ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۴۰)

 م، نجم الرحمن (فضلي)

د ځوانانو کږيدل

د ځوانانو د کږيدلو اسباب او مشکلات ډير او په څو رنګه دي، ځکه چې انسان د ځوانۍ په مرحله کې په جسمي، فکري او عقلي لحاظ له يوه لوی انقلاب سره مخامخ کيږي، دغې ځوانۍ ته د رسيدو په زمانه کې د ځوانانو فکرونه په ډيرې تيزۍ سره يوې او بلې خوا ته اوړي او را اوړي، په دغه وخت کې له ټولو مهم او ډير ضروري د ځوانانو لپاره د داسې اسبابو مهيا کول اړين دي چې د ځوانانو په نفس واک پيدا کړي او له سرکشۍ، نافرمانۍ او بې لاريتوب څخه يې منع او يوې برابرې لارې ته يې متوجه کړي، د ځوانانو د کګيدو مهم اسباب په لاندې ډول دي.

(۱) فراغت : فراغت د فکر، عقل او جسمي طاقت لپاره يوه وژونکې وسيله ده، ځکه نفس ته له حرکت او عمل څخه لابدي ده، هر کله چې يو نفس لره نه عمل وي او نه حرکت، نو د دغه نفس فکر زړيږي، عقل يې سختيږي، حرکت يې کمزوری کيږي چې په دې وخت کې بيا د ده په زړه ډيرو ناوړه سوچونو، وسوسو او فکرونو ته د حملې کولو چانس په لاس ورشي او ډير ځلې ور سره داسې بدې او شريرې ارادې مل شي چې قريب له انسانيت څخه يې هم وباسي.

د دغه مشکل يواځينی علاج دا دی چې دا قسم ځوانان بايد د يوه داسې کار کولو، لوستلو، تجارت کولو، ليکلو او يا د يوه بل داسې کار چې د ده او د فراغت په مينځ کې حائل شي کوشش وکړي، تر څو له يوې خوا له دغه ناوړه مرض څخه خلاصون ومومي او له بلې خوا په ټولنه کې د ځان او د نورو وګړيو لپاره يو غوره شخص وګرځي.

(۲) جفا او لريوالی : د ځوانانو د کږيدلو بل مهم سبب هغه د خپل کور، د خپلو او خپلوانو او د کلي له مشرانو، سپين ږيرو او نيکانو څخه د دوی ليرې والی او همدا شان د دغو نوموړيو د خبرو نه منل او له هغوی سره جفا کول دي، کله چې يو مشر يو بې لارې ځوان ته د هغه د اصلاح لپاره خبرې کوي او نوموړی ځوان له هغه سره جفا کوي نو بالاخر همدغه مصلح مشر هم د دغه ځوان له اصلاح کولو عاجز او مايوسه شي، د دغې جفا په نتيجه کې نه يواځې دا چې مشران په نوموړيو ځوانانو بې اعمتاده او بې باوره شي بلکه ډير کرته د ټولنې ټولو ځوانانو ته يې نسبت وشي او مشران بيا د هغوی د اصلاح کومه پروا نه کوي.

د دغه مشکل يواځنی علاج دا کيدلای شي چې ځوانان د دغه بعد (ليريوالي) او جفا ازاله په خپله وکړي، دوی بايد په دې معتقد شي چې دوی او مشران لکه د يوه جسد په څير دي، که چيرته يو اندام يې فاسد شي نو ټول فاسد کيدلای شي.

لکه څرنګه چې مشران د ځوانانو د اصلاح کولو په لار کې خپل مسئوليت پيژني او د همدغه مسئوليت له مخې تل دا هڅې کوي چې د ځوانانو اصلاح وکړي او د هغوی اينده ژوند ورته روښانه کړي:

بالمقابل پر ځوانانو هم لازمي ده چې د داسې مشرانو اکرام، احترام او د هغوی لوري ته ډير متوجه واوسي، د هغوی له تجربو هغه څه زده کړي چې ترمخه يې نه دي زده.

(۳) له ناوړه خلکو سره ناسته، ولاړه او ملګرتيا کول، له کګو خلکو سره انډيوالي د ځوانانو په عقل، فکر او په سلوک باندې ډير زيات اثر کولای شي، لکه چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي المرء على دين خليله فلينظر أحدكم من يخالل وقال صلی الله عليه وسلم مثل الجليس السوء كنافخ الكير : إما أن يحرق ثيابك ، وإما أن تجد منه رائحة كريهة.

