شعـــــرونه

غزل: هلال مهاجر

هلال مهاجر ـ خوست

بومې ځئ دار ته نور مې وصل د جانان ته یوسئ
ما له دې ستړې دنیاګۍ نه بل جهان ته یوسئ

په زړه تڼاکې ګرځوم د هجر تاب نه لرم
زر مې ور بولئ ما مې خپل ستړي ارمان ته یوسئ

چې یې مشري کړي د حمزه غوندې سپیڅلۍ سالار
هله را درومۍ نور مې هغه سپین کاروان ته یوسئ

نور مې د صبر انتظار زغم په زړګي کې نشته
زړه مې چاودیږی ما د سوي زړه درمان ته یوسئ

که په ژوندون ترې مهاجر دی در په در ګرځیږي
خو پس له مرګه هلال ګران افغانستان ته یوسئ
ــــــــــــــــــــــــــ
۱۴۳۷،۱۰،۱۸

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x