نظــر

افغانستان د ډیمکراسۍ په لمبو کښي/ اوومه برخه (۷)

 سیف الرحمن رحماني

په اسلامي هیوادونو کي د ډیمکراسۍ د پلي کولو غربي اهداف

غربي صلیبي نړۍ او بیا په خاصه توګه امریکا په اسلامي هیوادونو کي د ډیموکراسۍ د حکومتي نظام د پلي کولو ځانګړي مقاصد لري، چي د خپل دغه منحوس او طاغوتي نظام له قایمولو څخه پرته یې هغوی تر لاسه کولی نه شي. له همدې امله هغوی په اسلامي هیوادونو کي له بل هرڅه دمخه د خپلو روزل شویو ذواتو په وزله د ډیمکراسۍ نظام د پلي کولو هاند کوي او په دې لاره کي هغوی د هر ډول ځاني او مالي قربانۍ له ور کولو سپمانه کوي، ځکه چي د ډیموکراسۍ په ذریعه په اسلامي هیوادونو کي کوم مقاصد ترلاسه کوي هغه د صلیبیانو په وړاندي خورا مقدس دی او صلیبیان به و کولی شي. چي اسلامي امت په هر اړخیزه توګه وځپي او د ځان لاس کتوو یې کړي او هغه ټاکلي اهداف یې په لاندي ډول دي.

۱ـــــ صلیبي دعوت: صلیبي دعوت په اسلامي هیوادونو کي د صلیبیانو د نورو اهدافو چورلیځي (محوري) حیثیت لري او د خپل دغه هدف د ترلاسه کولو په خاطر په اسلامي هیوادونو کي د انجیوګانو به ذریعه په غیر مستقیمه توګه هر ډول وسایل پکار اچوي لکه طبي خدمتونه، تعمیراتي چارې، نغد کومکونه، یتیم خانې جوړول، ښوونځي جوړول، مسلمانو محصلینو او حکومتونو ته د بشري علومو د لوړو زده کړو لپاره په امریکا او لویدیځو هیوادونو کي د بورسونو ورکول، د انګریزې ژبي زده کړي کور سونه پرانیستل او بې وزلو محصلینو ته سکالر شیپ ورکول او داسي نور … او د امکان په صورت کي په ډاګیزه توګه مسیحیت ته بلنه کول لکه چي همدا اوس زموږ په مستعمره کړي هیواد افغانستان او عراق کي دغه هرڅه د مسیحیت د خپراوي لپاره په علمي توګه کولی شي او د مخنیوي یې هیڅوک نشته.

۲ــــ پر خامو اقتصادي موادو قبضه: په اسلامي هیوادونو کي د ډیمکراسۍ په پلي کولو سره د صلیبي امریکایي استعمار د لویدیځوالو په ملتیا دویم هدف د اسلامي هیوادونو په اومو اقتصادي موادو باندي قبضه کول دي او د خپل دغه شوم هدف د ترلاسه کولو په خاطر له نظامي یرغل څخه هم ډډه نه کوي. لکه چي په( ۱۹۹۲م)کي یې پر صومالیه باندي د هغه هیواد د کمونسټ واکمن سید بارې په مرسته د دې لپاره یرغل کړی و، چي د صومالیه د یورانیمو، خامې اوسپنې، تېلو او نورو طبیعي زیرمو قبضه وکړي مګر د صومالیه مؤمن او غیر تمن ولس د خپل غازي مبتکر عسکري مشر جنرال فرح عدید په مشرتابه امریکایې یرغل ناکام کړ او تورمخ یې له صومالیه څخه امریکایي یر غلګر وشړل دغه راز په (۲۰۰۱م)کي یې زموږ په اسلامي هیواد افغانستان باندي د خپلو افغاني غلامانو په دعوت یرغل وکړ، د ډیمکراسۍ نظام یې اعلان او پلي کړ او په تیرو پنځو کلونو کي یې په زر ګونو امریکایې جیالوجیستان افغانستان ته راغلي دي، د طبیعي زیرمو د ترلاسه کولو سروې کوي او د افغانستان پر هرڅه یې قبضه کړې ده. دغه راز په (۲۰۰۳م) کال یې پر عراق باندي نظامي یرغل وکړ او د عراق په اسلامي هیواد کي یې کپېټالیسټي ډیموکراسي اعلان او پلي کړه او په تیرو دوو کلونو کي یې د عراق پر تېلو او نورو طبیعي زېرمو قبضه کړې ده.

نور بیا……

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x