شعـــــرونه

غزل/ مسرور درمل

مسرور درمل

یو چاته به دعا چاته ښېرښ به مي کولی
آسمانه ستا را لاندي چې په امن اوسېدلی

نه شور وی د چورلکو نه بمونه اورېدلی
نه ګل امام شهید وی نه محراب مو ورانېدلی

خوشحال به کلیوال وی په خندا به ماشومان وی
چې اور په کلي نه وی چې باران راورېدلی

ګودر وی او منګی وی مات بنګړی نه ښکارېدلی
چنار په وینو سور مي بیا په سترګو نه لیدلی

سپوږمۍ د حال په ژبه راته ووې چې در تلمه
لمبې په لمبو سوې او غمونه هېرېدلی

طبیبه زهرجن” درمل ” دي ځان سره وای وړي
مسرور ” چې د خوږو خوږو درملو خوند څکلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x