نظــر

آیا نجیب پېژنئ؟ (۴)

دوهمه برخه: د نجیب د سیاسي فعالیت پیل:  

کله چې نجیب له حبیبیې ښوونځۍ فارغ، او د طب په پوهنځۍ کې شامل شو، لا هم په خپلو همیشنیو خیالونو کې ډوب و، چې د پوهنتون علمي چاپیریال د سیاسي پېښو او حوادثو مرکز وګرځېد. د ولسي جرګې دولسمې شورا په خپل کار پیل وکړ، د هېواد د نوي اساسي قانون له مخې لومړي وزیر باید خپله داعتماد رایه له پارلمان څخه اخیستی، له هغې وروسته د پارلمان له خوا د تایید شوې او تصویب شوې تګلارې په رڼا کې به یې خپل کار او فعالیت پیلولو.

د افغانستان پادشاه محمد ظاهر شاه داکتر محمد یوسف موظف کړی و چې د کابینې د جوړولو کار پیل کړي، او له هغه وروسته له پارلمان نه د اعتماد رایه تر لاسه کړي.
د  داکتر محمد یوسف د کابینې لپاره د اعتماد د رایې اخیستلو په ورځ له ډېرو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د کابل ښار د محصلینو لاریونونو په لړزه راوستی و، هغوی غوښتل چې د اعتماد د رايي تر لاسه کول باید علني وي، او د رادیويي څپو له خوا خپاره شي، ددې تر څنګ ځینو کسانو غوښتل چې د پارلمان تالار ته لاړ شي او مستقیما د اعتماد د رايې اخیستلو د جریان ناظرین و اوسي.
مګر حکومت له دغه غوښتنو سره مخالفت کولو، او نه یې غوښتل چې د اعتماد د رايې اخیستنې جریانات علنا خپاره شي، خو هغو کسانو چې د کابل په پوهنتون کې یې لاریونونو ته لمن وهله، ښار او کوڅو ته را وتلي وو، داسې لوی ځوږ یې جوړ کړې و، چې هغه زوړ سکوت او خاموشي چې د اوږده استبداد په نتیجه حاکمه شوي وه، له منځه یوړه.  وروسته روښانه شوه چې د لړم د میاشتې د دریمې نېټې پېښې چې د داکتر محمد یوسف دحکومت د اعتماد د رایې اخیستنې له جریان سره یې سمون خوړلو، د دنور محمد تره کي او ببرک کارمل تر مشرۍ لاندې د خلق دیموکراتیک ګوند د فعالیتونو په نتیجه کې را منځ ته شوې وې. هغوی غوښتل د نوي اساسي قانون له مادو څخه په استفادې خپل موجودیت اعلان کړي، او په سیاسي فعالیتونو لاس پورې کړې. د نوموړو پېښو له پېښدو سره داسې یو حالت او فضا را منځ ته شو چې داکتر محمد یوسف و نه غوښتل د صدارت دنده پر غاړه واخلي. ځکه چې د لاریونونو په نتیجه کې درې کسان ووژل شول!

او دا کار هغه وخت وشو کله چې لاریون کوونکي د محمد یوسف د هستوګنې د کور په لوري د مخته تګ په حال کې وو، او داسې شعار یې زمزمه کولو: ( موږ  نه غواړ چې داکتر یوسف لومړی وزیز شي ) د داسې یو حالت له را څرګندېدو سره صحنې ته امنیتي ځواکونه، پولیس او لاریون کوونکي راغلل،  بالآخره د سردار عبد الولي د امر په نتیجه کې چې د قوای مرکز قوماندان او د پادشاه زوم و، د لاریونونو د پای ته رسولو لپاره امنیتي ځواکونو د لاریون کوونکو په وړاندې په علمیاتو لاس پورې کړ، چې د هغوی د ډزو په نتیجه کې درې کسان ووژل شول، او څو نور ټپیان شول.

د کابل ښاریانو او محصلینو لاریونونه تیت پرک شول، مګر د پوهنتون په چاپیریال کې مظاهرو او راوتلو ادامه درلوده، چې درسي جریان یې ګډوډ کړ. پادشاه د بحران د کموالي په منظور د داکتر محمد یوسف استعفا قبوله کړه، او محمد هاشم میوندوال یې د کابینې د جوړولو لپاره و ګومارلو. له یو څو ورځو وروسته محمد هاشم میوندوال لومړی وزیر وټاکل شو، او په توره درېشۍ کې چې د ویر نښه وه د کابل پوهنتون د ځوانانو په منځ کې را څرګند شو، د خپلو خبرو په ترڅ کې یې له هغوی نه وغوښتل چې له لاریونونو نه دې لاس په سر شي، دی به د محصلینو غوښتنې پوره کړي.

په دې وخت کې زه د حبیبیې لیسې په اووم ټولګي کې وم، پلار مې بیا هم دحکومتي چارواکو له خوا په پېښور کې د ترانسپورت د مدیر په توګه مقرر شو، مونږ له ژمنیو رخصتیو نه په استفادې سره پېښور ته لاړو، د رخصتیو له پای ته رسیدو وروسته کله چې کابل ته را وګرځېدو، متوجه شوم چې دنجیب په کړو وړو کې بدلون راغلی، له نویو کسانو سره یې پېژندګلوي پیدا کړې ده، د کتابونو د لوستلو او د سیاسي مسایلو په اړه به یې خبرې کولې! له لنډې مودې وروسته پوه شوم چې دغه نوي کسان څوک دي، او نجیب څه ډول له هغوی سره پېژند ګلوي پیدا کړې ده؟

کله چې نیک محمد د پارلمان د دولسمې دورې په ټاکنو کې په پیسو د خلکو د رایو اخیستلو او زرهاوو نورو چلونو په نتیجه کې د کوهدامن د میر بچه کوټ له حوزې نه ګټونکی شو، او د ولسي جرګې غړی شو، هغه هم له نورو نویو کسانو سره پېژندګلوي پیدا کړه، او دغه پېژندګلوي زیاتره د هغو اشخاصو تر منځ وه چې په یو ډول نه په یو ډول یې له سیاست او سیاسي مسایلو سره تړاو درلود. او د پارلمان له چوکیو نه یې یوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره کار اخیست، بلکې د مشخصو عقایدو له مخې یې خپل پروګرام ترتیب کړی و، او دپارلمان له ستیج نه یې ترویجول اوتبلیغول. د خلق دیموکراتیک ګوند چې په هغه وخت کې تاسیس شوی و، د پارلماني فرکسیون په لېږلو سره یې د هغو کسانو ذهنیتونه ځان ته متوجه کړي وو چې یو څه یې زده وو، دنوموړي ګوند غړیو دخپل کمیت د پراخوالي لپاره د نویو کسانو په جذبولو کې فعالانه کار کولو، کله چې نیک محمد د نوموړي ګوند له یو مشر سره چې هغه سلیمان لایق و بلد شو، ددې لامل شو چې نجیب هم له نوموړي سره بلد او دوست شي! دا چې نیک محمد له یوې خوا له سیاسي پلوه کومه پوه او درک نه لرل، له بلې خوا داسې کس نه و چې د لیکلو، او د پارلماني خبرو د ترتیبولو وړتیا دې ولري، ځکه خو یې اړتیا لرله چې یو منشي ولري، تر څو وکولی شي دده خبرې ترتیب کړي، ددې کار لپاره سلیمان لایق بهترین کس و، چې ده کولی شوای له هغه نه استفاده وکړي. سلیمان لایق هم دخپلو سیاسي افکارو د خپرولو لپاره له دا ډول اړیکو نه استفاده کوله. لایق له نیک محمد سره د خپلې انډیوالۍ په دوام وکولی شوای نجیب خپل ګوند ته جذب کړي، ددې تر څنګ د توپچي محمد یعقوب خان زوی توریالي نوموړی اناهیتا ته ور معرفي کړ، تر څو له بې ځایه ګرځېدو نه سیاست ته مایل شي.

نجیب له ۱۳۴۳ هـ ش کال وروسته د دیموکراتیک خلق ګوند چې یو کمونیستي ګوند و فعال غړی شو، هغه لومړني کتابونه چې د سلیمان لایق له خوا  نجیب ته د سیاسي روزنې او دګوند له عقیدوي مسایلو سره د بلدتیا لپاره ور کړل شوي وو،  د فلسفې مقدماتي اصول چې د فرانسوي مفکر ژرژ پلیتسر لیکنه، او دمارکسیزم د فلسفې اصول  چې د الکساندر آفاناسیف روسي مشهور محقق  لیکنه ده، وو، چې نجیب وروسته هم په خپل ټول ژوند کې د فلسفي درک د لارښود په توګه یادول، او استفاده به یې ترې کوله.
۱۳۴۴ هـ ش کال پسرلی را ورسېد، د کابل پوهنتون محصلینو د لړم ددریمې نېټې له پېښې، او له کوڅه یي لاریونو  وروسته په نویو غوښتنو لاس پورې کړ، چې د هغو له جملې نه د محلصینو د ټولنې جوړول و، د محصلینو د ټولنې د جوړیدو په اړه د حکومت او د پوهنتون د ریاست د چارواکو له خوا له ضمني موافقې سره، د نوموړې ټولنې مقدماتي ټاکنې د ټولنې د اساس نامې لپاره تر سره شوې.

نجیب د طب پوهنځۍ له P.C.B له ټولګي د استازي په توګه وټاکل شو. نوموړي په خپلو ټاکل کېدو سره وکړای شول چې د ګوند د غړو توجه ځان ته جلب کړي، او ضمنا د پوهنتون د ځوانانو تر منځ را څرګند شي. د خلق دیموکراتیک ګوند په  ۱۳۴۵ هـ ش کال کې د خپل تبلیغاتي او خپرندویه ارګان په توګه د خلق ورځپاڼې امتیاز تر لاسه کړ، د نوموړې ورځپاڼې د امتیاز خاوند د ګوند عمومي منشي نور محمد تره کی و. دغه ارګان د شپږو اونیو په ترڅ کې خپلې لیکنې خپرې کړې، چې د خپل ورځني فعالیت او د ګوند  دتکتیکي او ستراتېژیکو موخو تګلاره یې روښانه کوله. مګر د پارلمان د استازو د اعتراض له وجې دا تصویب شوه چې د خلق ورځپاڼه دې مصادره شي، او د نشراتو مخه یې دې ونیول شي. د محمد هاشم میوندوال حکومت هم همدا تصمیم عملا تطبیق کړ، او د خلق جریدې نشراتي فعالیت پای ته ورسېد.

له دې تصمیم سره همهال د نور محمد تره کي او ببرک تر منځ چې د ګوند د مرکزي کمېټې د دار الانشاء غړي وو، د دوی د ځان غوښتنې، او قدرت غوښتنې له وجې اختلافات را پورته شول، چې ددوی د دوه ټوټه کېدو لامل وګرځېدل، شوروي اتحاد چې ددغه ګوند ملاتړی و، له دواړو ځان غوښتونکو او قدرت غوښتونکو کسانو نه یې په جلا جلا ډول خپل ملاتړ وکړ. …نور بیا

ژباړه: عبد الخبیر جاهد

————-

ټولې برخې په لاندي ادرس:

ایا نجیب پيژنئ؟ ټولې برخې ( لینک)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x