نظــر

دلویدځوال کفری استعمارهدف یواځی اسلام اومسلمانان دی !!!

( په ۱۹۲۰ میلادی کال کی دفرانسوی فوځ په لاس د دمشق اشغال نه وروسته فرانسوی جنرال ګورو د اسلام د سترفاتح سلطان صلاح الدین قبرته لاړ !!! په قبرورته ودرید !!! اووی ویل : ها نحن قد عدنا یا صلاح الدین !!! صلاح الدینه مونږخو بیا راغلو !!! )
داسلام دسترلارښود محمد صلی الله علیه وسلم دوفات نه وروسته د اسلامی لښکرو اوفدایانو په ډیری چټکۍ سره دنړۍ پرمخ : ختیځ ، لویدځ ، شمال اوجنوب لورو ته ستری ، د نه هیریدلو اوتاریخ لیکونکی بریاوی اوفتوحات د دی لامل شو چی دیهودانو اونصاراو زړونه له کینو ډک اوغوصی ئی راوپاریږی ،

دزمکی پرمخ داسلام اومسلمانانو لوی غلیمانو یهودانواو نصاراو وپتیله چی ددغو لویو اوتاریخ لیکونکو فتوحاتو اوبریاوغچ به ارومرو اخلی ، هماغه ووچی دڅه مودی په تیریدا سره ئي داسلام اومسلمانانو پرضد دهراړخیزیرغل هوډوکړ، اوپر اسلامی نړۍ یی سترچپاونه اویرغلونه پیل کړل ، په صلیبی جنګونوکی اوبیا په ځانګړی ډول دحطین په جګړه کی چی کله صلیبیان د مسلمانانو دسترقائد اوسپه سالارسلطان صلاح الدین ایوبی ( رحمه الله ) په لاسونو عبرتناک شکست اوماتی سره مخ شول ، نودصلیبیانو زړونه لاپسی دکینو اوعداوتونواودوښمنیونه ډک شول ،اودغچ اخستلو په فکرکی شول ، دوخت په تیریدلو سره کله چی په 1338هـ / 1920 میلادی کی فرانسوی فوځیان دجنرال ګوروپه مشرۍ دلبنان اوبیا د دمشق په لورپرمختګ وکړ او په ۲۷ دشوال ۱۳۳۸ هجری ۱۴ جولای ۱۹۲۰ کی یی دهغه وخت دسوریی پاچا فیصل نه ځینی استعماری غوښتنی وکړی چی : ۱ – داورګاړی خط اوسټیشونونه باید فرانسویانو ته وسپارل شی ، ۲ – په سوریه کی باید دزړی سیکی پرځای نوی سیکه چی دفرانس اوسوری شریکه سیکه وی مروجه شی ، ۳ – سوریایی عربی فوځ باید مات اومنحل شی ، اوځای یی فرانسوی فوځ ونیسی ، داټول هغه څه ول چی دسوریی مکمل اشغال په معنی وو ، دسوریی پاچا زړه نازړه وچی څه وکړی ، د وزیرانو دمجلس سره له یو لړ مشورونه وروسته دسوریی پاچا فیصل اخردفرانسویانو تهدید ومانه ، اوهغه غوښتنی چی فرانسوی جنرال ګوروتری کړی وی قبولی یی کړلی ، اوفرانسوی جنرال ته یی لیک واستاو چی ستا سوغوښتنی موومنلی ، هغه مهال چی فیصل پاچا تنازلاتوته اماده شو دوخت وزیر دفاع سپه سالاریوسف العظمه ورسره ونه منله اودعربی مشهورشاعرمتنبی هغه شعریی وریادکړچی نوموړی په خپل شعرکی داسی وای :

