شعـــــرونه

د دار فلسـفـه/ ثاقب

م.ثـاقب

عشق د منصور ستایو ښکلا مو ده د دار فلسفه
تل مو غندلې ده په مېنه د زینار فلسفه

کیف د وجود کړلو په وجد د منصور مریدان
چې یې د دار مراقبه کړه د ایثار فلسفه

نن چې شبلی نشته پری څوک به د ګل واری وکړې
دکوثر جام ته رسوي بې د خمار فلسفه

چی ریژدیدل تری د شیطان د پیراوانو زړونه
پره کړه هغه دپاڅون ستورو د مدار فلسفه

شو سره غاړه غړۍ ښه په ښه سپیڅلې مېنه
لکه د عشق ګریوان ته ستن چې وړي د تار فلسفه

شوه یې بې قدره دې بدرنګ ښار کې سیکه د ښائیست
یوسفي حسن تې لیلام ژدي د بازار فلسفه

د زولنو له شرنګه خوند اخلي ملنګ طالب جان
کړه یې مهار بیا د رباب او د سیتار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x