د دې علاج دا ده چې ځوانان بايد له هغه چا سره صحبت او ملګرتيا وکړي چې د خير او اصلاح خاوندان وي او د ډير ښه فکر درلودونکي وي، دوی بايد له هغوی سره له ملګرتيا کولو مخکې په خلکو کې د هغوی د حال پوښتنه وکړي او دا پوښتنه وکړي چې هغه په ټولنه کې په کوم څه شهرت لري، که چيرته هغوی د ښو او نيکو اخلاقو خاوندان وي، په سمه (مستقيمه) لار روان وي او په ټولنه کې ښه شهرت لري بايد بيا له داسې خلکو سره ملګرتيا، ناسته ولاړه د ځان لپاره غنيمت وبولي او له هغوی څخه يو څه زده کړه وکړي او که چيرته خبره برعکس وي، بيا نه يواځې دا چې له هغوی څخه ليريوالی پکار دی، بلکه له هغوی څخه د ځان ساتنه واجب ده او هيڅکله بايد ځوانان د داسې خلکو په ظاهري لباس او په خوږو خبرو دوکه نشي، ځکه دا بيا د داسې کسانو چل او ګمراهي ده.

(۴) د داسې کتابونو، مجلو، رسالو او نورو شيانو لوستل چې هغه يوه انسان ته د هغه په دين اوعقيده کې شک ور اچوي، د داسې شيانو د لوستلو او مطالعه کولو په وخت کې که له ځوانانو سره يوه قوي علمي قوه او تيز فکر نه وي موجود نو د داسې شيانو لوستل او مطالعه کول ځوانان بې له شکه د رذيلو او کفري اخلاقو لور ورکش کولای شي، ځکه په داسې حالت کې دوی د حق او باطل، د ضرر او نفع امتياز نشي کولای، د دغو شيانو لوستل پر ځوانانو ژوره اغيزه کوي او د هغوی سر د پښو خوا ته ګرځوي او د هغوی عقل او ابدي ژوند له منځه وړي.

د دغه مشکل علاج دا دی چې د داسې شيانو له لوستلو څخه ډډه وشي او د داسې کتابونو لوستلو ته مخه وشي چې د هغوی په واسطه د يوه انسان په زړه کې الهي او پيغمبري محبت پيدا کيدلای شي، تر ټولو مهم کتاب هغه کتاب الله دی او د دغه کتاب صحيح تفسير د اهل العلم لپاره کوم مشکل نه دی، همدا شان سنت رسول صلی الله عليه وسلم او هغه نور کتابونه کوم چې اهل العلمو له دغو دواړو څخه را اخذ کړي.
اې ځوانانو ! له عمل نه مخکې خپل انجام وسنجوی

مخکې له دې چې مونږ د يوه کار په کولو لاس پورې کړو او يا له هغه څخه ځانونه منعه کړو بايد د هغه په نتيجه کې فکر وکړی شي، که چيرته يې نتيجه ښه، پاکه، د خير او د نفعې وي بايد چې وکړی شي او که نتيجه يې بده، خبيثه او مضره وي بايد اجتناب ور څخه وشي، دا د ځوانانو په شخصيت کې يو حکمت دی، د نتائجو حساب عقلي دی او دا د پوهې او د ښه تصرف دليل دی، ځکه خو نبي د هر عمل په کولو کې د دغې طريقې په اتباع باندې امر کړی إذا هممت بأمر فتدبّر عاقبته فإن كان رشداً فامضِ وإن كان غيّاً فانتهِ.

د ضرر او نفع رسونکيو شيانو په عاقبت کې فکر کول له منکراتو څخه منعه راوستلای شي، يو شراب خور که د شرابو په هغه نتيجه پوهه شي کومه چې د شرابو په نشه باندې مرتبه ده، حتما به يوه داسې فيصله وکړي چې دا عمل ډير بد، ناوړه، جرم او تاواني دی، نو پرته له دې چې يو څوک ورته د شرابو د نه څښلو ووايي، په خپله يې هيڅکله څښلو ته زړه نشي ښه کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x