لا يسلم الشرف الرفيع من الأذى … حتى يراق على جوانبه الدم

مقصدیی داوچی دسوریی برم به هله وکولای شووساتو چی ددښمن وینه پری توی کړو اوهم پری خپله دوینی قربانی ورکړو، دسوریی فوځیانو دپاچا په امر په کرارکرار له سرحداتو په شاتګ پیل کړ، اوپرځایی دفرانسویانو لښکری ځای پرځای کیدلی ، په داسی حال کی چی دسوریی عام ولس دپاچا په دی فیصله زښت زیات ناخوښه ول ، سرکونو اوعامه لاروکوڅوته راووتل ، شورماشورجوړشو ، هرلوری ته غوغا اوچغی شولی ، د سوریی نظم دسپلین ته زیات تاوان واوښت ، چی دعامه نظم پولیسوهم وضعه نه شوه کنټرولولای ، په دی شیبوکی خبرراغی چی فرانسوی فوځ سره له دی چی پاچا ورسره تنازلات ومنل بیا هم دسوریی په لوردپرمختګ په حال کی دی ، نورنو دعامو خلکو احساسات دکنټرول نه بهروو ، ددی خبری داوریدلوسره دوخت پاچا هم حیران شو اواراده یی وکړه چی دفوځ ترڅنګ یوملکی قوت جوړکړی ، ددفاع وزیر ښاغلی یوسف چی په زړه کی یی داسلام اود وطن د دفاع ولوله وه اعلان وکړ چی دسوریی پاتی فوځیانو سره څوک په داوطلبانه توګه دسوریی نه دفاع کوی نوم لیکنه دی وکړی ، نوم لیکنه شروع شوه ، تردی چی دری زره مجاهدین چی په کی دوخت مشهورعلماء هم ول تیارشول اومیدان ته یی راودانګل ، ټول دری زره داسلامی رضاکارانو لښکر د حکومتی زرکسیزفوځ سره ملګری شو چی دمسلمانانو ټوله شمیره څلوروزرو ته ورسیده ، دفرانس نهه زریزفوځ مقابلی ته لاړل تردی چی په میسلون کی په اتم د ذوالقعدی ۱۳۳۸ هجری چی د ۱۹۲۰ دجولای ۲۴ سره سمون خوری دسهارپه مهال مخامخ شول ، مسلمانانو په لارکی ماینونه هم خخ کړی وو، کله چی فرانسوی لښکر رامخ ته شو وزیردفاع یوسف پری دماینونودانفجارولو امروکړ خوماینونو وفاونه کړه اوپوچ شول انفجارنه وشول چی پلټنه یی وکړه نو تارونه یی غوڅ شوی وو ، اسلامی لښکرسره ډیرمحدود جنګی وسائل وو، اوبل لوری ته فرانسوی لښکرسره دجنګ پوره سازاوسامان وو : هوای جنګی الوتکی ، شوبلی ، توپونه اوپرمخ تللی نورجنګی وسائل وو، اسلامی لښکرډیرپه میړانه وجنګید ، خوداچی ځینوخائنانو دفرانسوی فوځ سره کومک وکړ اوپر اسلامی لښکریی دشاله لوری یرغل وکړ، دمسلمانانود ډیرسخت مقاومت نه وروسته ددفاع وزیرچی دجنګ قومانده هم دهغه سره وه دفرانسوی فوځ دیو ټانک په ګولۍ ولګید او شهید شو ، إنا لله وإنا إليه راجعون ، د مسلمانانون داعلی قومندان دشهادت داوازپه خوریدلوپه عامو مجاهدینو کی هم دمقاومت روحیه کمزوری شوه ، د پوره اته ساعتونو جنګ نه وروسته فرانسوی فوځیانو وکولای شول چی له یوه پلوه دیومرموزخیانت په مټ اوبل پلوه دمسلمانانو داسلحی دختمیدو له امله دمسلمانانو دمقاومت کرښی ماتی کړی بالاخره فرانسوی فوځ پرمختګ وکړ اوجنګ دفرانسویانو په ګټه تمام شو چی دیوسف العظمه په شمول څلورسوه ۴۰۰ مجاهدین شهیدان اود زرو ۱۰۰۰ په شاوخواکی زخمیانو شول ، له فرانسویانونه دوه څلویښت ۴۲ مړه او یوسل څلورپنځوس ۱۵۴ زخمیان شول ، ، بیا نونورڅوک نه وو چی دجنرال ګورو اودهغه دفوځ په وړاندی دریدلای وی ، فرانسویانو کولای شول چی په همدغه ورځ دمشق ته ځانونه ورسوی خولاجنرال ګورودیته چمتونه و، له دی کبله چی جنرال ګوروته دمشق ته په داسی ساده ډول ننوتل مناسب نه بریښیدل بلکه وی ویل : منا سب داده چی سبا به د سوبی اوبریا نښی نښانی اوهارونه ځان ته واچوی اوبیا به دمشق ته ننوځی همدغه سی یی وکړل ، سبا ورځ ددمشق په لوررهی شول ان تردی چی دمشق ته ډیرپه غروراوتکبرسره ننوتل ، دلګی دمی نه ورسته

فرانسوی جنرال ګورو د اسلام د سترفاتح سلطان صلاح الدین قبرته لاړ !!! په قبرورته ودرید !!! اووی ویل : ها نحن قد عدنا یا صلاح الدین !!! صلاح الدینه مونږخو بیا راغلو !!!
دجنرال ګورورد دی وینا نه په ډاګه کیږی چی دمسلمانانو ستردوښمنان داسلام اومسلمانانو سره څومره کینه لری اوترکومه بریده یی ورسره دوښمنی ده ،
همدارازداسرائلو پخوانی صدراعظم ډیوډ بن ګوریون ویلی وو چی : مونږ په سیمه کی د کمونیزم ، انقلابات اودیموکارسۍ نه نه ویرږو ، مونږ یواځی داسلام څخه ویریږو ، همدارازبه یی ویل : مونږ له دی ډیرپه ویره کی یو چی په عربی نړۍ کی نوی محمد را پیدانه شی ،

