
دطالبانود سیاسي دفتر دغړیو لنډه پېژند نه
دطالبانو دسیاسي دفتر غړو ته هغه وخت زیاته توجه واوښته کله چې دروان ۲۰۱۳ میلاد ي کال دجون په میاشت کې طالبانو دخپلو سیاسي فعالیتونو په موخه په رسمي توګه دقطر عربی هیواد په مرکز دوحه کې د (اسلامي امارت ) په نامه سیاسي دفتر پرانیست ،دا دفتر ترډیره ځنډه فعال پاته نشو دفتر وروسته له هغه وتړل شو کله چې دکرزي دحکومت چارواکو ، دپارلمان ځیني غړو او شمالي ټلوالې شدید مخالفت وښود
. دپارلمان غړو وویل چې په قطر کې دطالبانو ددفتر ځړول شوې لوحه او سپین بیرغ داسلامي امارت معنی ورکوي نه دطالبانو دیوې نماینده ګۍ ،وروسته له هغه طالبانو ته وویل شول چې د دوئ پر دفتر ځړول شوې لوحه لرې کړي او رپاند سپین بیرغ دي راکښته کړي، طالبانو له دخبرې سخت مخالفت وښود او په خپل دریځ کلک ودریدل،دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند مولوي محمد نعیم هغه مهال رسنیو ته وویل چې ،سپین بیرغ او دامارت نښان ددوئ د اسلامي نظام یوه نه جلاکیدونکې برخه ده. ددواړو غاړو دمخالفتونو له امله دفتر معطل پاته شو چې تر نن پوري همدا دفتر تړلې پاته دي . وروسته په دې موخه چې دمذاکراتو جریان بیرته جاري وساتل شي دقطر هیواد ته دامریکا یو شمیر لوړ پوړو چارواکو په دې موخع سفرونه وکړل ترڅو له طالبانو سره خبرې وکړې ، خو طالبانو ورسره له لیدو کتو ډډه وکړه .
د دفتر له پرانیستو وروسته په مطبوعاتو کې دطالبانو دسیاسی دفتر دځینو غړو بیوګرافی او لنډه تعرفي نشر شوه، خو ددې دفتر د ډیروغړو له نومونو سره خلګ نااشناوو.
دطالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره کې دیاد دفتر داکثرو غړو لنډ ژوند لیکونه نشر شوي. (نن ټکی اسیا)یې له الاماره ویب پاڼې نه په مننه دخپلو مینوالو دلا معلوماتو په مقصد کټ مټ نشر ته سپاري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د غړیو لنډه پېژندنه
ملا محمد عباس:
محمد عباس د خدای نظر زوی، د ارزګان ولایت، د خاص ارزګان ولسوالۍ په قدم شالي کلي کې په کال ۱۳۳۷ هـ ش کې زیږېدلی.
ابتدايي تعلیم یې د متک خان په متوسط ښوونځي کې ویلی، او دیني خصوصي تعلیم یې تر منځنۍ درجې پورې کړی.
جهادي فعالیت:
په ۱۳۵۸ هـ ش کې د حرکت انقلاب اسلامي تنظیم له خوا د خپلې ولسوالۍ د جهادي دعوت مسول و، کله چې په ۱۳۵۸ هـ ش په ۵ میاشت کې د خاص روزګان ولسوالي فتحه شوه، بیا يې د کندهار ولایت په پنجوايي، ډنډ، بولدک ولسوالیو کې دجهادي جبهو د مسول په حیث په اتحاد اسلامي اوحرکت اسلامي تنظیمونو کې جهاد کړی، د کمونیستانو د حکومت له سقوط نه وروسته د طالبانو د اسلامي تحریک په بنیاد ګزارۍ کې یې دوهم ځل جهاد پیل کړ. لومړی د کندهار ښار د ښاروال، بیا د لوی څارنوال په توګه او دکابل تر فتحې وروسته د عامې روغیتا د وزیر په توګه دندې تر سره کړې دي.
