نظــر

د تمدنونو جګړه: په اسلامي نړۍ کې د شته دربدرۍ اصلي لامل

زاهد جلالي

ماښام تياره وه چې اکوړه خټک کې په موټر کې سپور شوم. د ګروپ رڼايي ته مې د شعرونو يو کتاب راووېست او لوسته مې. خوا ته کس ته مې پام نه و.هغه مې پر اوږه لاس کېښود او د همدغو شعرونو په باب يې خبرې پيل کړې. د مجلس سړی و، نو کيسو کې ډوب شو. هغه په اسلامي نړۍ کې د شته بحران لامل د مسلمانانو کمزوري او بې ثقافتي بلله، خو ما يې اصلي لامل د بهرنيو دسيسې.

هغه په اويامو ميلادي کلونو کې په سياسي علومو او تاريخ کې زده کړې کړې وې او اوس په کاناډا کې اوسېده. باثقافته ښکارېده. زما او د هغه بحث زما په دوو پوښتنو پای ته ورسېده. هغه ويل چې د وزيرستان خلکو توازن له لاسه ورکړی او عام خلک وژني او استدلال يې کاوه چې د دې امر خو غرب نه دی صادر کړی، د دوی خپله ستونزه ده. نور مسلمانان يې دغه راز په همدغه تله تلل…

ما ورڅخه دوه پوښتنې وکړې. ما پوښتنه وکړه چې، د وزيرستان خلکو د امريکا له بريده مخکې پر ځان بمونه تړلي او خلک وژلي وو؟ همدا پوښتنه د عراق په سياق کې ډېره مهمه ده. هغوی خو پوهان لرل، فرهنګي او ساينسي پرمختللي خلک وو، آرامه ټولنه يې وه؛ د امريکا له بريده وروسته ولې دغه ډول افراطي وحشت په کې را وټوکېد؟ یا که دسوريې بې لګه را واخلو، سوریه کې دلیک لوست کچه  ۸۴ سلنه ده؛ خو نن چې د سترو ځواکونو د ګټو د ټکر په ټکي بدله شوې، د اور او وینو څومره ویروونکی حالت پرې واکمن دی. بله پوښتنه د تازه حالاتو په اړه ده. په مصر او ترکيه کې امريکا او اروپا ولې د خلکو د رايې او غوښتنې پر وړاندې ودرېږي او د مجرمو او قاتلو کودتاګرو ملاتړ کوي؟ که له دوی سره غربي مرسته نه وای، دوی به د کودتا سوچ هم نه وای کړی، او نه به يې له ترسره کولو وروسته د دې وړتيا لرله چې ايله يوه مياشت واکمن پاتې شي.

دا هغه دوه پوښتنې وې چې زما څنګ ته ناست استاد سره يې ځواب نه و. راته کړه يې چې ستا نظر ته درنښت لرم او دا بحث به همدلته ختم کړو…

په دغو مسايلو کې د څېړنې او مناقشې ډېری علاقه مندانو د ستونزې اصلي سرچينه غلطه کړې. دا اصلا د دوو سترو ثقافتونو جګړه ده. د غرب او شرق جنګ دی. له هغې ورځې چې غرب پر شرق حاکم شوی، د دوی د تمدن د له منځه وړلو له پاره يې اساسي هڅې پيل کړې دي. په الجزاير کې پر خلکو فرانسوي ژبه وتپل شوه، ځکه چې غوښتل يې دغه خلک د هسپانيې د خلکو په څېر له خپل تمدن سره پرې او فرانسويان کړي. ترکيه، اندونيزيا او نوره نړۍ کې هم له عربي الفبا نيولې تر نور فرهنګي او ديني اصولو سره شديده جګړه وشوه. تر څو دوی له خپل فرهنګ او تمدن څخه پرې کړي، چې د جاپان په څېر خلک په کې له خپل فرهنګ سره وشلېدل، ځکه خو اوس نسبتا آرام ژوند لري او پرمختللي دي.

په اسلامي نړۍ کې دغه پروسه د ځينو نورو هېوادونو په څېر نه ده بريالۍ؛ ځکه دلته اسلامي هويت د اسلامي تمدن اساس دی او ريښې يې دومره ژورې دي، چې وېستل يې څه آسانه کار نه دی؛ ځکه خو دغه جګړه تر ننه دوام لري. مګر اوس سړه جګړه ده. چېرته چې مسلمان سر پورته کوي او د خپلواکۍ هڅه کوي، ټولې هڅې يې په نطفه کې له منځه وړل کېږي او غږ يې په ستوني کې ټپ کېږي؛ دا ځکه، چې هغوی تر موږ ښه پوهېږي چې دغه امت کې پوټنشيل شته او لا هم د پر پښو ودرېدو او خپل تمدن جوړولو وړتيا لري. سکاټلنډۍ مستشرق پروفيسر مونټګامري وټ په خپل کتاب Islamic Fundamentalism and Modernity (اسلامي بنسټپالنه او موډرنټي) کې ليکي چې د مسلمانانو له لورې د نړۍ په دار الاسلام او دار الکفر وېشل د پخوا کيسه نه ده. هغه وايي چې دودپال اسلام په توندۍ پرمخ روان دی او داسې وخت به راشي چې دا اصطلاحات به د نړيوال سياست په لومړي کتار کې ودرېږي. د يادونې وړ ده چې دغه اصطلاحات د اسلامي نړیوال نظم اصل تعبيروي.

کله چې دغه ډول بدلون رامنځ ته کېږي او مسلمانان د ماډرنېزم پر ضد را ولاړېږي او خپل اصل ته رجوع کوي، د غرب نړيوال نظم په کې له ګواښ سره مخ کېږي او پر نړۍ د دوی د حاکميت د پای زېری په طبيعي شکل وړاندې کېږي. دا هغه څه دي چې غرب يې په هېڅ صورت منلو ته حاضر نه دی. ځکه د هغوی د کاميابۍ راز په همدې نړيوال نظم کې دی.