همداشان داسرائلو یو بل وزیراعظم شمعون پیریز به ویل چی : په دی سیمه کی به ترهغه امن امان رانه شی چی ترڅو اسلام خپله توره ویستلی وی ، مونږبه ترابده هله مطمئن شو چی اسلام خپله توره بیرته په تیکی کی ننباسی ،

همدارازدبریطانیا یو پخوانی صدراعظم جلاد ستون ویلی و : چی ترڅو دمسلمانانو په لاسونوکی قران کریم وی نواروپا نه شی کولای چی ختیځ دخپل واک اوکنترول لاندی راولی ،
همدا ډول مشهورامریکایی پاپ رابرټ ماکس ډیرپه زهرجنه لهجه وای : ( لن تتوقف جهودنا و سعينا في تنصير المسلمين حتى يرتفع الصليب في سماء مكة ) ترڅومو چی دمکی په فضاکی صلیب نه وی اوچت کړی ترهغه به دمسلمانانود نصرانی کولولپاره خپلی هڅی اوکوښښونه جاری ساتو.

همداشان کله چی شوروی اتحاد وخت په وخت اسلامی نړۍ ترخپل ستونی تیره وله ، داوزبکستان ، تاجکستان ، ترکمنستان ، قزاقستان اوترکمنستان ترنیولووروسته یی دافغانستان اوبیا د پاکستان بیا دعربی نړۍ دنیولو خوبونه لیدل هغه مهال دشوروی پاچا ګورباچوف په ۱۹۸۵ دامریکی دهغه وخت پاچا ریګن سره دیوملاقات په ترڅ کی د خپل بکسی نه داسلامی نړۍ نقشه راویستله اوریګن ته مخامخ شو اوورته یی وویل : دلته اوګوره ! دوه ځله مسلمانانو داروپا دروازه ټکولی ، اوداروپا زیاته زمکه دمسلمانانو دولکی لاندی وه ، اوس هم مسلمانان په کرارنه دی ناست لاهم اهیسته اهیسته له ځانونو ګرداوغبارڅنډی اودحرکت په حال کی دی ، که یو وار مسلمانانو حرکت وکړ نوبیا یی مخه نیول ګران کاردی ، راځئ چی خپلمنځی اختلافات شاته کړو اوپه شریکه دمسلمانانو مخه ونیسو، صدر ریګن دګورباچوف په دی خبرو ډیرحیران شو اودګورباچوف دبیان نه زښت زیات اغیزمن شو !!!

زمونږسترو دوښمنانو یهودیانو ، نصاراو ، بودایاننو ، هندوانواوکمیونستانو داسلام او مسلمانانو دمخنیوی لپاره له هر قسم کوښښ ، توطیه ، چل ول اوسازش نه کاراخیستی دی ، اوهمیشه یی کوښښ کړی چی په دواړو ډګرونو کی : عسکری ډګر اوهم فکری ډګرکی مسلمانانوته ماتی ورکړی ،اوپه مکمله توګه یی دخپلی اغیزی لاندی راولی له دی کبله یی له یوپلوه دنړۍ په ګوټ ګوټ کی دمسلمانو دوینوپه تویولو شروع وکړه ، اوله بل پلوه یی داسی کوښښونه پیل کړل چی مسلمانان دخپل دین ، کلتوراوعنعناتونه لری کړی اوپرځای یی دلویدځ دلادینیت فلسفی ، عنعناتواوکلتورته وسپاری .

په عسکری ډګرکی پرمسلمانانو چپاونه اودهغوی ربړونه :

په روسیا کی چی کله د کمونیزم انقلا ب په ۱۹۱۷ کی ترسره شو نو دپنځوسو کلنو په شاوخواکی شل میلیونه مسلمانان شهیدان شول ، یواځی ستالین په خپل سر یوولس میلیونه مسلمانان شهیدان کړل اوداسی نور ، په نوری اسلامی نړۍ یا په اسلامی ټولنوکی د کافروتاریخ د بی رحمۍ دظلم اوستم د داستانونونه ډک دی دبیلګی په توګه : په فلسطین کی ، په الجزائرکی ، په کشمیرکی ، په افغانستان کی ، په بورما کی ، په اریتریا کی ، په تایلیند کی ، په انډونیشیاکی ، په لبنان کی ، په فلپائن کی ، په صومالیه کی ، په کمبودیا او کمپوچیاکی ، په بلغاریا کی ، په البانیا کی ، په عراق کی په چیچنیاکی ، په ترکستان اوداسی نوروکی چی دهریود داستان پرلیکلو په جلدونوکتابونه لیکل کیږی .