له امریکايي یرغل نه وروسته د زخمیانو د علاج او صحي خدماتو مسول و، او اوس د سیاسي دفتر غړی دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حافظ عزیز الرحمن
عزیز الرحمن د مولوي صیب عبد الاحد زوی، د کندهار ولایت، د ډنډ په ولسوالۍ کې په کال ۱۳۵۰ هـ ش کې زیږیدلی دی.
ابتدايي تعلیم یې له خپل والد صاحب څخه حاصل کړی، او بیا د هجرت په دیار کې په نورو دیني مدرسو کې خپلې زده کړې تکمیل کړې دي، له هغه وروسته په متحده عربي اماراتو کې د سعودي عربستان د مشهور پوهنتون جامعة الامام محمد بن سعود الاسلامیة د څانګې له شرعیاتو پوهنځۍ څخه یې لیسانس تر لاسه کړی، د اسلامي امارت له راتګ سره سم د باندنیو چارو وزارت له خوا د ابوظبۍ په سفارت کې د دریم سکرتر په توګه وګمارل شو، او په آخر کې د نوموړي سفارت اول سکرتر او شازدافیر په توګه دنده تر سره کوله.
د امریکايي یرغل له پیلیدو سره سم د باندینو چارو د وزارت له خوا په قطر کې د الجزیرې تلویزیون په غوښتنه پر موجوده حالاتو د تبصرو او نړۍ ته د اسلامي امارت د دريځ د روښانه کولو په موخه قطر ته ولېږل شو.
فعلا د اسلامي امارت د سیاسي دفتر غړی دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عمار یاسر
عمار یاسر د مشهور جهادي شخصیت ښاغلي استاذ محمد یاسر صیب مشر زوی، په کال ۱۴۰۷ هـ ق – ۱۳۶۵ هـ ش کي په پيښور کي د هجرت په دیار کې زیدیږدلی، نوموړی په افغانستان کې د میدان وردګ ولایت، دچک ولسوالۍ د بمبیي د کلی اوسیدونکی دی.
عمار یاسر ابتدائي زده کړي په خپل کور کې له خپل پلار څخه او په مختلفو دیني او عصري مدارسو تر سره کړې دي، په کال 2010 کي یې د پېښور په درویش جومات ( جامعة امداد العلوم ) کې دستار فضیلت تړلی، او په عین وخت کي د عصري علومو د دولسم ټولګي سند لري. د پښتو ژبي تکړه لیکوال دی، د درې او اردو ژبو تر څنګ په عربي اوانګلیسي ژبو هم پوهېږي، د امریکايي اشغال له پيله یې له خپل والد صیب سره په مختلفو جهادي چارو کې مرسته کوله، فعلا د افغانستان د اسلامي امارت دسیاسي دفتر غړی دی.
———————–
قاري دین محمد حنیف
قاري دین محمد حنیف د مرحوم قاري محمد نذیر زوی، په کال 1342هـ ش د بدخشان ولایت د یفتل سفلی ولسوالۍ په ارزنچي کلي کې، په یوه دیني او جهادي کورنۍ کي زیږیدلی دی.
ابتدايي زده کړې یی په بدخشان ولایت کې له خپل پلار قاري محمد نذیر څخه کړې دي، د قرآن کریم حفظ چې د کندوز ولایت کې پیل کړی و، په کال ۱۳۵۴ هـ ش کې له خپل والد صیب نه تکمیل کړی دی.
د کمونیستي نظام له راتګ سره له هېواد څخه هجرت ته مجبور شو، هلته یې د پېښور په مختلفو مدارسو کې خپله تعلیمي سلسه د مختلفو مشهورو علمای کرامو څخه جاري وساتله، او په عین وخت کې یې له رخصتیو نه په استفادې سره د روسانو پر خلاف په عملي جهاد کې هم ګډون کولو.
د روسانو له وتلو وروسته هم قاري صیب خپلې زده کړې ته دوام ور کړ، کله چې د طالبانو اسلامي تحریک ولس ته د ډاډ او امنیت راوستو لپاره را پورته شو، له همغو لومړیو ورځو ور سره ملګری شو. چې په دې وخت کې یې وړه دوره تکمیل کړې وه ، د کابل له فتح کیدو سره د لومړیو دريو کلونو لپاره د پلان وزیر او بیا وروسته د لوړو زده کړو وزیر پاتې شو.
