افغانستان

په لوګر کې غورځېدلې چورلکه د «پنجاب حکومت» ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۴مه ۱۳۹۵ل): نن د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې د بهرنیانو یوه چورلکه وغورځېده چې له امله یې الوتکي اور واخیست او عمله یې د ځینو راپورونو پر اساس طالبانو ته په لاس ورغله.

طالبانو تر اوسه دغه خبرونه نه دي تایید کړي او نه یې هم رد کړي دي.

د پاکستان څخه خپرېدونکي انګریزي ورځپاڼي «دي نیوز» په دې اړه په خپل یوه راپور کې ویلي چې چورلکه د پنجاب حکومت ده، عمله یې ټول ۶ کسان وه، ۵ پاکستانیان او یو روسي تبعه وو.

د «عابد راو» په نامه یوه پاکستاني تقاعد شوي مارشال د پاکستان سما تلویزون ته ویلي چې د پاکستان حکومت باید دیپلوماسي په کار واچوي تر څو نیول شوي کسان را خوشي کړي.

سما تلویزون ویلي چې په چورلکه کې سپاره کسان ۶ تنه پاکستاني انجینران دي.

تر اوسه مالومه نه ده چې دغه الوتکي د کومي موخي لپاره د افغانستان په دننه کې پرواز کوی. خو «دی نیوز» ورځپاڼي ویلي چې د اوزبکستان په لور روانه وه.
باید وویل شي چې د الوتکي د غورځېدو علت هم تر اوسه څرګند نه دی، خو عیني شاهدان وايي چې الوتکي تر غورځېدو مخکې هم اور اخیستی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x