نظــر

دفتري سیاست او غیبت

 جان محمد مهربان

دلته دسیاست او غیبت پر اصطلاح نه ږغېږم ځکه چي هرڅوک په پوه دئ خو دفتري سیاست او غیبت په هره کاري مؤسسه کښي سته.

دفتري سیاست دامعنی چي مدیر ته ورسپارل سوی صلاحیت هره ورځ څنګه نتیجه ورکوي. دفتري سیاست ددفتري ځواک اواجتماعي شبکې استعمالولو ته ویل کیږي چي ددې په وسیله سره یو دفتري مدیرکولای سي چي بدلون رامنځ ته کړي اودمؤسسې ګټي تر لاسه کړي. ددفتري سیاست له لاري، ددفتر مدیر باید پر خپلو کارمندانو باندي تاثیر او نفود ولري. مثبت دفتري سیاست دکارمندانو مؤثریت ډېروي، بدلون چټک کیږي او دمؤسسو ګټو ته ځان رسوي.

کېدای سي چي په مؤسسه کښي افراد او ګروپونه ددفتر په سیاست کښي داخل سي اوددفتر له امکانانوڅخه دخپل ځان په ګټه کار وکړي چي دې ته بیا منفي دفتري سیاست وايي اودادمؤسسې په سخت تاوان تمامیږي. مسلکي دفتري مدیر باید ددغسي دفتري سیاست مخنیوی وکړي. مهمه داده چي دمؤسسې کُلي سیاست په نظر کښي ونیول سي او له هغه سره سم دفتري سیاسي فضا رامنځ ته سي.دفتري سیاست ستاسو دتولیداتي ماشین تېل دي چي ستاسو مؤسسه دوامداره درته ساتي. که چیری دفتري سیاست له منجېجمینټ څخه افرادو ته انتقال سي، نو به حتماً دنورو کارمندانو په منځ کښي دمؤسسې پر ضد دغیبت کولو زمینه برابریږي.

منفي دفتري سیاست هغه مهال رامنځ ته کیږي کله چي کارمندان وغواړي چي ورکړل سوی صلاحیت غلط استعمال کړي چي په مؤسسه کښي دنورو توجه ځان ته ور واړوي او په دغه ډول ځان مشهور کړي. ځینی کارمندان غواړي چي دنورو کارمندانو په تاوان ځان رئیس ته مؤثر ثابت کړي خو که تاسو واقعي دفتري مدیران یاست،باید ددغسي سلکوک مخنیوی وکړئ.

غلط دفتري سیاست دکارمندانو مؤثریت کموي او مؤسسه له تاوان سره مخ کوي. کله چی ستاسو په دفتر کښي غلط سیاست خپور سو نو بیا دکارمندانو څخه توقع مه کوئ چي پر کار تمرکز وکړي ځکه چي همدغه غلط دفتري سیاست ستاسو دکارمندانو فکر ورخرابوي او په نتیحه کښي یو په بل پسي دفتري غیبت شروع کیږي. ددفتر مدیران او کارمندان باید په یاد ولري چي دفترورته دښه کار په مقابل کښي معاش ورکوي نه داچي دوی غلط دفتري سیاست رامنځ ته کړي.

دغلط دفتري سیاست په نتیجه کښي همکاران په دښمنانو بدلیږي، کارمندان بیا له بل سره کومک نه کوي ځکه چي دباور فضا دهمدغه غلط دفتري سیاست په نتیجه کښي له منځه ځي. غلط دفتري سیاست دکارمندانو ترمنځ شخړي رامنځ ته کوي، اصلي کار به پاته وي او ټول ورځ به دشخړو په حل تېریږي. غلط دفتري سیاست دهیڅ یو کارمند په ګټه نه دئ.

مسلکي دفتري مدیر باید کوښښ وکړي چي خپل صلاحیتونه په ښه ډول وکاروي او دکارمندانو ترمنځ دباور فضار رامنځ ته کړي.

دغه هدف ته درسېدو له پاره پرانیستي بحثونه ښه نتیجه ورکوي، دبحث پر مهال باید هیڅوک خپل دټېم دغړي بې ځایه دفاع ونه کړي، مسلکي او شخصي ژوند باید سره بېل سي. که په انټرنیټ کښي وګورئ، داسي ډېري کمپنیاني به پیدا کړئ چي دغلط سیاست له وجهي له ډېرو سختو مالي تاوانونو سره مخ سوي دي. نو تاسو باید همېشه کوښښ وکړئ چي په دفتر کښي داسي یومثبت دفتري سیاست رامنځ ته کړئ چي دټولو په ګټه وي او غیبت ته زمینه جوړه نه سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x