ادبي لیکني

ستا له پاره

شمس الدين امين

«. د خپل ژوند د کتاب خوږه برخه مې وتړله….

«. غواړم د ژوند د سختيو سره مبارزه وکړم….

«. هره و رځ راباندي د سل کالو په شان تيريږي…

«.  د شپو خو پوښتنه مه کړه..

«. د ژوند يوازينی مقصد مي ته يې.

ستا لپاره ای زما د زړه سر وطنه!!!!

تا لپاره زيار باسم…..

تر څو د نړيوالو سيال شي.

له هري خوا غني شي…

د ټوپک پر ځاي دی د بچيانو لاسو کې قلم ووينم…

د غم پر ځاي دي په کليو او ښارونو کې خوشحالي ووينم..

اي وطنه!!!

الله ج دی مونږ ته وس راکړي چې د سيالانو سيال دی کړو..

کاشکي د انسانانو تر منځ دوستي لکه د سترګو او لاسونو په شان وای؟

کاشکي! ، ځکه

کله چې لاس په درد شي سترګي ورته ژاړي..

او کله چې سترګي ژاړي لاسونه ورته اوښکي پاکوي..

ش. امين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x