افغانستاننړۍ

«د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو وخت دې تمدید شي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۴مه ۱۳۹۵ل): په خیبرپښتونخوا ایالت کې مېشتو افغان مهاجرینو د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې په دغه هېواد کې د دوی د پاتې کېدو وخت دې تمدید کړي.

د افغان مهاجرینو یوه جرګه چې د پېښور پریس کلب (خبریالانو مرکز) کې راټول شوي وو ویل چې دوی د کلونو راهیسې په پاکستان کې کاروبارونه کوي او افغانستان ته يې د لېږلو لپاره ۶ میاشتې وخت کم دی.

د افغان جرګې غړو ویل چې پاکستان له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې له دوی سره ښېګڼه کړې او دوی د پاکستان د مېلمه پالنې مننه کوي.

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار چې په دغه ناسته کې یې ګډون کړی و، خبریالانو ته وویل چې دوی له پاکستانه غواړي چې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو وخت تمدید کړي ځکه په افغانستان کې حالت د بېرته ستنېدنې لپاره سم نه دي.

هغه وویل چې د پولیسو د ځورونې له کبله مهاجرین  ډیری ستونزو سره مخ دي او اوس نه شي کولای چې په ډاډه زړه وګرځي.

د حبیب الرحمن په وینا افغان مهاجرین په پاکستان کې له کلونو راهیسې کاروبار کوي او زرګونه افغان زده کوونکي د پاکستان په بېلابېلو ښوونیزو ادارو کې زده کړې کوي.

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه: «موږ څنګه کولای شو چې د کلونو راهیسې روان کاروبار په یوه شپه کې ختم او خرڅ کړو».

د مهاجرینو جرګې یو شمېر نورو غړو هم ویل چې لا هم په افغانستان کې امنیت نشته او دوی له بدې ورځې په پاکستان کې اوسېدو ته مجبور دي.

دوی وویل چې د مهاجرینو بېرته ستنېدنه د وخت غوښتنه ده خو د پاکستان حکومت دې د دې لپاره مناسب وخت ورکړي څو افغان مهاجرین وکولای شي خپل کارونه په سمه توګه راټول کړي.

د مهاجرینو جرګې همدارنګه د پېښور په څمکنو سیمه کې د مهاجرینو د نړیوال سازمان په مرکز کې د اسانتیاوو له کمښت څخه هم شکایت وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زخمي ننګرهار

افسوس پر دې مشرانو ! ښاغليه حبيب الرحمان حکمتياره ! دا څه کم يوه مياشت کيږي چې له پاکستانه د افغان مهاجرينو د را ستنېدلو لړۍ ډېره چټکه شوې ، خو ستاسو اقدام د مهاجرينو د بيرته لړۍ د ځنډنۍ کولو په لور ده ، د مهربانۍ له مخې مو دا خبرې مسخ کړئ . تر څو افغان مهاجرين خپل هېواد ته را ستانه شي ، بل ستاسو خبر چې په افغانستان کې امنيت نشته ، نو امنيت خو په افغانانو راځي چې کله هم افغانان هېواد ته را ستانه شي ان شاءالله افغانستان به سوکاله اباد او سوله به… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x