افغانستان

کابل : اباسين ځدران مارکېټ له نيم زيات سوځېدلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۴مه ۱۳۹۵ل):نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د کابل ښار د ميرويس ميدان په اباسين ځدران مارکېټ کې اور ولګېد ، تر دې مهاله د اباسين ځدران له لس پوړيز مارکېټ نه شپږ پوړه يې سوځېدلي.

د اور لګېدو علت نه دی معلوم او خلګ کوښښ کوي د اوبو په مرسته اور ووژني.

اور له اتم پوړ نه پيل شوی ، اطفايه کوښښ کوي تر څو د اور په وژني بريالي شي خو لا نه دي توانېدلي.

د اور لګېدني له امله د اوښتي زيان اندازه تر دې مهاله نه ده څرګنده شوې.

په پېښه کې د مرګ ژوبلي اړوند څه نه دي ويل شوي خو د پنځم پوړ يو تن هټۍ وال نويد احمد وايي دوه وړونه او يو کاريګر په مارکېټ کې لا درکه دي او د ګرځنده ټيلفونو شمېري يې کار نه کوي ، دده په وينا هغوی د اور په لمبو کې را ګير شوي.

اباسين ځدران مارکيټ په کابل کې د کاليو ، پردو ، زر او نورو ستر سوداګريز مارکېټ ياديږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x