
خوب نه درځي؟ دغه لارښوونې مو مرسته کولی شي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۱۴مه ۱۳۹۵ل): سخت ژوند او له اندازې زیات بوختیا د انسانانو د خوب اندازه په اوسط ډول ۶ ساعتونو پورې محدود کړی (روغتیايي کارپوهان په ۲۴ ساعتونو کې د ۷ ساعتونو څخه تر ۸ ساعتونو خوب کولو مشوره ورکوي).
د ټکنالوژي او معلوماتو په دې زمانه کې هر انسان د خوب په ارزښت پوهیږي خو ځینې وختونه وروسته له ډیرو هڅو بیا هم ځینو کسانو ته خوب نه ورځي.
که تاسې ته هم خوب نه درځي او غواړئ د شپې ارامه خوب ولرئ نو لاندې ورکړل شوي طبیعي او اسانو لارښوونو ازمویولو سره کیدی شي ستاسې دغه ستونزه د تل لپاره له منځه ولاړ شي.
د خوب لپاره تر ټولو غوره او بهتره طریقه د الله (جل جلاله) ذکر او د قرانکریم تلاوت دی کوم چې د انسان له زړه او دماغو د اندیښنو لرې کولو سره انسان ته د زړه سکون او ارامتیا بښي. لاندې ورکړل شوي ځینې ساینسي لارې هم ازمویلی شئ.
تړمې شیدې او ګبین (عسل)
د شپې له ویده کیدو وړاندې په یو ګیلاس تړمو شیدو کې د خپلې خوښې په اندازه ګبین واچوئ. د دغې مشروب څښل د ښه خوب راوستلو لپاره تر ټولو غوره طریقه ده. په شیدو کې د ټرایپټوفان نومې امینو اسید شتون لري چې سیروټونین نومې هورمون کوم چې اعصابو ته د خوب سګنل ورکوي اندازه زیاتوي. د ګبینو په څیر کاربوهایډریټونه د دغې هورمون اندازه په ډیره چټکۍ سره زیاتوي.
د خوب چاپیریال جوړول
ځینې خلک بیا د ارامه خوب لپاره یوازې د خوب چاپیریال ته اړتیا لري. د دې لپاره خپل سمارټ فون او لیپ ټاپ په ګډون ټول اوزار له کوټې څخه بهر یا لږ تر لږه خپل د خوب له بستر څخه لرې کیږدئ ځکه چې د دغو اوزارو د اسکرین رڼا او غږونه انسان خوب ته نه پریږدي.
ورزش وازموئ
که کومه اندیښنه مو د شپې خوب ته نه پریږدي نو یوګا او یادښت لیکلو هڅه وکړئ، تای چي نومې ورزش هم د ذهني فشار له منځه وړلو لپاره ډیر پیاوړی ورزش دی، د یوې څیړنې پر بنسټ د دغې ورزش عادت په انسان ډیر ژر خوب راولي.
د خوب لپاره وخت وټاکئ
که چیرې د شپې زیاته برخه په ویښه تیروئ نو د خوب وخت ټاکل تاسې لپاره تر ټولو غوره نسخه ثابت کیدلی شي، یعني په ورځنی ډول پر ټاکلی وخت د خوب بستر ته تګ او په ټاکلی وخت پاڅیدلو هڅه وکړئ، همداراز له خوب څخه وړاندې مطالعه هم اعصابو اراموي.
په نیمه ګرمو اوبو غسل
که څه هم دغه طریقه د ګرمیو لپاره نه دی خو په نورو وختونو کې له خوب څخه یو نیم یا دوه ساعته وړاندې په نیمه ګرمو اوبو ځان وینځل د ښه خوب لپاره ډیر زیات ګټور دی.
خپل درملو ته کتنه وکړئ
یو شمیر درمل په خوب اغیز کولو سره د بې خوبۍ لامل ګرځي، که چیرې تاسې کومه ناروغي لرئ او له بې خوبۍ څخه کړیږئ نو له خپل ډاکټر سره د خپل درمل یا يي اندازې کې بدلون په اړه مشوره وکړئ.