پخواني امريکايي سياستوال او اکاډيميکه څېره، پروفيسر هنري کسېنجر، په خپل وروستي کتاب World Order کې کاږي چې د ځوانۍ پر مهال مې له ولسمشر ټرومن څخه پوښتنه وکړه چې ستره بريا دې څه ده. امريکايي ولسمشر ټرومن ځواب کې وايي چې ستره بريا مو دا ده چې دويمه نړيواله جګړه کې مو خپلو دوښمنانو ته ماته ورکړه، او بېرته مو پر يوه مېز (ملګرو ملتونو) راټول کړل. له همدې امله دوی نن پر نړۍ واکمن دي.

معنا دا چې په نړۍ کې د تمدنونو جګړه روانه ده. سوونه کاله وشول چې دا جګړه روانه ده او تر څو چې دا تمدونونه وي او دا ليدلوري وي، دا جګړه به هم وي.

په ترکيه کې د اتاتورک له واکمنۍ تر ننه د اسلامي فرهنګ پر ضد جګړه کومه عادي خبره نه ده. هلته تېره پېړۍ کې د اسلامي فرهنګ او غربي فرهنګ ترمنځ جګړه روانه ده. د تېرې مياشتې د کودتا هڅه د همدې جګړې يوه بله کړۍ وه. که څه هم غربيان پوهېږي چې د ترکيې واکمن اسلامي ګوند دودپاله افکار نه لري، بلکې د سيکولرېزم او ديموکراسۍ تر چتر لاندې پرمخ درومي، خو هغوی پوهېږي چې د دې پايله هغوی ته خطرناکه او د منلو وړ نه ده. همدا کيسه په مصر کې هم وشوه. اخوان المسلمين که څه هم تېرو اتيا کلونو کې د غربي سېستم تر چتر لاندې د واک ترلاسه کولو هڅه کوي، خو بيا هم هغسې يې مخه نيول کېږي، لکه د مرسي چې ونيول شوه. غربيان د دغه کمزوري اسلامي پرمختګ د زغملو وړتيا نه لري.

په افغانستان کې د غربي فرهنګ خپرول او له اسلامي فرهنګ سره د ملت پرې کول موږ په خپلو سترګو وينو. دلته ډالري امريکايي پروژې، مختلف ټلويزيوني چينلونه او راډيوګانې، مجلې، ورځپاڼې، د مدني ټولنو په نامه فعاليتونه د دغه ستر پروګرام له مخې تر سره کېږي. اوس په کابل کې د الحادي، سيکولرېستي او ماډرنېستي ډلو او افکارو راپورته کېدل د مسلمان افغانستان د راتلونکي له پاره د زهري بوټو کرل دي. دا نيالګي به په راتلونکي کې له خپل اصيل تمدن سره د خلکو په شلولو کې مهم رول ولوبوي. هغه مهال به د امريکايي پوځيانو د شتون اړتيا نه وي.

بلې خوا اسلامي ملتونه تر ډېره قربانۍ ته آماده دي او د خپل فرهنګ د را ژوندي کولو تلوسه لري. د مصر په ميدان تحرير او رابعة العدوية کې د سيسي د پوځيانو پر وړاندې ودرېدل او د زرګونو کسانو قرباني د دغې تلوسې ښه بېلګه ده. په ترکيه کې د تېرې کودتا د هڅې پر مهال په تقسيم څلور لارې کې د ترکيانو «الله اکبر» نارې د غربي نظام پر وړاندې د بغاوت اعلان و. په ټوله اسلامي نړۍ کې د تپل شويو واکمنو او تر اختناق لاندې مسلمانانو ترمنځ د لاس او ګرېوان روان حالت په مسلمانانو کې د دغه پوټنشل ښکارندوی دی.

ناشونې نه ده چې په دغه ستونزمن حالت کې راګير مسلمانان دې ژر خپل اصالت تمثيل کړي او د يوه نړيوال تمدن په توګه رامخته شي؛ ځکه چې د اسلام پيغام په داسې يوه سوځوونکې صحرا کې راټوکېدلی چې د روم او فارس سترو تمدنونو د خپلې واکمنۍ لاندې راوستلو وړ نه بلل او د نړۍ تر ټولو ناپوه او وروسته پاتې خلک په کې اوسېدل‎. په دغه ډول ټولنه کې د اسلام نور راپورته شو، د فارس او روم امپراتورۍ يې په لنډ مهال کې له منځه يوړې او نړۍ ته د يوه مهم تمدن په توګه وړاندې شو.

د اسلامي تمدن له منځه وړل ځکه ناشوني دي چې د حقانيت سربېره ورسره د قرآن په څېر کتاب دی. تر هغې چې مسلمانان قرآن لري، د دوی تمدن به وي. ورسره به د تمدنونو جګړه هم روانه وي. د مسلمانانو نننی محکوميت او مظلوميت ابدي نه دی. دا به تر لنډې مودې دوام کوي، تر هغې چې حق پر باطل غالب شي.

اوس د مسلمانانو د روڼ اندو او لوستو دنده ده چې خلک د ستونزې په جرړه وپوهوي او له شته دسيسو څخه پرده پورته کړي، تر څو دوست و دوښمن وپېژني او په راتلونکي کې محتاطانه قدمونه پورته کړي. دا د راپورته کېدو لومړی شرط دی، ځکه رسول الله له همدې ځايه پيل کړې وه، نو بايد لومړی قدم له همدې ځايه پورته شي.

وما ذلک علی الله بعزيز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x