نظــر

اتلان څوک دي؟ نوم ورکي مجاهد که تښتيدلي يرغلګر

برتانيې خپلو يو سل او اولسو سرتېرو ته د ستاينې د مډالونو ورکولو اعلان کړى دى، دغه مډالونه د زړورتيا ښودلو په بدل کې انعام دى، چې د هغوى په وينا يادو سرتېرو په يو شمير پېښو کې ښودلې ده!!

د اعلان تر مخې دا د برتانيې د اشغالګرو ځواکونو په ليکو کې افغانستان ته را استول شوي سرتيري دي، د (Operation HERRICK 17) په نوم عملياتي ماموريت کې يې برخه اخيستې، د برتانيې حکومت د هغوى د خدماتو په بدل کې پريکړه کړې هغوى وستايي او اعزازي مډالونه ورکړي.

هر يو يې ځان ځانته کيسه، او د بهادرۍ افسانه لري، البته دا د هغوى په زعم او د هغوى د خولې خبرې دي، خو ما دومره وخت وموند چې د دوه دغسې ستاينې!! وړ انګريزي يرغلګرو لنډې کيسې ولولم، کومې چې په غربي رسنيو کې خپرې شوې دي.

(Tuljung Gurung) يو له هغو يو سل او اولس تنو انګريزي عسکرو دى چې د ستاينې مډال ورکړل شوى، هغه ته د انګريزي پوځ لخوا د زړورتيا درېيم ستر پوځي نښان يا اعزاز ورکړل شوى دى، دغه نښان د (Military cross) په نوم ياديږي.

دا د دوه زره او ديارلسم زېږديز کال د مارچ د مياشتې  دوه ويشتمه نېټه ده چې دغه سرتېرى يې د اتلولۍ!! بام ته پورته کړى دى، او خپله کېسه يې داسې کړې:

سهار وختي په سيمه ايز وخت څلور بجې دي، دوه تنه په وسله سمبال طالبان د هلمند ولايت د نهر سراج په سيمه کې د يرغلګرو د يو مرکز د څار د برج په لور په ځغاسته دي، دغه مرکز د ((Patrol Base Sparta) په نوم ياديږي.

سرتېرى!! پر دوه تنو مجاهدينو د دريدلو غږ کوي، خو د ځواب پر ځاى د مجاهدينو د توپک له خولې مرمۍ راوځي، او رسا د يرغلګر سرتيري پر سر ننوځي، د سرتيري مرمۍ ضد خولۍ ټوټه ټوټه کوي، او يرغلګر پر ځمکه راغورځيږي.

انګريز سرتيرى لا د خپل ځان په راټولولو بوخت دى، چې همدا مهال په هغه د لاسي بمونو بريد کيږي، خو د سرتيري!! په وينا، هغه له چاودنې وړاندې ګرنيټ راپورته کوي او لرې يې غورځوي!! د ګرنيټ چاودنه يرغلګر ته يوه بله ضربه ورکوي او يو ځل بيا په ځمکه راپريوزي.

سرتېرى!! په داسې حال کې چې نه څه ويني او نه څه احساسوي، کله چې د چاودنې ګرد او دوړې کيني، ناڅاپه ګوري چې يو معجزه صفته مجاهد يې مخې ته ولاړ دى، سرتېرى!! خپل ټوپک بايلي، خو خپله برچه راباسي، او د هغه په وينا لاس په لاس جګړه پيل کوي.

سرتېرى!! وايي (دا مهال زه د يو ليوني په څېر وم او په هغه مې ګوزارونه کول، تر دى چې بريد کوونکو مرکز پريښود او په يو دو له ديوال واوښتل).

مجاهدين د يرغلګر څخه په همداسې ډول فنا کيږي، لکه څنګه چې په غير متوقع ډول د هغه مخې ته راپيدا شوي اود سترګو په رپ کې د هغه د څار برج ته رسيدلي وو.

د همدې اعزازي!! سرتېرو يو بل يې (Josh Griffiths) نوميږي، دا د برتانيې د پوځ په دوهم ستر پوځي مډال چې (Conspicuous Gallantry Cross) يې بولي، نازول شوى دى.