د امریکايي یرغل په لومړیو کې کله چې د اشغالګرو په وړاندې جهادي خوځښت منظم شو، قاري صیب تقریبا د یو کال لپاره د بدخشان ولایت د والي او نظامي قوماندان په توګه، او په عین وخت کې د اسلامي امارت د رهبري شورا دغړی په توګه وټاکل شو.
د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې د سیاسي چارو له منظمیدو سره سم د سیاسي کمیسیون چې اوس په سیاسي دفتر بدل شوی غړی وټاکل شو. او د رهبري شورا غړیتوب هم لري.
___________________
مولوي نیک محمد
مولوي نیک محمد د حاجي احمد شاه خان زوی د هلمند ولایت اوسیدونکی،. په 1346هـ ش کي د ناوه ولسوالۍ د خسرو اباد په نوي کلي کي زیږیدلی دی.
ابتدايي دیني او عصري زده کړې یې په خپل کلي او د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې تر سره کړې دي، نوموړی د نوروملیونونو افغانانو په څېر پاکستان ته هجرت کړی، هلته یې د سرحد صوبې، بلوچستان او پنجاب په مختلفو دیني مدرسو کې درسونه ویلي، او تعلیمي سلسله یې په بلوچستان کي پوره کړې ده. د احادیثو شیخ ئې حضرت مولانا عبدالبصیر صاحب (نور الله مرقده) چې د حضرت مولانا غرغوشتوي (نور الله مرقده) شاګرد وه، دی.
له فراغت وروسته یې تدریس ته ملا وتړله، کله چې دعالیقدر امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د طالبانو تحریک د هېواد او ولس د ژغورني لپاره را وټوکېدو، مولوي صیب له همغه اولې ورځې نه ورسره همغږی شو، د کابل له فتحې وروسته د اسلامي امارت په لومړی تشکیل کي د څه وخت لپاره د تجارت وزارت د لومړی مرستیال په توګه، او بیا وروسته د کندهار ولایت د تعلیم او تربیې د رئیس په توګه د امریکايي یرغل تر پیل کېدو په همدې برخه کې د خپل ولس خدمت تر سره کړی.
کله چې اسلامي امارت د امریکايي یرغل پر خلاف جهاد منظمولو، مولوي صیب له همغه اولې ورځې ور سره و، دا ځل نوموړی لوموړی د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د کمیسیون مسول وټاکل شو، او بیا وروسته د اسلامي امارت د سیاسي دفتر او د رهبري شوری غړی وټاکل شو.
—————————–
محمد زاهد احمدزی
محمد زاهد احمد زی د الحاج میر افغان زوی، د لوګر ولایت، په خوشي ولسوالي دوبندۍ کلې کې په ۱۳۵۲ هـ ش کي زیږېدلی دی.
زده کړې:
دیني زده کړې یې د پېښور په دار النجات مدرسه کې کړې دي، او داسلام اباد په نیشنل پوهنتون کي یې تر دیپلوم پورې زده کړې کړې دي.
جهادي فعالیت:
د پخواني اتحاد شوروي پر وړاندې یې د مولوي محمد نبي محمدي د تنظیم په لیکو کې جهاد کړی.کله چې د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد په مشری د طالبانو سپيڅلی اسلامي تحریک پیل شو، ملا محمد زاهد احمدزی ور سره ملګری شو.
د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د اسلام آباد په سفارت کې ديپلومات و، کله چې امریکايي یرغل پیل شو، له هغه راهیسې نوموړي د اسلامي امارت په مختلفو برخو کې خدمت تر سره کړی. په پښتو، دري او انګلیسي ژبو خبرې کولی شي. فعلا د سیاسي دفتر او رهبري شورا غړی دی.
——————-
ډاکتر مزارګل صالح
مزارګل صالح د محمد رحیم زوی په قوم ساپیپه۱۳۵۵ هـ ش کال دپروان ولایت دکوه صافی دمنډیقول په کلی کېیې سترګې نړۍ ته غړولې دی.
