ټولنیزه برخه

له ژونده زده او مبارزه وکړئ، ځکه له هرې تياري شپي وروسته رڼا وي

شمس الدين امين 

(رښتيني مبارزه او د هدف ټاکل به مو خپل منزل مقصود ته په رسون کې لاسنيوي وکړي.)

د دې دنيا ژوند د ډيرو سختو، لوړو او ژورو سره مل دی، انسان همېش پوره نه وي، او نه هم د همېش لپاره په يوه حالت کې برقراره وي. د ادم له پيداېښت  تر اوسه په ټولو نسلونو کې د ښه او بد په کولو سره انسانان په مختلفو ګروپونو او ډلو ويشل شوي دي. د بشريت د لارښوونې لپاره خالق المخلوقات په مختلفو وختونو کې د خپلو استازو په استولو سره د بشريت مرسته او لاسنيوی کړی دی. زمونږ خوږ پيغمبر نبی کريم ص چې مخلوقات يې له رويه پيدا شوي دی د يو داسې لوي رسالت په ترسره کولو مامور شوی وه، چې د هغه له ژوندون وروسته د مخلوقاتو تر پايه به يې په بيلونونو انسان په نقش قدم روان وي. اما، د وخت په تيريدو سره د انسانانو په چال چلند کې بدلونونه او د الهي لارښونو په سمه توګه نه تعقيبولو سره د نړۍ په حالاتو کې د پام وړ بدلون رامنځ ته شوي او رامنځ ته کېږي، د نموني په ډول د ا فغانستان په مظلوم ولس باندې د بهرنيو اشغالګرو حملي، او د داخلي ظالمانو ظلمونه، چې د وخت په تيريدو سره په مختلفو څيرو سره را ښکاره کېږي او د خپلو شومو موخو لپاره له مختلفو طريقو څخه په استفاده دا مظلوم ولس ځوروري.

د دې ټولو نا کرديو په خوا کې يو سلسله انسانان شتون لري چې  د نورو له ځورلو خوند اخلي، او خپله ساعتيري يې ګرځوي. د دې ډلي څخه د بشريت دښمنان محسوب دی، چې په  داخل کې يې ټولي ترهګري ادارې، نظامونه او ټولي هغه شبکي دي چې د خپلو شخصي اهدافو لپاره نور استعمالوي او په خپله د خير په غونډۍ ناست او ننداره کوي. زمونږ په ګران وطن افغانستان کې د دې ډلو مثالونه د تاريخ په سپينو پاڼو کې په زرينو تورو ليکل شوي، او د حساب کتاب په وخت کې به يې الله ج شرموي او د ټولو ناکرديو پوښتنه به تري کېږي.

يو شاعر څه ښه ويلي دي. (د دې بيت محتوا شايد بدله وي)

په ما دي وکړي په تا وشه

واړه دي مړه شه لوی دي وغواړه خيرونه

يا بل شاعر ويلي دي،

دا مظلومي سپينې اوښکي به سيلاب جوړوي

د تاريخ سپينه صفحه کې نوی باب جوړوي

نو په داسې ژوندون کې د خپلو اهدافو ته رسيدلو لپاره باېد انسانان سالمه مبارزه وکړي او د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره باېد هېڅکله هم لاس په سر نه او ماتي ونه مني زمونږ رب ډير يو غيرتي ذات دی او په خپلو بنده ګانو باندې په سختو کې رحم او لاسنيوي يې کوي. نو راخي چې په ګډه سره د داسې ډلو چې زمونږ د ګران وطن د بربادې لامل دی مبارزه وکړو او خپل وطن او ټوله نړۍ يې له شره خلاصه کړو حتی که زمونږ په قربانيو هم وي.

په سپيڅلي مينه

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x