د ده کېسه د يرغلګرو پر يو مرکز د استشهادي عملياتو پورې تړلې ده، دا د مارچ د مياشتې پنځه ويشتمه نېټه وه چې د هلمند ولايت د نادعلي په ولسوالۍ کې د (Patrol Base Folad) په نوم يو مرکز درانده بريدونه پيل شول.

ماښام مهال و، دغه سرتېرى!! بيګا ناري ته روان و، چې پر مرکز د موټر په واسطه لومړى دروند فدايي بريد وشو، څلويښت متره ديوال يې ونړاوه، او لومړي بريد د دغه انګريزي زړور!! پوځي ملا ورماته کړه، تپه تياره شوه، خو سرتېرى!! په خپله افسانه کې وايي چې ټوپک ته يې لاس کړ پر هغو بريد کوونکو يې ډزې وکړې چې د ده پنځوس مترۍ ته رسيدلي وو، او توانيد چې خپل ملګري وژغوري.

حقيقت دا دى چې يرغلګر هېڅکله هم اتل نه شي بلل کېداى، او په ځانګړې توګه هغه چې ماتې يې خوړلې وي، د تيري کوونکي ځواک مشران د همېشه لپاره خپل پوځيان په جعلي مډالونو او نښانونو نازوي، غولوونکي القاب ورکوي، او د مزورې اتلولۍ نقاب پرې غوړوي، د هغوى مقصد يوازې او يوازې د خپلو سرتېرو د روحياتو تقويه کول وي، او دا هر څه له دې ډاره کوي چې بزدله خلک وېره لري هسې نه لښکر يې د جګړې له ميدانه په شا نه شي.

انګريز هم په افغانستان کې درې ځله ازمايل شوى، او انجام د ماتې سره مخ شوى، د دې هيواد هر ووړ او زوړ په دې پوهيږي، چې د اوسنيو انګريزانو پلرونه او نېکونه په افغانستان کې د څومره ناوړه برخليک سره مخ شوي.

هو ريښتيا! د دې هيواد کاڼي او بوټي هم د دوى د سرټيټې تېښتې ګواهي ورکوي، زمانې لا د ننګرهار ولايت د خوګياڼو په ولسوالۍ کې د انګريز د ماتې هغه څلي نه دي نړولي چې د لويې برتانيې!! د ماتې يو روغ رمټ  شاهد دى.

خو راځئ! د لندن د يو ويشتمې پېړۍ دغه بزدله اتلان د اتلولۍ د صحنې د مقابل لوري، او دوهم لوبغاړي سره پرتله کړو او وګورو چې اتل څوک دى.

ډېره هڅه مې وکړه چې د نهر سراج په سيمه کې د سلګونو يرغلګرو څخه پر ډک مرکز د بريد کوونکو دوه تنو افغاني مجاهدينو د بريد لږ څه جزئيات پيدا کړم، د انټرنيټ لسګونه پاڼې مې وکتلې، د روان ميلادي کال د مارچ او ورپسې مياشتو کې چاپ شوې مجلې او نشريې مې هم پاڼې پاڼې واړولې، خو ونه توانيدم، د دغو زړورو او باتورو افغانانو د هغه بريد تفصيل يا لږ څرک هم پيدا کړم چې انګريز پوځ يې په بدل کې خپل سرتيري!! ته د زړورتيا مډال ورکړى دى.

که څه هم ما خپله ورکه ونه مونده، او مايوسۍ مې د فکر پاڼه خړه کړې وه، خو په زړه کې مې يو ډول رضاييت محسوساوه، او په دې پوهېدم چې اصلي اتلان د نهر سراج بريد کوونکي دي، د لندن دفاع کوونکى نه، په دې اړه مې د فکر نيلى تر ډېره وزغلاوه چې دغه دوه زړور به څوک وي؟ چې د اسلامي امارت په پوځي راپورونو کې يې هم خبر نه شته، په عامو رسنيو کې يې هم راپور نه دى خپور شوى، او کومې سرچينې هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

زړه مې پوښتنه راځواب کړه، او په دې تسل شوم، چې دا نوم ورکي مجاهدين به د نهر سراج کوم غيرتي اوسيدونکي وي، چې ازاد فکر يې شپه ورترخه کړې، او د کوم زړه راښوونکي سهار په شنه لړه، يې پر انګريزي يرغلګرو خپل ټټر يخ کړى، او خداى خبر چې اوس به پاک رب له لورې د شهادت په مډال نازول شوي وي، او که به لا هم په خپلې سپيڅلې لار مخ په وړاندې ځي.