په کوچنوالي کې یې پاکستان ته هجرت کړی، لومړنۍ زده کړې يې دهجرت د دیار مختلفو مدرسو کې تر سره کړې دي، او لومړنۍ دیني زده کړې یې په دار العلوم حقانیه کې کوم وخت چې مولانا عبد الحق صیب ژوندی و، کړې دي، د احادیثو دوره یې په دار العلوم پلندري کې له مولانا شیخ الحدیث محمد یوسف خان کشمیري رحمه الله نه څوک چې د شیخ الحدیث مولانا حسین مدني صیب خاص شاګرد و کړې ده.
په ۱۹۹۷م کې د موفق په نامه د عربي ژبې او اسلامي زده کړو له پوهنځۍ نه چې په پېښور کې وه ديپلوم تر لاسه کړی. په ۲۰۰۲ کې د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون له اصول الدین پوهنځي څخه د لیسانس سند تر لاس کړی، او له همدې پوهنتون څخه د احادیثو په برخه کې دکتورا لري..
تدریس:
ډاکتر صیب په ګڼو دیني مدرسو کې ددیني علومو، عربي ژبې او مبارکو احادیثو د تدریس دنده اجرا کړې، د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې یې د څه وخت لپاره تدریس کړی، د اکوړي په جامعه قاسمیه کې یې د احادیثو د څانګي دمدیریت تر څنګ د تدریس دنده هم پر مخ وړې ده. د ګڼو فقهي موضوعاتو د څېړلو تر څنګ یې ځینې رسالې هم لیکلې دي لکه : ( فصول مختصرة فی مناهج المحدثین ۲ ټوکه، الصبر في ضوء السنة، الحدیث الضعیف و مایتعلق به من الاحکام، الیهود والنصاری و حقدهم علی الاسلام والمسلمین، او په پښتو ژبه آسانه میراث )
د پښتو سربیره په عربي، انګلیسي، اردو او دری ژبو روانې خبرې کوي. همدا ډول په منجنمټ کې هم سند لري. له اسلامي امارت سره یې له ابتدا نه اړیکې وې، په ۲۰۰۰ کال کې یې د اسلام آباد په سفارت کې د محلي کارمند په توګه خدمت تر سره کړی. او فعلا د اسلامي امارت د سیاسي دفتر غړی دی.
——————
شیخ الحدیث مولوي سید رسول
مولوي سید رسول د مرحوم محمد رسول زوی په کال ۱۳۳۸ هـ ش کي د ننګرهار ولایت د خوګیاڼی ولسوالۍ د قریه پیره خیل په سیمه کي زیږیدلی، ابتدائي زده کړي یې خپل والد صیب نه کړې دي، او نور تعلیم یې دهجرت په دیار کې تکمیل کړی دی.، په ۱۳۵۶ هـ ش کې یې د فراغت سند له دار العلوم سرحد پيشاور څخه، او د وفاق المدارس د لوړو زده کړو سند یې له دار العلوم نمک منډيي څخه، او داسلامي امارت په وخت کې یې د لوړو زده کړو له وزارت نه د ماسترۍ سند تر لاسهکړی.
تدریس:
د پېښور په مختلفو مدرسو کې یې د لویو کتابونو تدریس کړی، او د شیخ الحدیث په توګه یې دوره حدیث تدریس کړې، په دې توګه یې دهېواد په کچه ګڼ شمیر دیني عالمان خپل ولس او هېواد ته وړاندې کړي دي.
د روس پر خلاف یې د مولوي صیب خالص په تنظیم کې جهادي خدمت کړی، د طالبانو له اسلامي تحریک سره له پیله ملګری و، او عالیقدر امیر المومنین ته د امیر المومنین د لقب ورکولو په غونډه کې یې ګډون درلود.
داسلامي امارت پر وخت یې د حکومتي مسولیت تر څنګ په خوګیانو ولسوالۍ کې د مدرسه جامعة العلوم القرآن والسنه مدیر و، او همهاله د نوموړې ولسوالۍ د علماوو د شورا رئیس هم و، دامارت په ډېرو مشورتي کنفرانسونو کې یې هم ګډون کړی.
