نظــر

څه عجبه ډرامه ده

د افغانستان د اوسنی حالت او وضیعت په نظر کی نیولو سره چې ملت نور له شته ناخوالو او  روان جنګ نه ستړی دی هره ورځ په لس ګنو بی وزله  افغانان  خپل ژوند دلاسه ورکوی، میندی مو  بوری ځوانی کونډی او ماشومان مو یتمان کیږی ،پردی شعارونه چې په مختلفو نومونو چې لا تراوسه ورته روښانه تعریف نشته ده د ګوته په شمار کسانو له لوری بدرګه کیږی ،جنګ او د جنګ موخي او دوام نه دی معلوم که ښه زیر شو افغانان د پردیو له لوری د تپل شوی جګړی په نتیجه کی وژل کیږی ، امریکا او ملګرو هیوادونو یی افغانستان د تروریستانو د ځپلو په موخه لاندی کړ،

واک یې خپلو داسی  پلویانو ته وسپاره چې د ملت استازیتوب نشی کولای او ددوی د تصور خلاف په اوږده جګړه کی ښکیل شول او اوس تری سر بر خطا ده سرتری یې وژل کیږی اقتصاد له رکود سره مخ راتلونکی يې نامعلومه ده اوخپل ملتونه يې ناراضه دی.

او د دموکراسی د تمثیل د پاره یې دوه ځلی داسی  ټول ټاکنی ترسره کړی ، چې روستی تر لمړی څو واری زیاتی  له ټګیو او درغلیو ډکی وی ،اوکوم حاکم ټیم چې د ټاکنو په پایله کی واک ته رسیدلی  د ملت د ارادی ممثل نه ده.

دایو څرګند حقیقت ده چې په افغانانو باندی د پردیو نظریو تپل او منل په هیڅ صورت سره شونی نه دی که چیری بهرنیان چې په سرکی یې د امریکا متحده ایالات قرار لری په موجوده واکمن ټیم چې د ملت استازیتوب نشی کولای په تشو وعدواو ژمنو ځان خطا باسی نو ښکاره ده چې دا جنګ نه ختمیدونکی جنګ ده او په پای کی به  له جنجال نه د خلاصی لار ونه مومی.

دادی یو ځل بیا د دریم ځل لپاره د ټول ټاکنو لپاره د غونډو او اتحادونو پوره غوبل جوړ دی، خو دا ښکاره خبره ده چي دا اتحادونه په ګروهی ، سمتی او ژبنی  بڼه  ترسره کیږی، چي دهیواد او هیوادوالو د پاره دښه راتلونکی په ځای تردی زیات د جګړی دوام ،قومی او ژبنی  توپیر او تعصب خواته هیواد بیای.

افغانان ګوری چې نه خو اوسنی نوماندان کومی نوی څیری دی بلکه  ټول د دولس کلن  واکمن نظام د ټیم کلیدی غړی دی ، که  تیری دولس کلنی دوری او نظام ته وکتل شي پرته له دی چې اداری فساد یې معمول وګرځاوه ، واک د ایتلافونو په پایله کی په ډلګیو ویشل شوی ده ملی او دولتی شتمنی د زورواکونو لخوا غصب شوی او په ملت کې یې د سمتی قومی او ژبنی تعصب ریښی وکرلی.

د ټول ټاکنو له لاری روښانه راتلونکی ته انتظار د وخت ضیاع ده دا له لمر نه  روښانه ده چي نه خو انتخاباتو ته زمینه برابره ده او نه هم په  انتخاباتو کی د ټول ملت اراده تمثیل کیدایشی.

هر څوک او ډله  چي ددی ټول ټاکنو په پایله کی واک ته رسیږی اداره به یی له دی اوسنی هغی  په مراتبو او کراتو  بدتره او له فساده ډکه وی ، او په همدی ډول سوله چي یو اړین حقیقت ده په راتلونکی اداره کی له دی امله له پام غورځول کیږی  چي دغه اداره د خپل واک او قدرت د دوهم ځل پایښت دپاره دی ته نه حاضریږی چي بل څوک په واک له ځان سره شریک کړی بل دوی له وړاندی نه چوکۍ او مادی امکانات په خپلو کی سره ویشلی دی.د موجود واکمن نظام په دولس کلنه موده کی د سولی او ډاډمن امنیت دپاره هیڅ و نشو دا په داسی حال کی ده چې افغانستان او افغان ملت  له هرڅه وړاندی سولی او امنیت اړتیالری.

په تیرو دولسو کلونو کی  چې د سولی  په نوم کوم خوځښتونه تر سره  شوی دی  یوازی د یوی پروژی شکل یې درلود  د رښتیونی سولی دپاره ورسره  قوی اراده او  پاک نیت نه وه موجود ،  که چیری خارجی ځواکونه  په ځانګړی توګه امریکا  او د افغانستان موجوده او د ټاکنو په پای کی  راتلونکی نظام چې د چوکیو او پوستونو له تغیر او تبدیل پرته بل څه نلری ، په دی نظر وی چې په نظامی زور او قوت سره به مخالفین له منځه یوسی دا ناممکن او محال کار په دی ده چې د طالبانو تیره واکمنی د ملت لخوا نه ده نسکوره شوی د طالبانو نظام د امریکا او ورسره ملګرو لخوا په زور چپه کړای شو ،او په تیرو دولسو کالو کی نه یوازی دا چې وسله والو مخالفینو ماتی نه ده خوړلی  ورځ تر بلی غښتلی شوی او پرته له پښتون میشته سیمو نورو ته هم رسیدلی دی ، دا ځکه چې له انتقالی اداری روسته خلکو په ټول  ټاکنو کی له یو څه  دلچسپی سره له دی امله برخه واخیسته چې ګوندی د کوم سالم او معقول نظام ته لاره  پیداکړی ولی بدبختانه نړی والی ټولنی او په خاصه ډول امریکا د افغانانو ارادی ته په درنه ونه کتل او دا موقعي ورنکړه چې افغانان په کور دننه خپل نظام او مشرتابه  په خپله خوښه وټاکی ، که بهرنیان هرڅومره دعدالت او دموکراسی شعارونه ورکوی خو په عملی ډګر کی د نیواک ګرو او اشغالګرو په څیر کړنی اعمال ترسره کوی ،  نه خو ملت د ملی واکمنی په لور تللی او نه هم د مشرتابه په انتخاب کی د خپلی ارادی د ښودلو  دپاره د خپل واک درلودونکی دی. قدرمنو مسلمانو هیواد والو هرڅه چې کیږی یوازنی موخه قدرت او واک ته رسیدل دی ، هغه واک او قدرت ته چې د پریکړو اصلی واک به لکه نن له نورو سره وی ، دوی به یوازی د جب ډکولو اختیار لری ، عجبه خو داده ځوی له یوه سره او پلار یی له بل سره ، یو ورور یوه سره او بل یی له بل سره ، لنډه داچې چاچیرته خولی ایښی او چیرته څادر چې دا می چور او چر،بل څه نشته ،

کرزی لالا هم غواړی ځان خمینی یا پاپ جوړ کړی ، دده ارزو خو داده چې داسی څوک قدرت ته ورسیږی چې دده په اشارو نڅیږی ، ځکه ده خو شل کړه پاتی شو دده ګوډاګی ، ورکه دی شی مینځه چې د مینځی کالی مینخی او همدارنګه ، زه د ابی مزدوره ابی د کلی.

داکتر ظلال احمد عمت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x