه کلمه زمزمه کوو، دا د هغو حالاتو ثمره ده چی مسلمانو مجاهدینو د یو بل پښي اره کول مقصد نه وه او نه یی د داخلی غرضونو په اساس له یو بل سره جګړی کولی او نه یی یو بل پسی منفی تبلیغات کول، خو  له هغی وختونو  راوروسته مونږ په خپلو کورونو کی د کفارو د یرغلونو ننداری کوو،  په خپلو هیوادونو کی په خپلو کورونو کی کفار رادننه کیږی او مونږ د خپلو ښځو، ماشومانو، پلرونو او میندو په مخ کی په ډزو ولی او زندانونو ته مو کش کوی، آیا په علت یی پوهیږی چی ددی ذلت عامل څه دی؟؟!!  

له ډیری مودی راهسی د حکمتیار صاحب او طالبانو تر منځ د اختلافاتو موضوع را سرته کیږی چی د اسلام ریښتینی خواخوږی پری خفه کیږی او د نا امیدی احساس کوی مګر بلی خواته  کفر، کفرپاله مرتدان، منافقان او ظالمان پری خوشحاله کیږی او فاسدو زړونو ته یی یو ډول تسکین پیدا کیږی چی د کفر له ماتی وروسته خو د مسلمانانو تر منځ بیا هم د نفاق ټکی ډیر موجود دی او دوی به بیا هم وکولای شی چی د طاغوتی دسیسو میدان پکی ګرم وساتی..  

– د نړیوال متحد متجاوز کفر او ورسره د ټولو داخلی مرتدان د اسلام ضد روانه جګړه د تروریزم پر ضد جګړه بولی مګر یوازی د اسلام ریښتینی لاروان پدی پوهیږی او دا منی چی دا جګړه د اسلام پر ضد د کفر جګړه ده او د دی تحمیلی کفری جکړی پر ضد جګړه کول په هر مسلمان فرض عین ده او په ځان دا قطعی فرض ګڼی ترڅو په دی جګړه کی خامخا ونډه واخلی، پدی جهادی قطار کی روان هر لاروی خپل دینی ورور وګڼی د مسلمه مظلوم ملت آزادول د الهی کلمی لوړول خپل لوی شریک مرام وګڼی او په خپلو کی د هر راز خصومت او عناد خواهشات له منځه یوسی تر څو په تسکین سره بریالی جهاد وکړی او د الله(جلجلاله) په وړاندی قبول شوی غازی شی او یا قبول شوی شهید.

ګورو چی څوک دی هغه خلک چی روان جهاد فرض عین ګڼی، برخه پکی لری پلویان یی دی  او څوک دی هغه خلک چی روان جهاد فساد ګڼی او پر ضد یی په جګړه بوخت دی او دښمنی ورسره کوی؟! د مؤمنانو د ټولیو تر منځ څه مشترکات دی او د کفارو او مرتدانو د ټولیو تر منځ څه مشترکات ؟!

کله چی په ۲۰۰۱م کال کی  بوش په افغانستان باندی د یرغل تکل وکړ نو ټول نړیوال یی راټول کړل او په ښکاره یی اعلان وکړ چی مونږ صلیبی جګړه کوو او په ټوله نړی کی باید دوه ډلی خلک وی چی یا دی له مونږ(یهودیانو او صلیبیانو) سره ودریږی او یا دی له ترورستانو (مسلمانو مجاهدینو) سره ودریږی دلته باید دریمه ډله نه وی ځکه چی دریمه ډله هم د ترورستانو ملګری بلل کیږی.

