ټولنیزه برخه

الحمدلله داسي ګمنامه أتلان أوس هم سته

عبدالرحمن محمود

د مسلمة ابن عبدالملک په رهبرى کښي مسلمانانو د روم غټه قلعه محاصره کړه، مګر داچي د کلاه ديوالونه ډير جګ وه مسلمانانو نشوى کولاى چي فتحه يې کړې أو کفارو به د قلعي له سره څخه مسلمانان تر هدف لاندي نيول آن تردي چي مسلمانان قريب وه چي مغلوب سي.

په صبا کي بيا دمعمول سره سم مسلمانان د کلاه پر شاو خوا را وګرځيدل خو تر ډيري ستړيا وروسته مسلمانان شاته راغله، دمجاهدينو له مينځه څخه يو مجاهد پټ ورغى چي دواړه لورې نوه په خبر د کلاه و ديوال ته او د کلاه په ديوال کښي سورى(نقب)جوړ کړ، په بل صبا کي چي مسلمانان بياراغله هغه مجاهد زان تر هغه سورې پوري ورساوه او وکلاه ته ور دننه سو دکلاه دروازه يې خلاصه کړه او د الله اکبر دنعرې په بدرګه سره مجاهدين کلاه ته داخل شوه أو کلاه فتحه شوه،

په صبا کښې مسلمه ابن عبدالملک اعلان وکړ چي هغه څوک چي د کلاه دروازه يې خلاصه کړه راديسې انعام ورکوم، هيڅ چا ږغ ونکړ، په بل صبا يې بيا اعلان وکړ بياهم هيڅ چا ږغ ونکړ، په دريم صبا يې اعلان وکړ چي په الله،ج، قسم ورکوم وهغه چاته چي دروازه يې خلاصه کړي ده چي ماته دي راسي هر وخت چي رازي که شپه وي که ورځ وي، په ماښام کي ناوخته يو شخص چي مخ يې پټ کړى وو د مسلمه ابن عبدالملک وخيمې ته ورغى او ورته وي ويل چي د خپل أمير دقسم له کبله راغلم خو ځما درې شرائط به منې، د نوم پوښتنه به نه راڅخه کوې، مخ به مي نه لوڅ کوې، أو انعام به نه راکوې، مسلمه ورته وويل سمه ده هغه ځوان ورته وويل چي هغه دروازه،ماخلاصه کړه.

ددي خبري په اوريدلو سره مسلمه په ژړا سو او دا آية کريمه يې تلاوت کړ” فمنهم من قضى نحبه ومنهم من ينتظر ” او ځوان ورڅخه رخصت سو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x