دیني، سیرت او تاریخ

امام ابوحنیفه رحمة الله علیه

نور احمد نعماني

دا بغداد دی،
دا د اسلامي خلافت پلازمینه ده،
دا (ابراهیمي) ټاټوبی دی،
دا د (احمد بن حنبل) د زیږیدني خاوره ده،
دا د علم او پوهي دنګ څلی او نه کږېدونکی منار دی،
دا د بشریت د ستر لاښود حضرت محمد (صلي الله علیه وآله وسلم) د لمسي امام حسین(رضی الله عنه) مقتل دی،
هم دلته (نوشیروان عادل) پاچا وو،
هم دلته فرات دی،
دلته سیحون او جیحون دی،
دلته دجله ده،
دلته فرات دى،
دا د نړۍ د زبر ځواکانو د راپرزېدلو مځکه ده،
دلته ډیري توري کږې او لا به هم کږې شي،
هم دلته (کوفه) ده
او په هم دې کوفه کي د فقهي مدون امام
د فقهاوو، محدثینو، استاد
د(امام ابو یوسف) د سترګو تور او
د (محمد بن حسن الشیباني) د زړه سر
د (زفر بن هذیل) مینه، د (امام شافعي) مرموز هدف، د (عبد الله بن المبارک) د قصیدې مصداق او د (امام مالک).په ژبه ستایل شوی امام او د یحٰی بن سعید القطان، یحٰی بن زکریا بن ابی زائدة، وكيع بن الجراح، يزيد بن هارون، يحٰی بن ابى طالب رحمة الله عليهم جميعا
استاد (((امام ابوحنیفه))) رحمة الله تعالي علیه دی.

زیږیدنه: (شبلی نعماني رحمة الله علیه)
د خپل کتاب (سیرة النعمان) په ۱۵ صفحه کې وایي: نوم یې (نعمان) دی کنیت یې (ابوحنیفه) دی (امام اعظم) یې لقب دی.
او شجره د نسب یې داده: نعمان بن ثابت بن زوطی بن ماه امام عجمی وو البته لا په دې کې اختلاف دی چي د عجمو له کوم نسل څه او عربو ته څنګه راغلی وو!؟

خطیب مؤرخ بغدادي رحمة الله علیه
د (اسماعیل بن حماد) له خولې څه نقل کړی چي د امام صاحب لمسی وو:
زه اسماعیل بن حماد بن نعمان بن ثابت بن نعمان بن مرزبان یم او موږ د نسل د فارس یو، او زما نیکه ابوحنیفه(رحمة الله علیه) په (۸۰) هجري کال زیږیدلی دی او ثابت په کوچني والي د حضرت علی رضي الله عنه په حضور مشرف شوی دی او هغه د ده و خاندان ته دعاء د خیر او برکت کړې، د هم هغه دعاء په اثر تل زموږ په کورنۍ کې د خیر او برکت کسان شتون لري په ځانګړې توګه زما پلار او تر هغه زیات زما نیکه امام ابوحنیفه رحمة الله علهیما.

(اسلافو یم روزلی د تقلید په مـدرسه کې)
(انکار راته بد ښکاری له مذهب د حنفیانو)

د معلوماتو چڼ د (ابوالمنتهی) له پښتو ژباړي څه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x