 د تاریخ په لمړی ځل په دومره لوی تعداد کفار سره یوځای شول چی پدی جګړه کی ریښتیا هم ټولی نړی د اسلام او مجاهدینو پرضد ونډه واخستله چی د هغوی له جملی څخه ۴۸ کفری هیوادنو خپل عساکر د امریکا د قومندی لاندی افغانستان ته د یرغل لپاره ولیږل او باقی نورو پدی اسلام ضد جګړه کی ورسره مالی مرستی وکړی، د ایران او پاکستان او نورو مرتدو نظامونو هم د صلیبی یرغل سره د اسلام په ضد ځانی او مالی پراخی مرستی وکړی، د افغانستان دننه هم د شمال مرتدی ټلوالی په ډیری بی شرمی سره اسلام ، افغانیت او غیرت ته شا کړه او په خپله خاوره باندی د صلیبی کفری یرغل ملاتړی شول، دغو یرغلګرو کفارو دغه جګړه ډیره شدیده کړه او د اسلام د ریښتینو منوونکو په مقابل کی سخته دښمنی شروع کړه، د صلیبی یرغلګری جګړی په مقابل د تسلیمی لاس پورته کوونکو ته د پریمانه ډالرو تر څنګ په کابل او نورو کفر یرغمل سیمو کی  قدرت او چوکئ هم ورکړل شوی د ضعیف الایمانه خلکو لپاره یی د ډالرو بوجی پرانستلی او پریمانه یی د خردجالی جنت او دوزخ خواته  ډلی ډلی خلک انتخاب کړل، د دوی په مقابل کی د جهاد غږ پورته کول ریښتیا هم د لوړ ایمانه خلکو صفت وه چی په ابتدأ کی لږو خلکو دغه د اسلام  ستر حقانیت څرګند کړ چی کفارو یی په مقابل کی هر ځای کی بریدونه شروع کړل، دغه ډلی خلک چی د جهاد غږ یی پورته کړ په مشری کی یی امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد او مجاهد مشر ګلبدین حکمتیار لښکری منظمی شوی په کفارو او د هغوی په متحدینو یی تندریز وراونه شروع کړل د مجاهدینو په لاس ډیر تعداد عساکر مردار او بیخی زیات مالی ځیانونه کفارو ته واوښتل پدی کی شک نشته چی روان جهاد د طالبانو کرامو  په بریالیو جهادونو په پښو دریدلی دی چی خالصه کثیره برخه مجاهدین یی طالبان دی خو دا ویلای شو چی حکمتیار صاحب شخصاً د یوی وړی ډلی سره په روان جهاد کی برخه لری چی د اسلام د حکم سره سم یی خپل ورور ګڼلی شو او قدر یی کوو، د حکمتیار صاحب تر څنګه د پرون ورځی جهادی قافلی کمی شوی چی اکثره یی دننی جهاد سختیو ته تینګ نه شول او د باطل لاره یی اختیار کړه  په دی امید یو چی په نژدی وختونو کی د حکمتیار صاحب او د هغه ریښتینو مجاهدینو سره یو ځایی شو او د الله تعالی د فرمان سره سم د باطل په وړاندی متفق جهاد وکړو، دا په داسی حال کی چی د پرون ورځی اکثره ګوندونه له جهاده معزور شول او د امریکایی استعمار چطری لاندی یی خپلو ژوندونو ته د کافی ذلت سره ترجیح ورکړه چی ډیر یی تارک الجهاد شول ډیر یی منکر الجهاد شول او ډیر یی ضد الجهاد شول، د کفری  طاغوت د وسلو، ډالرو او څوکیو په وړاندی د ډیرو خلکو داړی د شکست په معنی چینګی شوی چی ایمان یی په مادیاتو او قدرت تبادله کړ، مګر بلی خواته د ایمان خاوندانو د یرغلګر کبرجن طاغوت په وړاندی سر ټیټ نه کړ او په خالی لاس او کم وس یی جهاد شروع کړ چی ورو ورو د دغه سپیڅلی جهاد لمنه پراخه شوه چی نن الحمدالله نړیوال یرغلګر کفار سره د ټولو داخلی مرتدانو د الله(جلجلاله) په خالص نصرت سره له ښکاره ماتی سره مخ شوی دی چی د سولی مکاری نعری یی شروع کړی دی او د تیښتی لاره لټوی، په خپلو ملکونو کی د عوامو د مظاهرو سره مخ دی، د ملک سرمایی یی ختمی شوی دی او د کاروبارنو سطحه یی خطرناک رکود سره مخ دی نور یی د واکمنی کټ شکیدلی دی او د استفادی وړتیا یی له لاسه ورکړی ده.  د شیطان لښکرو کفارو ډیر کوښښونه وکړل تر څو روان جهاد ناکامه کړی، طالبان بدنامه کړی په طالبانو کی ډلی جوړی او اختلافات پکی پیدا کړی، خو د الله(جلجلاله) په لوی فضل سره د کفارو توطیؤ هیڅ ځایی ونه نیوه او ټولی شومی موخی یی پرله پسی ناکامی او بی نتیجی شوی ،  اوس کفار او د هغوی داخلی مرتد متحدین پدی لټه کی دی ترڅو د طالبانو او حکمتیار تر منځ  واړه مشکلات غټ کړی او پدی ډول مو له بعضو مشکلاتو سره مخاخ کړی او نفعه یی دوی ته ورسیږی، بعضی ناخبره دوستان د ناپوهی له وجی پدی برخه کی د کفارو ژرندی ته اوبه اچوی او د طالب او حکمتیار تر منځ د اختلاف زیاتولو په برخه کی رول لوبوی، حال دا چی د یوه دریم مسلمان  د لید په وړاندی طالبان او حکمتیار په ډیرو مسایلو کی شریک خلک دی خو هسی یی تر منځ د یووالی تړون نه رامنځته کیږی.. هغه عمده ټکي چی طالبان او حکمتیار په یوه لیکه کوی او اسلامی اخوت ته پری رسیږی هغه دادی :

