نظــر

د زنګي اباد فاجعه دلته هر وخت تکراریږی !

لکه څرنګه چی د زنګی اباد په فاجعه کی د لاری د ماین د تاوان په خروښ امریکایانو شل تنه اولس په اور وسوځاوه او پلمه یې د رابرت بیلز د لیونتوب ونیول – داغه شان له نن څخه کابوه یوه اونۍ وړاندی د کندهار ولایت د ژړۍ په ولسوالی کی د سنځري سر ته د تانګړي په دره کی پر یوه کور د چاپې پر مهال لسګونه خارجیان ووژل سوه –

امریکایانو د دی په بدل کی درې ورځی وړاندی د تانګړی څخه رالاندی پر هواره باندی د کنډیالی د کلی د لعل اباز اکا زامن چی بزګران وه په سپینه ورځ د کوره را وایستل او ځای پر ځای یې ووژل چی عمرونه یې یوازی له دیارلسو څخه تر اوولسو کلونو پوری وه – بیا نو په کلی ور ګډ سوی وه او څو ځایه یې داسی غوبل ویستی وو –
زه یې پرون د لال باز اکا د زامنو فاتحې ته ورغلی وم تاسو باور وکړی چی بس همدا یې د خواری کسان وو او دي بیچاره دوه لاسه دوه پښی پاته سو – روسانو هم د مجاهدینو د ګوزارونو غچ د بی ګناه کلیوالو څخه اخیسته او داغه لاره اوسنی اشغالګر هم چلوی – الله تعالی دی یې په بدتر انجام اخته کړی – آمین
 
جلال الرحمن شرر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x