شعـــــرونه

ترخه خاطره/ فتحان حنفي

فتحان حنفي

یمه روان راسره وړمه ستا ترخه خاطره
تا هیره کړې ده زما ګرانه زما خوږه خاطره

ښه په عزت مې ستا تر څنګ ډیره موده تیره کړه
تل په بدل کې تا راکړې ده کږه خاطره

وده مې ورکړه ورکوم یې ستا وه دود فرهنګ ته
زما له فرهنګ سره تا هیڅ ونکړه ښه خاطره

ته هم پښتون یې اې پښتونه بې پښتو وختې
ما درته پرېښوده پتمنه پښتنه خاطره

تل به دې چیغې او نارې د لر او بر وهلې
اوس شوې بدل په تا کې نه وینم هغه خاطره

څومره وې ښکلی څومره ښکلې دې اخلاق لرله
په تا کې نشته هغه ستا هغه ښایسته خاطره

نن درنه ځمه بیا له ځان سره لیږ فکر وکړه
درته به بیا هم کړم دعا که یادیده خاطره

موږ د نفرت بدل کې تل پاک محبت درکړی
ستاسو له لورې راته نه وه هیڅ میټه خاطره

خدایزده محبوب یو که سزا مو د عمل رسیږې
لسیزې وشوې موږ ونه لیده عمده خاطره

زموږ په تاریخ باندې دا خلګ خپل دښمن ډاروي
فتحانه بیا یې هم راکړې غمزده خاطره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x