دا خو د دوښمن د خولې خبره ده چې په يوه برچه يې مقابله کړې، خداى خبر دى چې دې دوه اتلانو به پر څومره ککريو پښې اړولې، او دې سرتيري ته رسيدلي وي.

عقل هم د يرغلګر خود ساخته داستان نه مني، بريد کوونکى دومره پوخ پوځي مهارت لري چې د انګريز د غږ په مقابل کې د هغه په کوپړۍ مرمۍ نښلوي، د سترګو په رپ کې د هغه مورچلې ته ګرنيټونه غورځوي، بلا فاصله او نقشې د څار برچ ته ورپورته کيږي، او لکه د مرګ د فرشتې په څېر وسله په لاس د دوښمن پر سر دريږي، د تعجب خبره ده چې داسې نظامي کمانډو بيا د برچې له څو ګوزارونو څنګه په شا کيږي؟ په داسې حال کې چې د مرګ له وېرې پړتکې وهونکى دوښمن يې هم په مخ کې پروت دى، خو يو څه کېدلاى شي چې هغه پر دوښمن هم د يو مجاهد زړه سوى دى.

که د غليم د سرتيري کېسه ريښتيا وبولو، نو دا بيا د افغان نوم ورکي اتل غازي د جنګي اخلاقو کمال، او د انساني عاطفې بشپړتيا ده، چې پر مړ دوښمن يې هم ګوزار ونه کړ.

د دوهم پوځي کېسه بيا له سره تر پايه په درواغو بنا ده، پر حقايقو خاورې اړول شوي دي، او هغه څه چې په افغانستان کې تېر شول د لندن واکمنانو له خپل ملت څخه پټ کړي دي.

د روان ميلادي کال د مارچ د مياشتې د پنځه وېشتمې نېټې ماسختن، د اسلامي امارت څو زړورو فدايانو د هلمند ولايت د نادعلي په ولسوالۍ کې د بهرنيو يرغلګرو پر يو مرکز د پراخو بريدونو سره پيل کړ، د دې بريدونو په اړه د اسلامي امارت وياند ښاغلى قاري محمد يوسف احمدي داسې وايي:

(دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍ دنري مانده په سيمه کې پر خارجي قرارګا د الفاروق  دا حيرانونکى او کامياب  بريد داسې پيل شو چې لمړي قهرمان فدايي مجاهد شيخ احمد هغه مازدا ته چې پکې زيات شمير چاوديدونکي مواد ځاى پر ځاى شوي وو. په ډير برياليتوب سره د نوموړې قرارګا په دروازه کې چې نظام قراول ته څيرمه ده انفجار ورکړ.

له دې کاري انفجارسره  ګڼ شمير يرغلګر چې د پېښې په ځاي کې يې شتون درلود  د مرګ کومې ته ولويدل له موټربم حملې وروسته  نورو يوولس تنو جنګ آزموده استشهادي  مجاهدينو له موقع نه په استفادې دننه قرارګاته لاره وموندله اوپر پاتې خارجيانو اواجيرانو يې باړونه وچلول

 په دې اتلوال بريدکې  تر څلويښت پورې خارجي يرغلګر ووژل شول او ترشلو زيات يې زخميان شول، تر شپږ تنو پورې کورني عسکر هم پکې ووژل شول  او دقرارګاه دوه بالونونه هم په بشپړه توګه له منځه تللي.

په جګړه کې د دې يوولس کسيزې فدايي ډلې يو تن مجاهد ملا حکمت الله د شهادت لوړمقام چي د ژوند يوازنۍ ارزويې وه ترلاسه کړ (انالله وانا اليه راجعون )، او پاتي نورلس تنه مجاهدين له ګڼ شمير مختلف النوعه اسلحو سره روغ رمټ ول خپلو مرکزونو ته سالم او غانم ستانه شول).

