نظــر

پر کتاب مالیه

عطاالله کریمزی

له وینا مخکې فکر وکړه او له فکره مخکې کتاب ولوله. فرانسیس لیبوویټز

دکتاب غوندې وفاداره ملګری نشته دی . ارنست هیمنګوی

خو نن په دغه وفاداره ملګري مالیه لګول کیږی .
موږ افغانان یو خاصیت لرو کله چې څوک د مالیې خبره کوی موږ سمدستې وایو په نورو ملکونو کې خلک دټلیفون ، سرک ، کتاب او داسې نورو شیانو مالیه ورکوی موږ هم مالیه ورکوو ځکه موږ ملی ګټو ته ژمن یو چې هیواد مو جوړ شی فکر ورته نه کوو چې دا مالیه چې اخلې ګټه یې ډيره ده که توان یې .
که نور ملکونه په داسې شیانو مالیه اخلې هغوی باندې هم زموږ په شانته حالت تیر شوی دی د هغوی تاریخ و ګوری چې هغوی په هغه وخت کې مالیه اخیستله که د کتاب دلوستلو په بدل کې یې خلکو ته پیسی ورکولی
زموږ تقریبآ ۸۵ سلنه خلک د تعلیم نه بې برخې پاتی شوی دی او پاتې ۱۵ سلنه چې تعلیم یې کړی دی ځينې یې له مطالعۍ سره شوق نه لری او که لری یې د کتاب د اخیستلو پیسۍ نه لری ، ۹۰ سلنه وګړی یې د فقر ژوند تیروی د کتاب اخیستل خو پریږده چې د ډوډی د اخیستلو پیسی نلری
او که څوک لیکوال دی هغه پخپلو پیسو کتاب چاپوی او بیا یې وړیا ویشی . نو په داسی وخت کې په کتاب مالیه لګول جفا نده ؟

که د دی پر ځای په هغه شیانو مالیه ولګوی چې ټولنې ته ضرر لری لکه نصوار ، سګریټ او داسی نور چې څوک یې د اخیستلو توان ونه لری او بلاخره به دغه شیان  له منځه لاړ شی .

په اوسنی شرایطو کې باید د کتابونو دچاپ لپاره د څار کمیټه جوړه شی هر کتاب چې چاپیږی مخکې یې  باید د څار کمیټه وګورئ چې دا کتاب دی نسل ته څومره ګټور دی .

عامه کتابتونونه جوړ شی ترڅو نوی نسل وکولی شی چې د معالعی فرهنګ ته وده ورکړی .

خلکو ته دکتاب په لوستلو په بدل کې پیسی ورکړل شی چې دکتاب او لوستلو سره یې مینه پیدا شی .

هغه کتابونه چې ټولنې ته ګټور دی چاپ کړی او په وړیا ډول یې وویشی

هغه لیکوالان چې ټولنی ته ښه کتابونه لیکې هغوی تشویق کړی .

هماغسې چې توره تېرولو ته اړتیا لري، ماغزه هم کتاب ته اړتیا لري. جورج مارټین

خو که مالیه پری ولګول شی نو بیا به دا ماغزه همداسی پاتی شی

د کتاب تر سوځولو خراب جرمونه هم شته، یو یې دا دی چې کتاب ونه لولې . جوزف

بس دی نور مو په دی جرم مه اخته کو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x