نظــر

د کسرونو ګويا کول

جان اغا بهار

که د ګاونډیو هېوادونو تاریخي مخینو ته وګورو راته به په ډاګه شي، چې په ټوله نړۍ، خاصتاً په اسیا کې دا مونږ ښه مشاهده کولای شو، چې دلته یو ګاونډی هېواد په خپل څنګ کې د بل ګاونډي هېواد پرمختګ، رغیدل او په ښپو اودېدنه ورته د زغم وړ نه ده!.

ممکن دا د دوی په فطرت کې اغږل شوې وي، چې د هغې جغرافیه لرونکي افراد دې یوازې دردونه، ویر او خفګان ګوري او د طبعي حقوقو دې هم محروم وي او هېڅ لاس رسی دې ورته نه لري.

مثلاً: د خوارزمشاهیانو او تموجن د اړیکو د ترینګلتیا او د جګړې د ناورین د رامنځته کولو یوارېنی علل همدا وو، چې خوارزمشاهیانو ته د تموجن(چنګیزخان) د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ او د ځواک غښتلتیا ورته هېڅ د تحمل وړ نه وه، همدارنګه خوارزمشاهي دولت په خپل څنګ کې باالقوه همسیال قوت له ځانه سره نه منلو، که څه هم د چنګیزي دولت له لورې دوی ته هېڅ ډول مستقیم او غیر مستقیم خطر او تهدید نه و متوجه او نه یې هم د دوی په کورنیو امورو کې لاسوهنه کوله، ولې د خوارزمشاهي دولت ورته په سترګو نه ځایدل، چې باالاخره په لومړیو کرښو کې یو پر بل بریدونه پېل کړل او عواقب یې خوارزمشاهي واکمنۍ ولیدل.

په اوسني وخت کې پاکستان هم، چې په سېمه کې د جګړې زېږوونکې پدېدې په نوم پېژندل کېږي او دلته په اسیا کې یې تر ډېره د درېمې نړۍ یا مخ پر ودې هېوادنو پر وړاندې بېلابېلې ننګونې او توطیې جوړوي، چې په دغه توطیو کې له درګېرو هېوادونو هم افغانستان دی، چې دلته هر ورځ د جګړې د استمراري والي او ګرمې ساتلو لپاره نوې تراشل شوې طرحې په لاره اچوي او په دې ډول مرموزه جګړه مخې ته وړي. دوی په علني او سري ډول دلته مداخله کوي او په غیر مستقیمه جګړه کې بیل له یو تعداد خلکو د افزار په توګه استفاده کوي او د ځینو غیرې عیني عواملو په اساس یې هغوی د جګړې ذهنیت ورکړی خو؛ هغوی چې د همدې تلقیناتو له انګیزې د جګړې کرښې ته راځي، له ادارکیه قوې ګټه نه اخلي او نه هم خپله مفکور په کار اچوي، که چیرته دوی له دقت او فکر څخه کار واخلي او د دې درک وکړي، چې د بل د ګټو لپاره قرباني کېږو او د جګړې رنګ او موخه جدا ده، هېڅکله به ټوپک ته اوږه ورنکړي او یا هم دوی د دغه منحوس هېواد له کرښې او کړۍ څخه د خلاصون په چل نه پوهېږي. د دې اسارت دېوالونه نړېدای شي خو؛ که دوی وغواړي، زه یې دلته یو مثال ذکر کوم.

(( د بېزوګانو خاوند)):

په څوارلسمه پېړۍ کې د چین د(چو) په فیوډالي سېمه کې، یو سپین ږېري سړي د بېزوګانو څخه په کار اخېستنې د خپل ژوند جاده مخ ته وړله او د چو خلکو به ورته(جوګانګ) یعنې د بېزوګانو خاوند ویل، هر سهار به دې بوډا سړي دا بېزوګانې په خپله حویلۍ کې راټولولې او د یادو بېزوګانو مشر ته بې یې امر کولو، چې ټول غره د بوټو او د ونو څخه د میوو د راټولولو لپاره غره ته وخېژوي. دا د بوډا قانون وو، چې هره بېزو به د راټولې کړې میوې څخه لسمه برخه دته ورکوي او که کمې یوې به ترې تخلف وکړه، په بې رحمۍ سره به وهل کېده او ډول، ډول اذیت او شکنجه به ورکول کېده. ټول بېزوګان د خپل دا ډول ژوند څخه بېزاره وو خو؛ یو هم د شکایت جرءت نه درلود. د دوی په منځ کې یوه کوچینۍ بېزو وه، یوه ورځ یې له نورو بېزوګانو وپوښتل، چې آیا دې زاړه سړي دا ونې او بوټې کېنولې دي؟ نورو ورته ځواب ورکړه، چې نه! دا ونې او بوټې په خپله را شنې شوې دي. کوچینۍ بېزو بیا وپوښتل، چې مونږ یې د دې بوډا د اجازې پرته، نه شو را ټولولی، نورو ځواب ورکړ، چې هو مونږ یې له اجازې پرته هم راټولولی شو. کوچینۍ بېزو دوام ورکړ، چې نو؛ بیا ولې مونږ ټول د دې زاړه سړي پورې تړلې اوسو؛ ولې مونږ ټول د هغه په اشاره په کار پسې ځو او د هغه په خدمت کې یو؟، مخکې له دې چې یاده کوچینۍ بېزو خبرې خلاصې کړي، نور بېزوګان په مطلب ورسېده او پوه شوه، په هماغې شېبې چې، کله بوډا سړی ویده شو، بېزوګانو د بندېخانې دېوالونه ونړول او ټول یې ګډوډ کړل او د زاړه سړي ټول زېرمه شوي مواد یې هم له ځانه سره یوړل. خپل کور(ځنګله ) ته ستانه شو او بیا هېڅکله د دې بوډا خواته رانغللو چې باالاخره زوړ سړی په پای کې ومړ).

اوس، که پاکستان هم همدغه چاره مخې ته وړې، یو وخت به وي، چې خپله د دې بلا ښکار شي، لکه څنګه چې اوس ورسره په نسبي ډول مواجه دی او هغوی، چې له هر ذهنیته د دوی په رهبرۍ کړنې ترسره کوي، ټول عمر به نه غولېږي، وخت، ژوند، وژل، وینه، درد، تخریب، خپله خاوره، ملت، او معصومیت به درک کړي او پر یوه تغر به راسره راکېني!.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x