د غله او عابد سړي کیسه – ژباړه: شفیق ریان

tasbeeh(۱) حکایت : په تبریز ښکار کښي یو زاهد او عابد شخص اوسیده، ټول شپه به يي عبادت کاوو. یوشپه دي عابد سړي یو غل ولید چي یو کور ته زینه اچوي . عابد سړی د باندي راووت او غل دی،غل دی چیغي يي شروع کړي دده په چیغو خلګو له کوتکو سره راووتل .

غله چي د خلګو چیغي واوریدلي د خطر احساس يي وکړ په تیښته کښي خپل خیر ولید.

څه وخت چي غل ناکام له سیمي څخه په تیښته شو عابد په بل لار د غله مخته ځان ورساوو چي غل راورسیده عابد ورته وویل زه ستا ملګری یم ستا زړورتوب زما په زړه ډیر اغیز وکړ ته رښتیا هم په زور او قوت کښي بي جوړي يي.

جګړه په دوه ډوله دی : دوه په دوه مقابله او د ضرورت په وخت کښي له میدان څخه تیښته .

په دواړو کښي زه ستا میړانه ستایم اوس خو نو ملګرې خپل نوم راته وښیه له دي وروسته زه ستا غلام یم .

د بخت د ازمویلو لپاره زه تا یوه کور ته بیا یم د هغه کور دیوالونه ډیر ټیټ دي لیکن دروازه يي قولپ ده .

زما په خیال د کور وګړې چیري تللي دي دوه دري خښتي چي یو په بل کیږدو له مونږ څخه به یو په خښتو ودریږي او بل به د هغه په اوږو ودریږي تر دیوال به واوړي هلته چي هر څه په لاس درغلل ته يي درسره یوسه چي خالي لاس ځي همدا درته ښه ده .

عابد په دي خبرو سره غل خپل کور ته راوست .

غل د لاندي په خښتو ودریدو او عابد د هغه په اوږو ودریدو د لاندي کښته شو له هغي خوا څخه يي خپل پګړی، تسپي او نور شیان د غل لمن ته راوچول له دي کار څخه چي عابد فارغ شو چغي يي کړي چي غل دی غل دی .

ځوانانو! زما سره مرسته وکړي د ثواب ګټلو ښه موقعه ده غله چي دا واوریدل د عابد شیان يي په څنګ کي وو د تیښي لپاره په منډه شو.

اوس عابد ډاډه شو چي زما په چیغو غل له کومو شیانو څخه محروم شوی وو اوس د هغه جبران وشو .

رښتیا هم نیک خلګ بدکارانو سره ښه سلوک کوې .

شفیق ریان



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.