fbpx

انانيت!

مجيب الرحمن عمر

انانيت !
د ټولني د بربادۍ سترلامل :
انانيت معنى څه ؟
انانیت :
ځان خوښونه ،
انانیت :
خپل شخصی مصالحوته پر اجتماعی مصالحو ترجیح ورکونه ،
انانیت :
په خپل علمی استعداد مغرور کیدنه ،
او دبل چا علمی استعداد ته په سپکه کتنه ،
انانیت :
همیشه خپله رای پر بل تحمیلونه ،
دانانیت :
په رنځ اخته انسان همیشه ځان ته دروند اوبل ته په سپکه گوری
دانانیت :
په رنځ اخته انسان ته همیشه خپل زان پرحقه اوبل پر باطل ښکاری
دانانیت :
په رنځ اخته انسان هیڅکله هم خپله خطا نه منی
دانانیت. :
په رنځ اخته انسان ته که د خیر مشوره ورکوی نو تا ته به یوه نړۍ نصیحتونه شروع کړی
دانانیت :
په رنځ اخته انسان هیڅکله هم په خپلو سیاسی ، اجتماعی او اخلاقی تیروتنو اعتراف نه کوی
دانانیت :
په رنځ اخته انسان تیروتنی ترکومه بریده محدودی نه وی ، هدف یی شخصی مصالح خوندی کول وی هغه که په هر قیمت ترسره کیگی
دانانیت :
په رنځ اخته انسان همیشه خپله مشری خوښيږي دانانیت. : په رنځ اخته انسان په خپلو صفتونو نه مړیگی
او د بل چا صفت يي نه خوښيږي

گرانو ورنو !

باید دتواضع او عاجزۍ په زیور ځان ښايسته کړو
ځکه په ټولنو کی حقیقی درنښت الله پاک متواضعو خلکوته ورپه نصیب کوی
الله تعالی دی له مونږ نه متواضع بندگان جوړ کړی
آمین .

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د