نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال!۲۱

 لکه چې و مو ویل په عمومي ډول له جزايي دهلیز نه هغه وخت یو بندي تبدیلو کله به یې چې تحقیق پای ته ورسېد، خو ځينې ځینې داسې کسان و چې تحقیق به یې پای ته رسېدلی و، خو بیا به هم په جزايي دهلیز کې وو، او داسې کسان ډېر کم وو چې له جزايي دهلیز نه دې تبدیل شوی وي خو تحقیق یې دې پای ته نه وي رسېدلی! … نور بیا

 په ریاست ۹۰ کې چې کله زما تحقیق پای ته ورسېد، ریاست ۱۷ ته یې راوستم، دلته په جزايي دهلیز کې له ما نه دوه وخته، د جلا جلا کسانو له خوا تحقیق کېدلو، سهار به داخلیانو تحقیق را نه کولو، له غرمې وروسته به امریکایانو تحقیق پیل کړ، که څه هم چې د داخلیانو تحقیق ډېر سخت نه و، ځکه معلومات یې بالکل سطحي، محدود، بلکې په نشت حساب وو، خو امریکایانو بیا ژور، پراخه او هر اړخیز تحقیق کولو! که څه هم چې معلومات یې دقیق نه وو، خو د داخلیانو په نسبت یو څه دقیق وو! امریکایانو به تحقیق تر پنځو او کله کله شپږو ساعتو پورې غځولو، په سړه سینه، پرته له دې چې کوم د پام وړ ترهیب و کاروي، زیات ترکیز یې په ترغیب باندې و، غوښتل یې د ځینو امتیازاتو په وړاندې کولو سره خپل هدف ته ځان ورسوي!
 خو د داخلیانو تحقیق بیا تر ډېره له ترخو او تروو ډک و، د ترغیب خبره خو بالکل نه وه، په ځانګړي ډول د تحقیق پر مهال تریو تندی! حاکمانه لهجه! بندي ته د یو ثابت مجرم په سترګه کتل! او ځان ډېر لوړ ګڼل! بندي په مغالطه کې اچول! تهدیدول! کله کله ځينې بندیان په سوک او څاپېړه وهل! دا په ریاست ۱۷ کې، کوم چې ریاست ۹۰ و، هلته خو حدث ولا حرج!  د هغه ځای تعامل لکه څه رنګه چې تر ځمکه د لاندې و! همدارنګه یې د ځمکې د سر له تعامل سره سل په سلو کې توپیر درلود!
 شپږ ورځې په پرلپسې ډول امریکایانو تحقیق را نه وکړ! هغه کم یې دوه ساعته، او زیات یې تر شپږو ساعتونو زیات و،  یو د پام وړ څه چې زه سخت ترېنه په ییره کې وم هغه دا چې ما ویل که امریکایان او کرزیان دا تحقیقات سره شریک کړي نو کیسه به ډېره خرابه شي، او زه تر ډېره په همدې نظر وم چې دوی یو له بل سره تحقیقات تبادله کوي! خو وروسته پوه شوم چې امریکایانو کرزیانو ته هسې یو څو سر سري ټکي ور کړي وو، او ورته ویلي یې وو چې ددغو موضوعاتو په اړه معلومات ترېنه تر لاسه کړئ! دا چې له کرزیانو سره معلومات نه وو، نو یې پیپ، لغتو، سوکانو، څاپېړو،  کنځلو او رټلو ته مخه کوله! په داسې یو حالت کې چې له سړي سره معلومات نه وي که درواغ ورته وویل شي هم دوی یې تفکیک نشي کولی!
یوازې زما په اړه نه، بلکې ډېر داسې نور ملګري وو، هغوی ما ته خپله ویل چې کړي یې څه دي؟ او اوس په تحقیقاتو کې د پیپونو، لغتو، سوکانو او څاپېړو له زوره څه ورته وايي! زه وایم که دغه ناولي څارنوالان او محققین په حقیقت پوه شي، نو یقینا چې ځان ته به لاړې ور تپ کړي! ځکه د سلو روپو به یې وهل وکړل، او د نیمې روپۍ معلومات به یې تر لاسه کول! او د هغه هم لسمه برخه له حقیقت نه لیرې!
کله یې چې له جزايي دهلیز نه تبدیل کړم، څه وخت وروسته یې ځینې ملګري له دې دهلیز نه بل دهلیز ته چې هلته یو څه هوسايي وه انتقال کړل، زه بیرته همدلته پاتې شوم، دملګرو تر منځ مشهوره وه چې لس کاله قید ښه دی، خو نه دا چې تحقیق بیا له سره پیل شي! ما به ویل دا ملګري ولې داسې وايي! خو کله چې ور سره مخ شوم! د عاطفې د پرېکړې په نتیجه کې ما هم همدا هیله کوله! خو کله چې بیا را خلاص شوم پوه شوم چې ډېر ځله د عاطفې پرېکړې نیمګړې وي!
 له ما نه لومړی د مختلفو خارجي او داخلي محققینو له خوا تحقیق وشو، ملګري هم ټول حیران وو چې سړیه له مونږ خو نه یو ځل تحقیق کوي له تا نه ولې دوه ځله تحقیق کوي! ما ویل زه هم نه پوهېږم چې دوی په ما د چا ګومان کړی! ما يې دا ژړل، که ګورم تحقیق را غبرګ شو! هم د امریکایانو له خوا او هم د کرزیانو له خوا، که څه هم چې د امریکایانو دا ځل تحقیق تر لومړي ځل ښه و، خو لومړی ځل تحقیق یې هم له کرزیانو ښه و، او د کرزیانو دوهم او دریم ځل ډېر خطرناک وو!  
