
د کابل په دهسبز کې ۲۵۰۰ کورنیو ته برېښنا ورسول شوه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د کابل په دهسبز ولسوالۍ کې د برېښنا رسونې یوه پروژه چې پر مټ به یې ۲۵۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه ګټه واخلي، بشپړه شوه.
د دغې پروژې افتتاح نن د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني وکړه. هغه وویل چې د دغې پروژې له بشپړیدو سره به د دهسبز ولسوالۍ اړوند د تره خیل، زرین کلا، دهیحیی او اغامحمد خان کلیو ۲۵۰۰ کورنۍ له برېښنا ګټه واخلي.
د یاد چارواکي په وینا د یادې پروژې مقدماتي کارونه په پنځو کلونو کې بشپړ شول او لګښت يې د افغانستان د دولت د انکشافي بودیجې څخه ورکول شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزیر د معلوماتو پر اساس دغه سیمې کې ۱۹ ترانسفر لګول شوي چې ټولټال ۴.۶ میګاواټه ظرفیت لري او برېښنا يې د کابل ښار د هودخیل څخه ورکول کیږي.
هغه وویل چې د برېښنا شرکت ته یې لارښوونه کړې څو ژر تر ژره په دغه کلیو کې د برېښنا میټرونه ولګوي څو خلک ژر تر ژره له دغې برېښنا ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال په افغانستان کې د ۱۴۰۰ میګاواټه برېښنا څخه استفاده کیږي چې له منځه یې ۲۵ سلنه په افغانستان کې تولیدیږي او پاتې نور د ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردیږي.