شعـــــرونه

په ارګ مین مشره!

عبدالناصر جهاد مل

وګوره چي نن دي د افغانه سره څه کیږي
په لاس د بې ایمانو د ایمانه سره څه کیږي

تا چي میلمانه کور ته د څه لپاره را وسـتل
نن یې په لاسونو د اِسلامه سره څه کیږي

د لته یهودیت، او نصرانیت ته مخه شوې ده
لږ ځان پرې اګا کړه مـسلمانه سره څه کیږي

نن مي د عزت پګړۍ په خاورو کي لویدلې ده
نن د مؤمینانو د ستر شانه سره څه کیږي

ها چي د بشر د حق دعوه کوي دروغ وایې
نن د دوی له لاسه د جهانه سره څه کیږي

نن افغانیت او اسلامیت ته چي ښکنځل کوي
و پوښتئ له دوی چي د وجدانه سره څه کیږي

چا چي د غربي ښکیلاک ملاتړ کړي خبر دي شي
چاته په خوښي کي له افغانه سره څه کیږي

مشره ته غلام یې دا به ومنـې او وایې به
ستا په لاس مډال د امان خانه سره څه کیږي

راشه (جهادمل) درته دا څو خـبری وکړمه
نن د دې مظلوم افغانسـتانه سره څه کیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x