 1- د امریکایی یرغل تر پیله مخکی چی کومی ډلی د شمال ټلوالی په نامه د طالبانو په وړاندی جنګیدلی او د شر او فساد لپاره یی مقاومت کاوه هغوی له حکمتیار سره هم تر طالبانو دمخه د همدی شر او فساد د مقاومت په خاطر جګنیدل، خو دغو (شر او فساد) ډلو خپله تګلاره سمه بلله او د مکارت او شیطانت له وجی یی پرون د حکمتیار په وړاندی خپله جګړه د پاکستان په مقابل کی جګړه بلله او وروسته له حکمتیاره بیا د طالبانو وړاندی یی خپل مقاومت د پاکستان په وړاندی مقاومت ګاڼه، تر څو د حق په وړاندی د عوامو اذهان مشکوک کړی او د مشکوک حالت څخه یی ګټه پورته کړی او د شر او فساد په کار یی وګوماری خو حقیت حال دا چی په ښکاره د شرق او غرب ټولو کفارو او منافقو هیوادونو د شمال منحوسی ټلوالی لپاره ټول مالی او جنګی امکانات ددی لپاره برابرول چی په افغانستان کی صرف د اسلامی نظام د حاکمیدلو په وړاندی دغه د شر او فساد شمال ټلواله خنډ وګرځوی او افغانستان ټوټه او تجزیه کړی. مګر حکمتیار صاحب او طالبانو دواړو د اسلام او افغانستان د د داخلی پلیتو دښمنانو په مقابل کلکه او ضروری مبارزه وکړه.    

 2-  کله چی ۴۸ نړیوالو یرغلګرو کفارو ملکونو په پوره وحشت سره په آزاد اسلامی افغانستان تیری وکړ نو همغه د پرون شمال ټلواله د شر او فساد له پولو د ارتداد پولو ته واوښته او د اسلام او مسلمانانو په ضد جګړه کی یی په ښکاره د غاصبو وحشی کفارو عام تام ملاتړ وکړ او د هغوی سره یی په شریکه دا ۱۳ کاله مسلمانان د کفری جګړی د بریالی کیدلو په خاطر شهیدان کړل، په نوامیسو یی تیری وکړل، د مسلمانانو مالونه یی لوټ کړل، کورونه یی بمبارد کړل او زندانونه یی صرف په مسلمانانو ډک کړل، د مګر د دوی په مقابل کی امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد او مجاهد مشر حکمتیار صاحب د جهاد اعلان وکړ او مسلمانان یی د متجاوز کفر په وړاندی جهاد ته تشویق کړل او تر ننه  جهاد کوی او کفارو ته تسلیم نه شول.

 دا پورته دوه لوی عمده شریک ټکي ډیر مهم دی او لوړ شریک اهداف دی او داسی ډیر موضوعات شته چی د امیرالمؤمنین او حکمتیار صاحب تر منځ د اسلامی یووالی د جوړیدو محکم والی پری معین او ثابتیږی، راځی د دغو دوه جهادی مؤمنو ډلو تر منځ د اتحاد باعث شو تر څو د روان جهاد د قربانیو ثمره ضایع نه شی، د دوی تر منځ د اختلاف مصدر مه جوړیږی ځکه چی په دی کی ښکاره نفاق او هلاکت دی..

ومن الله توفیق

(افغان طرف)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x