karzai kerry

کابل ته د جان کیري بیړنی سفر

نن ټکی آسیا – سرمقاله: تیره ورځ ناوخته  د امریکا  د بهرنیو چارو  وزیر جان کیری  په یوه بیړني سفر کابل ته ورسیدو.

که څه هم  کورنیو رسنیو  د جان کیري د سفر لامل له کرزي سره  په امنیتي تړون خبرې کول ښودلی ، خو زیاتره شنونکي بیا د کیري د غه بیړنی سفر  تر ډیره بریده  د راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو په موضوع  پوري تړلی بولي.

دا چې  د راتلونکو ټول ټاکنو  پلان ، دهغوئ  مالي تمویل او دهغوئ لپاره دځینو  کاندیدانو کاندیتوري   مخکي تر مخکي  دامریکایانو له  لخوا تنظیم شوې، لهذا  اوس  هغوئ  غواړي  چې  د خپل مورد نظر کاندید د بریالیتوب لپاره  سر له اوس نه  لازم تدابیر  تر کار لاندې ونیسي .

د راتلونکو انتخاباتو لپاره  د۲۷  کاندیدانو له جملې څخه   یې تر ټولو  مهم کسان    ډاکټر عبدالله، اشرف غنی احمدزی، قیوم کرزی، استاد سیاف، زلمی رسول او انورالحق احدي مشخص شوي ، خو د دغو  (۶) مشخص شویو په منځ کې بیا  دامریکایانو  مورد نظر کاندیدان  قیوم کرزی ، ډاکټر عبدالله  ، زلمی رسول او اشرف غني احمد زی  په ګوته شوي .

طبیعي ده چې   جان کیري  به   په خپل بیړنی سفر کې  کرزي او دهغه  دانتخاباتو  خپلواک کمیسون ته د دغو مورد نظر کسانو  دبریالیتوب په اړه  هم ځانګړې سپارښتنې ولري .

پرون   کابل ته  دکیري تر رسیدو له مخه   یوشمیر رسنیو  د کرزي  د ویاند ایمل فیضي له خولې  خبر ورکړ  چې  امریکايي ځانګړو ځواکونو په لوګر ولایت کې په  داخلي ځواکونو  باندې  دیوه  غلچکي برید په ترڅ کې  له هغوئ څخه  د پاکستان دطالبانو یو مهم  مسؤل لطیف مسعود   نیولی او د امریکايي ځواکونو تر ولکي  لاندې  د بګرام زندان ته رسولی .

دکرزي  ویاند دکرزي له خولې   په داخلي ځواکونو باندې  د  امریکايي  ځانګړیو ځواکونو دغه  عملیات   د افغانستان په ملي حاکمیت تیری  بللی  چې په اړه به یې  جان کیري ته  اعتراضي شکایت وکړای شي .

دم ګړۍ امریکایان  په افغانستان کې  د انتخاباتو  له  موضوع رانیولې  بیا د  هیواد په هرځای او هره برخه  کې د پوځي  عملیاتو تر اجراء کولو   دټولو چارو  پوره واک  او صلاحیت لري .

کله  ناکله  کرزی  دخپلو ناخلفه ملاتړو  دخپلسري  له وجې  هغوئ ته  دبیوسي شکایت وکړ ي ، خو دا شکایت  په هیڅ  وجه  دکرزي  د استقلال او خود ارادیت  په مانا نه دی .

ځکه امریکایان  دکرزي حکومت ته  دخپلو بی شمیره پوځي او مالي مرستو  دورکولو له امله  دافغانستان   دحاکمو چارواکو په توګه  د دغه  هیواد  په ټولو مهمو قضایاوو کې ځان دخیل بولي  او سر له اوس  نه   د افغانستان  دراتلونکو ټول ټاکنو  دبرخلیک  ټاکلو لپاره   د جان کیري وروستی سفر هم  د دغه  امریکايي دخالت  یوه  ښکاره بیلګه  بللی شي.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د