په کلتوری اوفرهنګی ډګرکی :

داسلام دوښمنان ښه په دی پوهیږی چی دمسلمانانو دبریاواوپرمختګونو یواځینی رازددوی عقیده ده ، نودوی کوښښ کوی چی مسلمانان دخپل حقیقی دین اواسلامی عقیدی نه لری وساتی ، ځکه تاریخی واقعیتونوداثابته کړی ده چی کله مسلمانانوپه واقعی ډول اسلام ته خپلی غیږی کولاو کړی وی ، په دل اودماغوکی یی ورته ځای ورکړی وو اوخپل ژوندیی په حقیقی توګه داسلامی عقیدی سره سم برابراوعیارکړی وو نوهغه وخت مسلمانانو دومره دعزت اوخوشحالۍ ژوند تیراوه چی اسلامی واکمنی دکاشغرنه تراندلسه غزیدلی وه خوچی کله هم دوی دخپل دین نه څومره لری شوی هومره ذلیله شوی ،

دبیلګی په توګه :

دکتورحسن عباس ذکی ویلی چی دیوفرانسوی لیکوال په لیکنه می یو ځل ولوستل چی هغه لیکلی وو : ( لو أن العرب عرفوا قيمة الإسلام لحكموا العالم إلى قيام الساعة ) که عربو داسلام ارزښت پیژندلای نوتردقیامته به یی په نړۍ حکومت کاوه .

همدارازد تبشیراوتنصیر مشهورداعی صموئيل زويمرپه ۱۹۳۵ کی په القدس ښارکی یوی غونډی ته په خپله ویناکی وویل : ( إنما مهمتكم أن تخرجوا المسلم من الإسلام ، ليصبح مخلوقاً لا صلة له بالله ، وبالتالي فلا صلة له بالأخلاق التي تعتمد عليها الأمم في حياتها ، ) ستاسو ستره دنده داده چی مسلمان دخپل دین اسلام نه اوباسئ چی یوداسی مخلوق ترینه جوړشی چی دالله سره یی کومه رابطه پاتی نه شی .

دجنوبی افریقا یو پاپ د الاعتصام مجلی نماینده ته په یوه مرکه کی وای : مامسیحیت دبریطانیا په پوهنتونونوکی زده کړی دی ، زما فکرداوچی زه به په عیسایانوکی یو مخورسړی جوړشم ، خوماته یی هیڅ فائده رانه کړه ، هغه نصرانی مبلغین چی له یولوری راته په لاس کی انجیل نیولی وی نوپه بل لاس کی یی راته بیا دغلامۍ پیغام نیولی وی ، زه هم ددی توری بلا نه ځآن خلاصوم ، ځکه زه چی تاسوګورم دلمونځ په مهال سپین دتورپه خواکی ، مالداردبی وزله په خواکی ، تعلیم یافته د بی تعلیمه په خواکی ولاړوی نوزه وایم چی افریقایان داسی دین ته اړتیالری نه مسیحیت ته ،اوبیا یی سترګی داوښکوډکی شوی اووی ویل ولی مو له مونږه دادین پټ کړی ؟ مونږته زمونږ لارروښانه کړئ همدادین دی چی نړۍ به له هرقسم هلاکت اوتباهۍ نه ژغوری . دالاعتصام مجله شماره ۸ کال ۴۱ رجب ۱۳۹۸ هجری

نود اسلام دوښمنان هڅه کوی چی مسلمانان دخپل اصلی عقیدی نه لری کړی ، اوددی لپاره له یو څولارونه کاراخلی دمثال په توګه :

په اسلامی ټولنوکی داخلاقی فساد خپرول ، دمختلفو لارونه مسلمانان په خپل دین کی شکی کول ، دمسلمانانو په ټولنو کی داسلام سره متصادم تنظیمونه اوموسسی جوړول لکه سیکولر جهتونه اوهغی ته وده اوترقی ورکول ، په اسلامی ټولنو کی دنشیی توکوترویجول ، وغیره چی ذکرکول یی موضوع له خپله حده زیاته اوګده وی .
الله تعالی دی په امت مسلمه کی بیداری پیدا کړی ، اوالله تعالی دی ورته حقیقی وحدت ورنصیب کړی ، اوالله تعالی دی ټول امت ته په حقیقی اسلام دعمل کولو توفیق ورکړی اوالله تعالی دی امت مسلمه ددی اوسنی کړانو، ستونزو او پریشانیانونه خلاص کړی . آمين يا رب العلمين
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ليكنه : استاذ مجیب الرحمن عمر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x