قاري يوسف زياتوي چې د درنو تلفاتوپه ليدلو سره پاتي خارجي جنايت کارانو چې د جګړي  نور توان  يې له لاسه ورکړ ځانونه يې د مجاهدينو له  کاري بريد ونو  څخه خپلو پټنځايونو ته په تيښتې سره وژغورل، ښايي د انګلستان اتل چې په دوهم ستر پوځي نښان يې نازولى د همدې بې زړه او ډارنو له شمېرې وي چې يوې څنډې ته شوې، او د جګړې له ډګره يې ځان ګوښې ته کړى دى.

دا به د خداى وعده وي، چې يرغلګر يوولس تنه فدايان هغه هم په مرکز خواره واره، د دوښمن په سترګو کې ډېر ښيي، او يرغلګر ادعا کوي چې لږ تر لږه دېرش تنه بريد کوونکو په دې بريد ګې برخه درلوده، خو دا بيا د دوښمن هغه راڼه درواغ دي، چې بريد کې يې يوازې د يو تن مرګ او شا او خوا څوارلسو نورو ټپي کېدل منلي دي.

د جګړې د ډګر د دې دواړو ډلو اتلولۍ د انصاف تلې ته اچوو، او ګورو چې اتل څوک دى:

هغه چې د جګړې له ډګر تر لندنه تښتېدلى، او که هغه چې اوس هم د قربانۍ په ميدان کې ولاړ دى؟؟

هغه چې له وېرې يې له ځانه څو ډوله ديوالونه را تاو کړي، او که هغه چې په همدې ديوالونو لکه د زمري په څېر ور اوښتى؟؟ څو د دين او هيواد د دوښمن د خوب خونې ته ځان ورسوي.

هغه چې په تېښته يې خپل سر ساتلى، او که هغه چې د سر بايللو لپاره د سلګونو په وسله سمبالو سرتېرو تم ځاى ته ننوتلى؟؟

هغه چې د ژوند او مرګ په لوبه کې يې د سرلوړۍ مرګ ته ترجيح ورکړى، او که هغه چې د ټيټ سترګۍ ژوند ته؟؟

هغه چې له خپل ناموسه دفاع کوي، او که هغه چې پر پردي پت يرغل کوي؟؟

هغه چې مبارزه  يې يو معنوي درنښت لري، د نوم او نښان پسې نه ګرځي، او که هغه چې پر ظاهر غوليږي، او د شهرت تږي دي؟؟

او بالاخره هغه چې مرګ ته په خندا ورځي، او که هغه چې له مرګ څخه تېښته کوي؟؟

برتانيې په خپل زرګونه سرونه پوځ کې يوازې يو سل او اولس د دې وړ وګڼل چې پر ټټرونو يې د ستاينې مډالونه وټومبي، خو د افغانستان په هره کوڅه کې همداسې اتلان شته، دلته تنکيو تنکيو ژڼکيو په ډکو بازارونو کې له خارجي يرغلګرو سرونه پرې کړل، په ډکو پوځي مرکزونو کې يې پر دوښمن بريدونه تر سره کړل، سپين ږيرو پر ځان پورې اور او باروت وتاړه او د دوښمن د پنډيدو منځ ته ورغلل، مېرمنو د خپل ملت د عفت غچ واخيست، او ځوانانو خپلې صفتي ځوانۍ قربان کړې.

زه د همدې ليکنې له لارې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ته وړانديز کوم چې د اسلامي امارت لخوا د ستاينې رسمي نښانونه متعارف کړي، او د دې وياړلي هيواد د وياړلي ملت ريښتيني بچيان نه يوازې، د استشهادي او فدايي بريدونو تر سره کوونکي بلکې د سترو معرکو  رهبري کوونکي، سترو عملياتو پلان ګذاري کوونکي، د برياليتوب توغ لوړونکي، او نورو برخو کې  ځلېدونکي مجاهدين په دغو بيلا بيلو د زړورتيا او شهامت په مډالونو او نښانونو په ډاګه ونازوي، څو نړۍ وويني چې د افغانستان ملت د قهرمانانو حق پېژني، او تاريخ د دغه اتلانونو نومونه د زمانې په دې پړاو  کې په وياړ سره ثبت کړي.

2013-10-12

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x