نظــر

د يوې ښځې دوه مېړونه

ځواب پټان

تاریخ کې به یو وخت یو نسل داسې لولي: دومره دومره کالونو کې په داسې حال کې چې پر هیواد له هرې خوا تاړاکونه کیدل، هره خوا یې بچیان وژل کیدل، خاوره یې نیول کیده، کانونه یې غلا کیدل، او نړۍ د زبر ځواکونو لوی قوتونه راغلي ول، نو په دې هنګامه کې دوه تنه وو چې یو یې اشرف غني نومیده او بل یې عبدالله. یو یې لوی اقتصادان او د نړۍ مفکر ؤ او بل یې د غاښونو ډاکټر او د نړۍ سټایلیش څیره. دوی دواړو د ولسمشرۍ لپاره ځانونه نوماندان کړل، له دوی سره خپلو خپلو پلویانو سخته منډې ترړې وکړې، د ټاکنو په ورځ ورته میلیونونه پاک زړو خلکو رایې ورکړې، د ځینو پکې ګوتې ولاړې، د ځینو پکې هډوکي مات شول…

خو؛ دوی ته یو دانه له ونې دنګ سړی چې د ویتنام په جنګ کې په جنګي جرمونو ککړ ؤ او د یوه تور رنګي امریکايي پاچا وزیر ؤ راغی، دوی دواړه یې د خپل هیواد سفارت ته وغوښتل او هلته یې ورته ووې چې سم غوږونه خلاص کړی، نیم باچا ته یې او نیم باچا ته. بس دواړو آمین کړه او لکه د یوې ښځې دوه مېړونه شول، د پاک زړي ملت ارادتمندې رایې انبار پاتې شوې، د دنګ سړي امر چې ننوتلې خوله یې درلوده وچلیده، د وفادارۍ قسمونه وخوړل شول چې د قانون ساتنه به کیږي، خو د نړۍ متفکر او د نړۍ سټایلیش مین لا د وخته دوکه شوي وو، متفکر ته دا فکر سر ته نه ؤ ورغلی چې قانون خو یې په سفارت کې مات کړ، او سټایل والا سړی هم د دنګ ننوتي خولې ولا په دې سټایل نه ؤ پوه شوی چې د ده قوم او ملت یې عملا دوه ځایه کړ،

قانون بیا څو ځایه مات شو، دنګ ننوتي خولې والا سړی به سور بکس سره بیا راغی، پاک زړی ملت چوپ ؤ ، خدای زده ویده ؤ ، ډار شوی ؤ او که شرمیده؟

خو په تاریخ کې به هغه نسل دا ونه لولي: چې هغه چوپ ولس داسې تذکرې واخیستې چې هغه هم دوه دانې وې، یوه تذکره د یوه پاچا لپاره او بله د بل پاچا لپاره، ځکه دا چوپ ولس به ناڅاپه داسې غږ له خولې وباسي لکه د اسرافیل شپیلۍ، په دې غږ به دوی راپاڅي او د دوی د دښمنانو هغه ارمانونه به ووژني چې د دوی د بې هویته کولو او د دوی د هویت د سپکولو لپاره یې اغزي کړي دي. دوی به داسې حشر جوړ کړي چې دواړه پاچایان به خپلو سوړو ننوځي او د دې په فکر کې به شي چې څنګه دا جنایت پټ کړي.. کیدای شي بیا د ننوتي خولې څښتن سړی هم له خپل سره بکس سره رانشي!

دواړه پاچایان دې پوه شي، نور دې نو د ملت صبر نه ازمايي، نور دې خپل قسمونه نه ماتوي نور دې د ځانخوښۍ پر ځای د پاک زړي ملت فکر کې شي. که نه شي کیدای نو دا به د دوی ډېر لوی شرافت وي چې له واکه لاس پر سر شي او یوه امین وګړي ته دې چې د پاک زړي ملت له مینځه راپاڅي د دې ملت د سر پرستۍ چانس ورکړي.

د هوسا، سوکاله او د پردیو ارواوو څخه د پاک هیواد په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خپلواک اولس

پتان صاحب ، د نوری لیکنی سره دی هم اهنګی لرم ، مګر د لیکنی د عنوان سره یی نه لرم ، مونږ فکر کولو چه بله کومه عملی قیصه به تیره شوی مګر تاسی له ع او غ دوه بی غیرتو څخه ( چه څوک به یی د ښځو په حیثیت هم په نکاح وانه اخلی دواړه مفعولین هم جنسان دی یو بل ته واده شوی ) میړونه جوړ کړی او له ټول مجاهد افغان اولس ( ارګ ) څخه مو ښځه جوړه کړی ع او غ مو ورله میړونه شمیرلی آو تاکلی دی ، دا تمثیل د مظلوم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x