د امریکايي یرغل نه وروسته دنورو مجاهدینو په څېر بیا هجرت ته مجبور شو، د هجرت په دیار کې یې په مسلسل ډول د خپل ولس د بچیانو تعلیم ته مخه کړه، او تر څنګ یې له مجاهدینو سره هم اړیکې لرلې، او اوس د اسلامي امارت د سیاسی دفتر غړی دی.
تالیفات:
د جهادي مصروفیت او تدریس تر څنګ له وخت نه په استفادې سره یې درې کتابونه هم لیکلي دي:
۱ – جواهر الحسان، د حسن معاشرې په اړه آیتونه او تفسیر یې. ۲ – اللؤ اللؤ المنثور، د ضروري احکامو او عقیدوي مسایلو په اړه بحث. ۳ – الصفات العلی، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم عالي صفات پکې را ټول کړل شوي دي.
شیخ الحدیث مولوي شهاب الدین دلاور
مولوي شهاب الدین دولار په خټه مشواڼی، په کال 1341 لمریز کال د مرحوم مولوي صیب سید اکبر په کور کي چې یو وخت د ولسي جرګې غړی و، دلوګر ولایت په مرکز ولسوالۍ کې زیږیدلی دی.
خپلې زده کړې یې له خپل پلار څخه او دلوګر ولایت په مختلفو مدرسو کې تر سره کولې، د کمونیستانو له راتګ سره سم له خپلې کورنۍ سره پېښور ته مهاجر شو، پاتې زده کړې یې هلته تر سره کړې ، په 1404 هـ ق کال کې یې له دار العلوم حقانیه څخه دفراغت سند تر لاسه او په تدریس پیل وکړ. د پېښور په مختلفو مدارسو لکه دار العلوم حمایت الاسلام، الجامعة الهادیة، دار العلوم اشرفیة پيښور، دار العلوم رشیدیة، دار العلوم نعمانیه، الجامعة الحقانیه، الامینة چې خپله یې جوړه کړې وه، تدریس وکړ، کله چي په 1373 لمریز کال کې د طالبانو اسلامي تحریک را څرګند شو، مولوي صیب له همغه وخته ور سره یو ځای شو. عالیقدر امیر المومنین ته د امیر المومنین د لقب ورکولو په غونډه کې یې هم ګډون درلود.
په اسلامي امارت کې دندې:
په پېښور کې جنرال قونسل، او بیا په اسلام آباد او ورپسې په سعودي کې د سفیر په توګه دنده تر سره کړې ده. په 1419 هـ ق کې دسترې محکمې قضايي مرستیال، او تر څنګ یې د کندهار د تمیز ریاست، په جهادي مدرسه کې تدریس، او دخرقې مبارکې په جومات کې د خطابت دنده هم پر غاړه لرله، د کعبې شریفې د وینځلو په مراسمو کې یې ګډون هم په نصیب شوی.
له امریکايي یرغل نه وروسته د سیاسي چارو له تنظیمدو سره سم د سیاسي کمیسیون غړی وټاکل شو، او تر څنګ یې درې کاله په الهادیة مدرسه کې د مبارکو احادیثو تدریس هم کولو، مولوي صیب د هېواد په کچه ګڼ شمیر عالمان روزلي دي، فعلا د اسلامي امارت د سیاسي دفتر غړی دی.
محمد سهیل شاهین:
محمد سهیل شاهین د الحاج غلام محمد زوی، د پکتیا ولایت په احمد آباد ولسوالۍ کې په کال ۱۳۳۱ هـ ش کې زیږېدلی دی.
د کابل پوهنتون، له انګلیسی ډیپارټمنټ څخه یې لیسانس تر لاسه کړی، په اداره او تجارت کې ډيپلومه لري، د ژورنالیزم په ډګر کې یې هم ډېپلومه ترلاسه کړې، په عربي ژبه کې شهادتنامه لري، دیني زده کړې یې د هجرت په دیار کې له جیدو علماوو څخه کړې دي. .د پښتو سربیره په دري، انګلیسي، عربي او اردو ژبو پوهیږي، او د پښتو، دري او انګلیسي ژبو تکړه لیکوال دی.
