لوګر : ازره کې بهرنۍ چورلکي بېړنۍ ناسته کړې ، عمله يې طالبانو نيولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۴مه ۱۳۹۵ل):د لوګر ولايت ځايي چارواکي وايي په ازره ولسوالۍ کې بهرنۍ الوتکي بېړنۍ ناسته کړې.

د ازري ولسوال حميدالله حميد وايي په اوبختي نومې سيمه کې د بهرنيانو هليکوپټر بېړنۍ ناسته کړې او عمله يې د طالبانو لاس ته لوېدلې.

حميد زياتوي د چورلکي له ناستي سره سم طالبان سيمي ته رسېدلي او د چورلکي عمله يې نامعلوم ځای ته انتقال کړي.

د لوګر ولايت د ولايتي شورا غړی ډاکټر عبدالولي وکيل وايي ياده هليکوپټر د پاکستان اړوند ده او شپږ تنه عمله يې د طالبانو لاس ته لوېدلې.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي خپاره کړي.

د سيمي اوسېدونکي وايي د چورلکي له بېړنۍ ناستي سره سم سيمي ته طالبان راغله ، چورلکي ته يې اور ورته کړ او عمله يې له ځان سره يووړل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ساپی
میلمه
ساپی

الوتکه دخرابی هواء له وجهي یاخودیوال سره خوله په خوله شوی اویا یی بیړنئ ناسته کړي عمله اوپایلوټ یی بله چورلکه کابل هوایی ډګر ته رارسولی ده.
صدیق صدیقی
دولت وزیری