افغانستان

ننګرهار: پولیسو په راستانه شوو مهاجرینو ډزې کړي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې پولیسو په هغو کډوالو ډزې کړي چې له پاکستان څخه راستانه شوي او د یادې ولسوالۍ د سرشاهي په ډاګ کې يې خیمې وهلې وې.

د سیمې خلکو نن ټکی اسیا ته ویلي چې یو شمېر کورنۍ تازه له پیښوره خپل وطن ته راستنې شوې وې او د سرپنا د نشتون له امله یې د سرشاهي ډاګ د غره په لمن کې خیمې وهلې وې.

د خلکو په وینا، د روداتو ولسوال «حضرت خان خاکسار» د دې پرځای چې له یادو کډوالو سره مرستې وکړي، پولیسو ته امر کړی چې د راستانه شوو مهاجرینو په خیمو ډزې وکړي، چې له کبله یې ۲ تنه مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.

راستانه شوي مهاجرین نن د ننګرهار ولایت مقام مخې ته راغونډ شوي او په داسې حال کې چې دوه تنه مړي یې هم له ځانونو سره راوړي، له ولایتي چارواکو څخه د عدالت او انصاف غوښتنه کوي.

خو د ننګرهار امنیتي چارواکي د بې سرپنا کډوالو لخوا د سرشاهي په ډاګ کې د خیمو وهل د «ځمکې غصب» بولي او زیاتوي چې پولیسو غوښتل نوموړی ډاګ د «غاصبینو» له منګولو وژغوري نو ځکه نښته رامینځته شوه.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ د رسنیز دفتر مشر «حضرت حسن مشرقيوال» وايي چې پولیسو له ځان څخه د دفاع په خاطر هوايي ډزې کړي او په متقابلو ډزو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې. خو نوموړي دا نه دي ویلي چې کډوالو وسلې له کومه کړې ترڅو پرې له پولیسو سره مقاومت وکړي.

د ننګرهار ولایت مقام مخې ته یو تن راستون شوي مهاجر رسنیو ته وویل چې پولیسو پرې په ډیرې بې رحمۍ ډزې وکړې، ۲ تنه یې ووژل، ۷ یې ټپیان کړل او ۱۲ تنه یې له ځان سره بیولي دي. نوموړي له ولایتي چارواکو وغوښتل چې نیول شوي کسان بیرته راخوشې کړي او د ټپیانو په درملنه کې ورسره کومک وکړي.

نن ټکی اسیا ته رارسیدلي راپورونه وايي چې پولیسو نه یوازې په راستانه شوو مهاجرینو ډزې کړي بلکې هغوی یې وهلي او ډبولي هم دي. د سیمې اوسیدونکي وايي چې له ډزو وروسته پولیسو دوه تنه زخمیان د پایوازانو په ملتیا د روغتون په پلمه په رینجر کې سپاره کړل، خو کله چې د پولیسو رینجر پاخه سړک ته ورسېد پولیسو د زخمیانو د پایوازانو په وهلو او ډبولو لاس پورې کړ.

د عیني شاهدانو په وینا، یادو کسانو په داسې حال کې چې د پولیسو تر وهلو لاندې پراته وو، چیغې وهلې چې «له یوې خوا مو پاکستان نه پریږي او راشړي مو، او له بلې خوا مو د خپل هیواد پولیس راباندې ډزې کوي».

د ننګرهار امنیه قومندانۍ د رسنیز دفتر مشر وايي چې د پېښې د څیړنې په موخه د امنیتي چارواکو او سیمه ییزو مشرانو په ګډون یو پلاوی تعین شوی او له تحقیقاتو وروسته به د پېښې اصلي علت معلوم شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

دا ټوله د یهودی غنی ظالمانه مسیر دی د پښتنو مظلومانو په مقابل الله پاک دی ژر تر ژره خراب کړی –

افغان

دتاند په بې ناموسه اوپښتون ضد پاڼه کې يوبې ناموسه لیکوال ليکلي و.چې له پاکستان راستیدونکو کډوال دي د دولت لخوا ولټول شي اوترشک لاندی ونیول.شي.دوي غواړي چې دباحيا پښتو په ناموس کې يوځل بيا دوستم ور ولویږي لکه فاریاب کې.
ترټولو باعفته افغانان په پاکستان کې مهاجرین دي

حقپال

اوس به مظلومو مهاجرو ته د مشرانو ( پاکستان ) او کشرانو ( افغانستان ) د غلامانو د غلامی او وحشت توپیر په ډاګه شی ، دا خو یی لا غور دی مخ یی بل دی صبر کوه چه د لوږو ، تندو او بی امنیو او بی عدالتیو ، بی ناموسیو وار لا وروسته دی .

wali khan

ډیربد کار شویدی ، خو ډیر احسا سا تی یا ستی دادومره خویندی میندی زمونګ په کفرستان کی بی عزته شول تاسو هیڅ احسا سا تی نه شوی ولی دبولیسو په ډزو په افغانستان کی ډیر احسا سا تی شوی یاست تاسو هم یو وړی خبری ته ډیره هوا ورکوی، که طلو ع او یک ټلویزیون په شانتی تلویزیونه استا سو به واک کی وی وی خو بیا تا سو دامریکا یانو هم ډیره مبا لعه او هوا ورکولی شی. پا کستا ن کی تورسری له کورونو په زور ایستل کیږی تاسو سترګی دید نکوی چی ویګوری، عوږونه مو کار… نور لوستل »

سنګین

له پردیو خو ګیله نشته، کله یی چی پردی له خپل کوره باسی نو خپل کور کی خو باید ښه راغلاست یی شوی وای او دولت ورته د اوسیدو ځای تیار کړئ وای، خو متسفانه چی دولت د پردیو په لاس کی دئ نو ځکه څوک ملت ته خدمت خو پریږده چی ور باندی رحم هم نه کوي.

قدرت الله شيرذاد

د افغانستان د حکومت نه مى دا تمعه نه وه کم يو د پاکستان نه په عزت راغلى هغه دى دوي بيابه کي؛

افغان

حیرانوونکی ده ، پاکستان چه پردی وطن دی ځینی ورته کافرستان او ځینی ورته چټلستان او د افغانانو دشمن وایی مګر تر اوسه یی د افغانانو به راشړولو کی څوک نه دی وژلی مګر د افغانستان غلامی اداری هغه مهاجر چه د روسانو د اشغال وخت کی یی پاکستان ته هجرت او جهاد کړی د انګریزانو د اشغال وخت کی د پاکستان په فشار واپس خپل هیواد ته راستنیږی ، بی له دی چه د راتګ پذیرایی یی وشی د کور ، کالی ، ډوډی غم یی وشی د وی کیږدی درولو ځای ته یی غصب وایی او دا چه… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x