دیني، سیرت او تاریخ

دپاکوالي ارزښت

احمد الله عاطفي

دمجتهدین کرامو،فقې مسایلو اصلی مأخذ قرآنکریم دی،دقرآن دلار ښوونو په رڼاکې ئې ټول فقې مسائل څیړلې، دبیلګې په ډول: کومه مسله چې قرآنکریم په څرګنده توګه وړاندې کړې ده دهغه په اړوند ذره قدرې اشکال نشته،کوم مسایل چې درسوالله (صلی الله علیه وسلم) په احادیثو کې روښانه شوي او مونږ ئې په منلو او عملي کولو مکلف شوې یو دا هم دالله سبحانهُ وتعالی حکم دی او هم هغه مسایل چې په اجماع او قیاس ولاړ دي دا هم زمونږ دعقیدی او دین برخه دی چې درسول الله (صلی الله علیه وسلم) لارښونه دی.

دهر ډول فقي مسائلو ریښه پاکوالي ته رسیدلې ده، که عقیده وي یا عمل،حکمې وي، ښکاره وي یا پټ.

عقیده به له ټولو شرکي او کفري ناوړتیا څخه پاکوئ،بیا به حکمي او ظاهری پاکوالې ته مخه کوئ او دا پاکوالی به په عباداتو، او معاملاتو کې په پوره توګه خپلوئ او په هر ډول شرایطو کې دشریعت په رڼاکې به ئې ساتنه کوئ.

الله تبارکه وتعالی خپل استاځي(سیدنا حضرت محمد الرسول الله صلی الله علیه وسلم)ته دبعثت او وحي په لمړیو لار ښوونو کې وفرمائل:

بِسْمِ ٱللّٰهِ ٱلرَّحْمٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ . وَالرُّجْزَ فَاهْجُر(المدثر۵،۴)
ژباړه: او جامه دپاکه ساته(۴) او تزل زل پریږده(له چټلیۍ نه په څنګ اوسه) (۵)

دا ډیرستراو جامع الفاظ دي چې ستر مفاهیم پکې نغښتی دی، حضرت مولانا مودودي رحمه الله پخپل تفسیر (تفهیم القرآن ) کې ددي مبارکو ایتونو په زړه پوری تفسیر کړی که زیات معلومات غواړئ هلته مراجعه وکړئ.

دبدن پاکوالی دروح او جاموپاکوالي سره لازم او ملزوم دي، په ریښتیني توګه هر اړخیز پاکوالي دفلاح او کامیابي معراج دی.

دالله تبارک وتعالی په دی مبارک هدایت سره ټول هغه له ځانه جوړې شوي راهبانه دود چې ګویا څومره خیرن ئې هومره دمرتبه لوړه دي مردود اعلان کړل، او شخصیت جوړونې کې هر اړخیز پاکوالې ( دیني، بدن، جامو،چاپیر یال ،اخلاق ، معاملات، فردي، ټولنیز او روحي) معیار او معراج وټاکه چې نه پکې کبر او غرورځای لري اونه زلت .

الله سبحانهُ وتعالی مونږ ته دپاکوالې او په دی برخه کې داسانتیاوو تر لاسه کولو بشپړه لار ښوونه کړي ده او هم ئې دمخنوې اسباب او بد عواقبو لاملونوپه اړوند ئې هدایات استولي.
‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍
أعوذ بالله من الشيطان الرجيم.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ.
إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ اللّهِ وَعَنِ الصَّلاَةِ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ.
وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَاحْذَرُواْ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّمَا عَلَى رَسُولِنَا الْبَلاَغُ الْمُبِينُ.(المائده: ۹۰،۹۱،۹۲)

ژباړه: اې مومنانو! اصلي خبره داده چې شراب،قمار، بتان او دفال غشي دشیطان پلیتي کړني دي، نو ځان ترې وساتئ تر څوبریا ومومئ.

شیطان خو غواړي چې په شراب او قمار سره په تاسو کې دښمني او کینه واچوي او دالله له ذکر او لمانځه مو مخنوی وکړي، نو آیا امتناع کوونکي ېئ.

او دالله اطاعت وکړئ او دپیغمبر اطاعت وکړئ او حذر وکړئ نوکه مخ مو واړوو نو پوه شئ چې زمونږ دپیغمبر په زمه یوازي څرګند تبلیغ دئ.
‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍
أعوذ بالله من الشيطان الرجيم.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنتُمْ سُكَارَىٰ حَتَّىٰ تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ وَلَا جُنُبًا إِلَّا عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّىٰ تَغْتَسِلُوا ۚ وَإِن كُنتُم مَّرْضَىٰ أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِّنكُم مِّنَ الْغَائِطِ أَوْ لَامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا( النسأ :۴۳)