په مجموع کې له ما نه شپږ ځلې د اوو محقیقنو له خوا تحقیق وشو، خو د لوی الله جل جلاله په لوی فضل سره تر پایه پورې یې داسې څه تر لاسه نه کړل چې د دوی ښه پرې وشي! په سلو کې یې یو فیصد صحي معلومات هم را نه تر لاسه نشوای کړی!! ما له حکمت عملي نه کار ور سره واخیست، او هغه داسې چې په کوم جرم چې دوی زه نیولی وم، ما یې لاره په بله کړه، ما ویل په دغه لاره نه یم تللی، تاسو ته چې چا راپور در کړی هغوی اشتباه کړې او یا یې را پور دقیق نه دی، ما داسې یو څه کړي چې تاسو یې جرم بولئ خو هغه په بله برخه کې ، په دې برخه کې نه، کوم چې تاسو یې له ما نه معلومات غواړئ. دا چې له دوی سره دقیق معلومات نه وو په دې راضي شول!
ما په زندان کې نورو ملګرو ته هم همدا مشوره ور کوله، کوم ملګری به چې را سره مخ شو، او پوه به شوم چې مخلص ملګری دی، نو به مې ورته ویل چې سړیه وچ انکار مه کوه، ځکه چې عیبي کوي دي! او په پای کې معلومات هم در نه اخلي، له حکمت نه کار ور سره واخله، ورته ووایه چې سمه ده ما کار کړی، خو په بله برخه کې، په دې توګه به له یوې له وهلو ټکولو نه زر خلاص شې، او له بله پلوه کوم معلومات چې ور کوې د هغه پر اساس به ستا نور ملګري نه نیول کېږي، او نه به دوی ته کومه ګټه کوي، بلکې لا به پسې لا لهانده او سرګردانه ګرځي!
ما په لومړي سر کې ورته وویل چې ګورئ کوم څه چې تاسو غواړئ هغه له ما سره نشته، خو دا چې تاسو خامخا یو څه غواړئ، او د پیپ، لغتو او سوکانو په زور یې غواړئ، او بل هېڅ نه منئ، نه قسم منئ، نه قرآن منئ، نه الله منئ، یوازې او یوازې خرپ او ترپ مو کار دی، نو بیا داسې وکړئ چې وهل مه کوئ زه حال درته وایم، دوی ویل سمه ده، لږ خیالي حال مې چې ورته وویلو دوی ډېر خوشحاله شول، د نورو هیله ور سره پیدا شوه، ما ورته ویل چې سړیه نور څه نشته بس همدغه وو چې دا درته ومې ویل، نور نو وهل مه  کوئ، تاسو خو که سړی حال درته وایي هم نه یې پرېږدئ او وهئ یې او که  حال نه درته وايي هم وهئ یې! دا نو اوس کوم قانون شو! له دې سره به دوی غلي شول!
یو ملګری غریب د مشرقي وو،  په ریاست ۹۰ کې یې زمونږ خونې ته راووست، پښې يې تکې شنې شوې وې، پړسېدلې وې، پوستونه یې اچولي وو، او په شین والي کې تورې شوې وې! موږ ویل سړیه دا ولې! وايي دا خو یې ډېر سخت سخت ووهلم! درې ځله مو ضعف وکړ! هر ځل به مې چې ضعف وکړ، بیا به یې اوبه راباندې واچولې، چې په خود کې به شوم، بیا به یې شروع را باندې وکړه، آخر مې له وسه خبره ووته مجبور شوم حال مې ورته وویلو، ځکه نه کېده، څه به مې ورسره کړې وای! مونږ چې دغریب حال ولید، زړونه مو پرې وخوږېدل، ډېر سخت یې وهلی و، پښې یې ور عیبي کړې وې! ما ورته ویل وروره خپه نشې، تا خو نادره کړې ده، هم دې ځان پرې عیبي کړی او هم دې قید ګټلی! ته چې په دې پوهېدې چې  دوهلو توان نه لرم نو په لومړي سر کې به دې خبره ورته کړې وه، که قید در باندې راغلی وای هم، نو ځان خو به دې نه عیبي کېدو، او که دې په ځان باور وای چې ورته ټېنګېدای شم بیا به تر پایه ورته ټينګ شوی وې چې هر څه کېدل! اوس خو دې ظاهرا په دواړو خواوو کې تاوان کړی الله جل جلاله دې اجرونه اوعوضونه در کړي!
ما نورو بندي ملګرو ته هم ویل چې هر هغه څوک چې په ځان ټینګ باور لري چې تر پایه وهلو ته ټینکېدای شم، نو بیا دې حال نه ورته وايي، کېدای شي له یو څو ورځو وهلو ټکولو وروسته آزاد شي، او که څوک په ځان باور نه لري، نو بیا دې سر نه ور سره تمبه کوي، خبره دې ورته وکړي، خو اصلي خبره نه، بلکې بله خبره، په دې توګه به له یوې خوا له وهلو ټکولو نه خلاص شي او له بلې خوا به یې قید یو څه سپک شي!

عبد الحنان مجاهد

————–

ددې لیکني نورو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x