fbpx
وړاندې تر دې چې د مهاجرینو د راستنیدو په سلسله کې د هیواد په نورو ولایتونو کې دا ډول بوږنوونکې پیښې رامنځته شي باید چارواکي د هر ولایت په کچه د هغوی د میشتیدنې لپاره منظم پلان تر نظر لاندې ونیسي.

له راستنیدونکو کډ والو سره د مرستې اړتیا

نن ټکی اسيا سرمقاله : د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر وروستي تاوتریخوالي او له دغه هیواد څخه د کډ والو د راستنیدلو له ګړندۍ لړۍ وروسته داسې لیدل کیږي چې یاد کډوال د هیواد په دننه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

د ملي یوالي حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت په یوه ځل هیواد ته د سلګونوزره مهاجرینو د راستنیدو او د هغوی لپاره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو برابرولو هیڅ تیاری نه لري.

همدا لامل دی چې یاد کډوال په غیر منظم ډول د هیواد په بیلابیلو برخو په تیره ختیځو ولایتونو کې په خپل سري شکل ځای پرځای او د اوسیدنې د مناسب ځای د نشتوالي له کبله له سختو ستونزو سره مخ دي.

تیره ورځ چې د ننګرهار په سرشاهي ډاګ کې له نویو راستانه شویو مهاجرینو سره د ننګرهار د دولتي چارواکو لخوا کومه رویه شوې واقعا چې ډیره بوږنوونکي او غیر انساني رویه ده.

د رسنیو د ورکړل شویو رپوټو نو له مخې د ننګرهار ولایت اړوند راستانه شویو مهاجرینو د اوسیدنې د معلوم ځای د نشتوالي له کبله د سر شاهي ډاګ په هغه موقعیت کې موقتې خیمې درولې وي چې یو مهال په کابل کې د تنظیمي جګړو په وخت د کابل ښار د کډوالو لپاره اختصاص شوی و.

خو د ننګرهار دولتي چارواکو پرته له دې چې دهغوی لپاره د اوسیدنې بدیل موقعیت مهیأ کړي ، یاد مهاجرین په زور او جبر سره د یادې سیمې تخلیه کولو ته اړیستلې ، چې دا کار د نويو راستانه شویو مهاجرینو او پولیسو ترمنځ د تاوتریخوالي لامل شوی او په ترڅ کې یې دوه تنه کډوال مړه او ۷ تنه نور ژوبل شوي.

وړاندې تر دې چې د مهاجرینو د راستنیدو په سلسله کې د هیواد په نورو ولایتونو کې دا ډول بوږنوونکې پیښې رامنځته شي باید چارواکي د هر ولایت په کچه د هغوی د میشتیدنې لپاره منظم پلان تر نظر لاندې ونیسي.

ځکه هغه کډوال چې له دریو لسیزو وروسته یو په یوه هیواد ته راستنیږي ښکاره خبره ده چې هغوی به په خپل هیواد کې د اوسیدنې او معیشت لپاره هیڅ هم نه لري.

د هغوي لپاره د مناسب اسکان او د لومړنیو اړتیاوو برابرول د حکومت اساسي مسؤلیت دی ، او باید ډیر وړاندې د هرولایت په سطحه د هغوي لپاره د ځای پرځای کیدو ځایونه تعین شوي وای.

مونږ وینو چې په هرولایت کې ډیرې شاړې حکومتي ځمکې دولتي زوراکو غصب کړې او پر هغوی یې شخصي ښارګوټې ودان کړي ، څه کیږي چې دهمدې غصبي ښارګوټو ترڅنګ د نویو راستنیدونکو مهاجرینو لپاره د مهاجرینو او عودت کوونکو چارو د وزارت تر نظارت لاندې ښارګوټې جوړ او راستنیدونکو ته په وړیا توګه په واک کې ورکړل شي.

همدا اوس چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ټولنه (یونیسیار ) همدې راستنیدونکوته له پاکستان څخه د راستنیدو په مقابل کې ۴۰۰ ډالر ورکوي هغوی به حتما په افغانستان کې د کډ والو د ځای پرځای کیدو لپاره هم ځانګړې بودیجه لري چې له هغې نه په استفادې سره باید د هیواد په دننه کې د راستانه شویو د استوګنې چارې تنظیم او اساسي اړتیاوې یې پوره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د