دندې:
د روسي اشغال پر وړاندې د جهاد په لیکو کې:
– دحرکت انقلاب اسلامي تنظیم له خوا دخپرېدونکي اخبار ( هدایت الاسلام ) لیکوال.
– د شهید منصور صیب دحرکت اسلامی له خوا خپریدونکي اخبار ( وایس آف مجاهد ) مدیر.
– د مجاهدینو د اوه ګوني اتحاد له خوا د خپریدونکې مجلې ( جهاد ریز ) مدیر.
– د شهید منصور صیب د حرکت اسلامی له خوا د خپریدونکې مجلې ( خدام الفرقان ) مدیر.
– دمنصور صیب د حرکت اسلامی تنظیم د سیاسی کمیټې مرستیال.
د اسلامي امارت پر مهال:
– د کابل ټایمز ورځپاڼې رئیس.
– د ملګرو ملتونو لپاره ددائمي نماینده ګۍ مرستیال.
– په اسلام آباد کې د سفارت مرستیال.
د امریکايي اشغال په وړاندې د اسلامي امارت په لیکو کې:
– داسلامی امارت په فرهنګي کمیسیون کې د امارت د وېبپاڼې دانګلیسې برخی مدیر.
– فعلا داسلامي امارت د سیاسی دفتر غړی
شیر محمد عباس ستانکزی
شیرمحمد د مرحوم حاجي پادشاه خان زوی، په کال ۱۳۳۸ هـ ش کې د عباس کلي، شاه مزار سیمه، بره کي برک ولسوالۍ لوګر ولایت کې زیږېدلی دی.
ابتدايي دیني زده کړې یې د خپل کلي په جومات او مدرسه کې کړې دي، ابتدايي عصري زده کړې یې په خپل سیمه او د کابل په عمراخان ښوونځي کې تر سره کړې دي، نور یې تر دولسم ټولګي پورې د کابل په حربي ښوونځي کې ویلي دي.
لوړې نظامي زده کړې یې په هندوستان کې له هغو افغان محصلینو سره یو ځای چې د محمد داود خان له خوا هندوستان ته لېږل شوي وو، تر سره کړې دي، په ۱۳۶۰ هـ ش کې د تعلیم له بشپړېدو وروسته عملا د روسانو پر خلاف په جهادي لیکو کې شامل شو، په لومړي سر کې په جمعیت اسلامي او بیا په اتحاد اسلامي تنظیم کې د نظامي استاد په حیث دنده تر سره کوله، په ۱۳۶۴ هـ ش کې د اتحاد اسلامي ګوند د جنوب غرب حوزې د ۹ ولایاتو نظامي آمر و، او د هغو ولایاتو له مجاهدینو، په ځانګړي ډول د مجاهدینو له مشهورو قومندانانو لکه شهید ملابورجان، شهید ملا مشر، مرحوم ملا محمد رباني او داسې نورو سره له نېږدې پېژندل، او په ډیرو عملیاتو کې ئې خپله شرکت کولو چې د هغو له جملې څخه د زابل ولایت د قلات عملیات، د کندهار د میدان هوايي عملیات، د لښکرګاه عملیات، او په ډیرو نورو عملیاتو کې ئې پخپله برخه اخیستله، له همدې کبله یې د جهاد په صفونو کې خاص محبوبیت درلود. په ۱۳۶۹ هـ ش د حرکت انقلاب اسلامي د ګوند د عمومي نظامي مسول په توګه یې د نجیب د حکومت تر سقوط پورې دنده تر سره کړې ده.
د کورنیو جګړو پر مهال ستانکزی صیب په کور کیناست، کله چې د طالبانو اسلامي تحریک را پورته شو ور سره یو ځای شو، په لومړي سر کې د کندهار د خارجه ارتباط مرستیال وټاکل شو، او بیا په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت معین، او بیا د عامې روغتیا وزارت د معین په توګه دنده تر سره کړې ده.
په ۲۰۰۱ کال کې کله چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، ستانکزی صیب له نورو ملګرو سره په ګډه په نظامي او سیاسي برخه کې په فعالیت پیل وکړ، فعلا د اسلامي امارت د سیاسي دفتر، او د امارت د رهبرۍ شورا غړی دی. په پښتو، انګلیسي، دري او اردو ژبو پوره برلاسی دی.
