دا وو زموږ او ستاسو اسلاف

عبدالرحمن محمود

اميرالمٶمنين عمرابن الخطاب رض دخپل هيبت او رعب ناکه څهرې باوجود، أو دکسرى وقيصر د فتوحاتو تر څنګ، أو پر مشرق ومغرب د سلطنت سره سره داسي يوه چوپنه استعمالول چي دولس/12/پينې ورکول شوي وي.

صحابه ئي کرامو په خپل مينځ کي سره وويل چي کاشکې أميرالمٶمنين دغه چوپنه ليري کړي واى بله نوي چوپنه ېي استعمال کړي واى أو سهار وماښام ورته جلا خوراک تياريدلاى.

ددي خبري لپاره يې حضرت علي کرم الله وجهه منتخب کړ چي اميرالمٶمنين سره به دموضوع اړوند خبره کوي.

حضرت علي رض حواله پر أم المٶمنين بي بي حفصه رض باندي ورکړه چي هغه دا جرئت کولاى سي.

صحابه يې کرام و أم المٶمنين بي بي حفصه رض ته ورغلل ترڅو د أميرالمٶمنين سره ياده شوي خبره وکړي.
أمهات المٶمنين بي بي عائشه او حفصه رض دواړې د أميرالمٶمنين و حضورته ورغلې، بي بي عائشه رض په خبرو پيل وکړ، چي أى أميرالمٶمنينه الله،ج، د اسلام نصرت وکړ، فتوحات راغلل، د مشرق ومغرب څخه غنيمتونه راروان دي، د ليرې وطنو څخه وفدونه درته راروان دي که چيري ته دا قديمه أو پينه شوې چوپنه بدله کړي أو بله استعمال کړي أو سهار وماښام درته خوراک تيارسې.

د أميرالمٶمنين په سترګو کي أوښکي وغړيدې أو بي بي عائشه رض ته يې و ويل يا أم المٶمنين ته نيې خبره چي رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپل ټول ژوند کي درې ورځې پرله پسې دغنمو ډوډي نده خوړلې أو تر وفات پوري ېي په يوه ورځ کي دوه واره خوراک ندى کړى، تاسي دواړې د رسول الله صلى الله عليه وسلم بيبيانې ياست، پر ټول أمت عام حق لرى أو پر ما خاص حق لرى مګر تاسي ما و دنياته ترغيب کوى أو ځما په ياد دي چي خيرالبرية صلى الله عليه وسلم. داسي چوپنه اغوستل چي مبارک بدن به يې ور خراش کړى وو.

أيا ته نيي خبره چي رسول الله ص يوه شړي درلوده د شپې يې د خوب لپاره استعمالول او د ورځې يې د ناستې لپاره استعمالول.

بيايې بي بي حفصې رض ته مخ ور واړوه چي أى حفصې ستا ندي ياد چي تاراته وويل چي ما يوه شپه د رسول الله ص د خوب ټغر ورته غبرګ اوار کړى وو ددي لپاره چي لږ نرم شي په هغه شپه رسول الله ص د بلال داذان تر وخته ويده وو  او ماته يې وويل چي بل وخت داسي ونکړي، ځما أو د نرم ځاى ئي سره څه ؟

سره له دي چي وهغه ته ” غفرله من ذنبه ماتقدم وما تأخر ” يعني هر څه ور بخښل سوي وه. نو أيا زه دخپل دواړه ملګرو(محمدصلى الله عليه وسلم،ابوبکرالصديق رض) په سيرت باندي ولاړنشم،  ما د خپل رب جل جلاله سره قسم کړى دى چي د ژوند ترپايه به په يوه وخت کي دوه قسمه شى نه خورم غير د مالګي أو د زيتون غوړو نه، او په يوه مياشت کي به يوار غوښه خورم.

بي بي عائشه او حفصه رض، ورڅخه رخصت شوې أو صحابه ئي کرام يې له حاله خبر کړه.

حضرت عمر رض په هغه حالت باندي پاته شو تر څو چي د أبو لٶلوء المجوسي له خوا د سهار په لمانځه کي په شهادت ورسيد.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د