شعـــــرونه

غزل: فتحان حنفي

فتحان حنفي

غم ځپلی یم له ځان سره غږیږم
لوند په اوښکو دی ګرېوان سره غږیږم

خیال کې باسم رنګینې د خوږې مینې
په فکرو کې له جانان سره غږیږم

د شهید وجود یې سخته خوشبوی ځې
هم له مشک هم له زعفران سره غږیږم

سر ګګر د فقیرانو له ټولۍ دی
ددې عصر له یو خان سره غږیږم

عجیبه ده په پښتو نه سره پیږو
یو افغان له بل افغان سره غږیږم

شبګیرې کومه خوب مې تښتېدلی
په سرو سترګو له آسمان سره غږیږم

لوږو تندو کې راضي یم پروا نکړم
ضمیر پال یم له وجدان سره غږیږم

دښت کې لویه رمه پیای یو شپونکی دی
د رمې له دې څاروان سره غږیږم

کاش چې ووینم روضه ده په اعراب کې
لاس دي لپه له ارمان سره غږیږم

په ژوندون مې رانه رب چې رضامند شې
پس له مرګ حورو غلمان سره غږیږم

کاش که وکړم شاعري د رحمان غوندې
زه فتحان یې له دیوان سره غږیږم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x