مولوي محمد نعیم
مولوي محمد نعیم د شهید ډاکتر آغاجان زوی، په قوم وردګ، د میدان وردګو ولایت، د چک ولسوالۍ د عربانو درې د بهادر خان په کلي کې یې په کال ۱۳۵۳ هـ ش کې نړۍ ته سترګې غړولې دي.
په ۱۳۵۹ هـ ش کې یې چې کله والد مرحوم د روسانو او کمونیستانو له خوا په شهادت ورسول شول، خپلې لومړنۍ دیني زده کړې یې له خپل اکا ملا صیب امیر جان څخه پیل کړې، ابتدايي عصري زده کړې یې دکابل په سپین کلي ښوونځي کې وکړې، دپاتې زده کړو تر څنګ یې په خپله سیمه کې په ۱۳۷۴ هـ ش کې د قرآن کریم حفظ هم تکمیل کړ، دخپلې تعلیمي سلسلې جاري ساتلو په موخه په ۱۳۷۵ هـ ش کې ګاونډي هېواد پاکستان ته لاړ، په ۱۳۷۸ هـ ش کې یې په پېښور کې د عربي ژبې او اسلامي زده کړو له پوهنځۍ څخه لیسانس تر لاسه کړ، په ۲۰۰۴ م کې یې د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د ماسترۍ دوره تکمیل، او په همدې کال کې یې په نوموړي پوهنتون کې د دکتوراه مرحلې ته داخله وکړه، او هغه یې هم تکمیل کړه، فعلا یې یوازې د رسالې مناقشه پاتې ده. د یو څه وخت لپاره په نوموړي پوهنتون کې د استاد په حیث هم پاتې شوی.او بیا وروسته د پېښور په معهد الامام ابي حنیفه رحمه الله کې د استاذۍ دنده تر سره کړې. د عصري تعلیم تر څنګ له وخت نه په استفادې سره یې همهاله دیني زده کړې هم کولې، چې په ۲۰۰۶ م کې یې په دار العلوم حقانیه کې د فضلیت پګړۍ وتړله.
رسالې:
د ګڼو کوچنیو رسالو تر څنګ یې دلیسانس مرحلې رساله د ( حیاة حسان بن ثابت رضی الله عنه وشعره فی الجاهلیة ) تر عنوان لاندې، د ماسترۍ د مرحلې رساله د ( الوصل والفصل فی سورة التوبة مدخل نظری و دراسة تطبیقیة) تر عنوان لاندې، او د د کتوراه رساله په ۲ ټوکونو کې د ( أسماء الله الحسنى في القرآن الكريم دراسة تحلیلیة بلاغية ) تر عنوان لاندې لیکلې دي. ددې تر څنګ په پښتو، دري، او عربي ژبو لیکنې هم کوي.
جهادي فعالیت:
د امریکايي یرغل له پیلیدو سره سم یې داسلامي امارت په لیکو کې د زده کړې تر څنګ په جهادي فعالیت پیل وکړ، او په دې لړ کې يې د دښمن لخوا د زندان ډیرې سختۍ او تکالیف هم ګاللي دي. مولوي محمد نعیم فعلا د اسلامي امارت دسیاسي دفتر غړی او رسمي ویاند دی.
مولوي جان محمد مدني
مولوي جان محمد د ښاغلي محمد اکرم زوی په قوم علیزی، په ۱۳۷۳هـ ق ۱۳۳۳ هـ ش، د کندهار ولایت، ژړۍ ولسوالۍ د سیاچوی په کلي کې زیږېدلی دی.
ـ تحصیل
د ابتدایي او متوسطي دوري درسونه یې د هېواد په مختلفو مساجدو او مدرسو کي ویلي دي، نوري زده کړي یي د هجرت په دیار کې کړي دي، د شرعي علومو څخه د فراغت سند یي په ۱۳۹۸هق کال کي د دار العلوم حقانیه نه د وفاق المدارس د شهادتنامي په شمول تر لاسه کړیدی.
په ۱۴۰۱هق کال کي د مدیني منوري اسلامي پوهنتون په شرعیاتو پوهنځۍ کي شامل شو، په ۱۴۰۶هق کال کي له فارغېدو سره سم د خپل وطن او ولس دخدمت لپاره راستون شو، د رسمي کارونو تر څنګ د تدریس دنده هم پر مخ بیوله. پر هېواد دشوروي له یرغل څو میاشتي وروسته د (۱۹۸۰م) کال په ابتدا کې یې ګاونډي هیواد پاکستان ته د کورنۍ سره هجرت وکړ، په (۲۰۰۱م) کې پر هېواد د امریکايي یرغل له پیل کېدو سره دوهم ځل هجرت ته مجبور شو.
له روسانو سره دجهاد پر مهال د جمعیت اسلامي په تنظیم کي د جنوب غرب حوزي د تعلیم او تربي د څانګي مرستیال و، بیا د مجاهدینو په جلا وطنه حکومت کي د تعلیم او تربي وزارت په چوکاټ کي د جنوب غرب حوزي د شرعي تدریساتو لوی مدیر، او د اسلامي امارت په ابتدا کې د البدر عربي اخبار او بیا د ( الطالب) عربي مجلي مدیر پاتې شوی، په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت مسؤول (قائم بالاعمال)، او په کندهار ولایت کي د بهرنیو چارو وزارت د نمایندګۍ دمسوول په توګه یې دندې تر سره کړې دي، د امریکایي یرغل په اوائلو کې د الصمود عربي مجلې تاسیسي غړی او لیکوال و، او فعلا د اسلامي امارت د سیاسي دفتر غړی دی.
علمي آثار:
درې رسالې یې په عربي ژبه لیکلې دي:
– قبسات من سورة الحجرات
– الرخصة والعزیمة
– الاستشراق والمستشرقون
– د مولنا ولي محمد صاحب دکتاب ( هدایة الأنام في نهایة المرام) تحقیق او تعلیق چې په دریو مجلدو کي چاپ شویدی.
مولوي عبدالسلام حنيفي
مولوي عبد السلام د علی مردان زوی په ۱۳۴۸ هـ ش کال کې د ګردن په کلي، قوشتپه درزاب ولسوالۍ کې زیږېدلی دی، نوموړې ولسوالۍ مخکې د فاریاب ولایت مربوط وه، او اوس د جوزجان ولایت مربوط ده. لومړنۍ زده کړې یې یې دشیربیګ په ښوونځي کې کړې دي، وروسته د ګردن کلي په مدرسه کې شامل شوی, او خپلې زده کړې یې د سیمې له علمای کرامو نه کړې دي. وروسته یې بیا د ګاونډي هېواد پاکستان په پېښور او کراچۍ کې په مختلفو مدرسو له لویو علمای کرامونه نه نور علوم ویلي دي. له فارغېدو وروسته یې په تدریس پیل وکړ.
کله چې په ۱۴۰۱۴ هـ ق کې په قندهار کې د طالبانو اسلامي تحریک دعالیقدر امیر المومنین په مشرۍ را څرګند شو، مولوي صیب حنیفي له خپلو طالبانو سره ور سره یو ځای شو، کله چې د فراه ولایت فتح شو د نوموړي ولایت د تعلیم اوتربیې د رئیس په توګه وټاکل شو. کله چې کابل فتح شو، د یو څه وخت لپاره د معارف وزارت سرپرست، اووروسته بیا د نوموړي وزارت د تدریسي معینیت دنده ور له غاړه شوه. ددې تر څنګ یې په کابل پوهنتون کې د ثقافت اسلامي مضمون هم تدریسولو.
د ازبکي ژبې ترڅنګ په ترکمني، دري، پښتو، اردو، عربي، انګلیسي، روسي، قیرغزي او قزاقی ژبو خبرې کولی شي.
له امريكايي یرغل وروسته د څه وخت لپاره د اسلامي امارت له خوا د جوزجان ولایت د مسوول په توګه وټاکل شو، او اوس د سیاسي دفتر او رهبرۍ شورا غړی دی.