ژباړه: ای مومنانو! په داسې حال کې لمانخه ته مه نږ دې کیږئ چې مست ېئ، ترڅو په هغه څه پوه شئ چې تاسو ئې واېئ اونه په هغه حال کې چې جنب ېئ مګر داچې لاروي ېئ تر هغه چې غسل وکړئ؛ او که ناروغ وئ او یا په سفر باندي(بوخت) او یا مو کوم یو له بیدیا راوګرځي(اودس مات کړئ) او یا موله میرمنو سره نږ دیوالی وکړ(جنسي اړیکه موټینګه کړه) او اوبه مو ونه موندې( چې ځانونه پرې پاک کړئ) ، نو دپاکې خاورې تیمم وکړئ(لاسونه په زمکې ووهئ) او په خپلو مخونو او لاسونوئې مسح کړئ(دواړوه لاسونه پرمخ کش کړئ او هم په یو لاس بل لاس مسح کړئ)، بې شکه چې الله بخښونکی عفوه کونکی دئ.

أعوذ بالله من الشيطان الرجيم.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ وَإِنْ كُنْتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُوا وَإِنْ كُنْتُمْ مَرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍأَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِنْكُمْ مِنَ الْغَائِطِ أَوْلَامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوامَاءً فَتَيَمَّمُواصَعِيدًاطَيِّبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ مِنْهُ مَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُمْ مِنْ حَرَجٍ وَلَكِنْ يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ.(المائدة: ۶)

ژباړه: ای مؤمنانو! کله چې لمانځه ته پورته کیږئ (او تاسو بې اودسه یاست)خپل مخونه او خپل لاسونه ترڅنګلو ووینځئ او پر خپل سرمسح وکړئ اوپښې مو هم تر بیډیو( ووینځئ) او که جنب وئ نو ښه ځان پاک کړئ(ټول بدن ووینځئ) او که ناروغ وئ او یاپه سفر باندي(بوخت یاست) او یا موکوم یو له اودس ماتي راوګرځیدو اویا موله ښځوسره (جنسي) نږدیوالی وکړ،خو اوبه مو ونه موندلې(چې ځانونه پرې پاک ګړئ)،نو بیا کومې پاکې خاورې ته مخه کړئ(په لاسونو باندې ووهئ) او خپل مخ او لاسونه پرې مسح کړئ،الله پر تاسو دکومې سختي اوزحمت تپل نه غواړي، برعکس داغواړي چې تاسو پاک کړي اوخپلي پیرزویني در باندي بشپړي کړئ،ترڅو شکر وکړئ.

الله سبحانه وتعالی کاینات دانسان خدمت او ګټې لپاره پیداکړې دي،او دګټې تر لاسه کولو لاری او حدودئې هم ټاکلې، حلال شیانو استعمال او له حراموځان ساتلو سپارښتنه ئې هم کړې ده.

دحدود او مقرراتو په رڼا کې ژوند دپاکوالې او فلاح معراج دی او نافر مانې د ګند موجب او دناکامې سبب دی.
الله سبحانهُ وتعالی دالمائدې سورت(۹۰،۹۱،۹۲) مبارکو ایتونو کې نه یواځې دظاهری نا پاکیونه دځان ساتلو سپارښتنه کړې بلکه روحانې پاکوالې ساتلو تاکید هم شوی،چې روغ فطرت په نږد همدا کړنې ګنده،دنفرت وړ او شیطانې اعمال دې ، چې سبب دروحې او بدنې ککړتیا اود ډول ډول ناروغیو مور دی، ځان تری ساتل پاکوالی اوفلاح دی.

الله سبحانهُ وتعلی دسورت( النسأ :۴۳)

مبارک ایت کې دپاکوالې ترلاسه کولو په موخه اوبو پراخوالی سره سره داسې پراخوالی هم عنایت کړ چې په وړیا او پرته له تکلیف ورته لاس رسی اسان دی هغه دی دزمکې مخ (تیمم)!
دپاکوالي څومره ستر مقام او ارزښت دی چې دکایناتو مالک او دپاکوالي خالق ئې خوښوي.
‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍
أعوذ بالله من الشيطان الرجيم.
إن الله يحب التوابين ويحب المتطهرين.(البقرة: ۲۲۲)

ژباړه:پرته له شکه چې الله توبه کونکي خوښوي او له ځان پاک ساتونکو سره محبت کوي.

دتفسیر بزرګانو د التوابین په تفسیر کې هر ډول پټ پاکوالی مقصد مراد ښودلی او له المتطهرين ئې هرډول ښکاره پاکوالي هدف ښودلی.

او همداراز په مبارک حدیث کې طهارت ته نیم ایمان ویل شوی.

هر کله بنده خپل داوسیدو چاپیریال، جامي، بدن،زړه او روح په پاکوالي او اطاعت سنبال کړي،د الله(جل جلاله) دخوښۍ ارزښت تر لاسه کوي، له چا چې حقیقي واکدار راضي شي، نه هغه ته ویره شته اونه غم، دادی تل پاتې بریالی توب!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x