افغانستان

هرات : د سيلانيانو پر کاروان بريد کې بهرنيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۴مه ۱۳۹۵ل):هرات کې د بهرني سيلانيانو پر کاروان د وسله والو په بريد کې افغان موټر چلوونکی او اوه تنه بهرنيان ټپيان شوي.

سيلانيانو غوښتل له چشت شريف نه اوبه خواته ځان ورسوي خو د (تګاب سور ) سيمه کې د وسله والو له بريد سره مخ شول.

ځيني راپورنه وايي په بريد کې ۱۱ تنه بهرني سيلانيان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د هرات ولايت امنيه قومندانۍ مرستيال پر بهرنيانو د بريد علت د پوليس نه خبرتيا بولي او وايي بهرنيانو پرته له دې چې ځايي پوليس خبر کړي وای پر ياده لار سفر کړی او پېښه را منځته شوې.

چارواکي د ياد بريد پړه د طالبانو پر غاړه اچوي خو طالب ويندويانو لا تر دې دمه د بريد اړوند څه نه دي ويلي.

ويل کيږي په سيلانيانو کې ۶ برتانويان ، ۳ امريکايان ، ۲ سکاټلنډيان او يو جرمنی شامل دي چې پنځه يې مېرمني دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x