نظــر

برهان الدین رباني د جنرال حمید ګل نه د اردو تشکیل ماموریت غوښتنه کړې وه

ژباړه: مصدق اکرم اسحق زی

په ظاهراً کې جمعیت اسلامي او شورای نظار د پاکستان ضد څیره خپل کړې او کوښښ کوي چې د ای اس ای مارک واغوندي اما کله چې شوروي لخوا د افغانستان خاوره اشغال شوې وه اسلامي حزب نه وروسته جمعیت اسلامي دویم اخواني ګوند وو چې مالي او نظامي امکانات د سی ای ای څخه د ای اس ای په واسطه تر لاسه کول،ددې ترڅنګ د پاکستان دولت استخباراتي سازمان اسانتیاوې او د نظامي زده کړو  مرکزونه د ( بډه بېره قلعه)  یې د احمد شاه مسعود تر رهبرۍ لاندې او د خراسان اردو د پېښور او چارسدې ترمنځ لاره کې د جمعیت او احمد شاه مسعود تر رهبرۍ لاندې وو،او ددې ترڅنک په پېښور کې د رباني په نوم یو چوک هم نومول شوی دی. جمعیت اسلامي د کابل نیولو وروسته خپل وفاداري وساتله او د خاد اسناد یې ای اس ای ته ورسپارل، او د پاکستان پخواني استخباراتو ریس او د اووه ګونو حزبونو پلار څخه غوښتنه وکړه چې د برهان الدین رباني مشاوريت دنده واخلي او دهغه څخه د پاکستان شهینشاه په صفت استفاده وکړي.
د پاکستان ( فرشتیر پوست)  یو راپور نشره کړی و  چې عنوان یې ( د رباني غوښتنه د جنرال حمید څخه د اردو د تشکیل د مامور په توګه)

د سرطان په ۱۲ د ۱۳۷۱ د جولای ۳ د ۱۹۱۹۲ م کال لیکلي د پنجشنبې په شپه د سرطان ۱۱ د ۱۳۷۱ بي بي سي راپور ورکړ او اشاره یې د افغانستان ولسمشر برهان الدین رباني ته  وکړه چې جنرال حمید ګل د پاکستان نظامي استخباراتو پخواني ریس څخه د “جنګ خدمت “په بدل کې د سر او سامان     د دویم لپاره د افغانستان اردو څخه به بیا استفاده وکړای شي، د بي بي سي راپور مطابق( ۱۰۰) زره مجاهدین چې ډیری یې د افغانستان دشمالي منطقو څخه وو  او د احمد شاه مسعود د رهبرۍ لاندې د کابل څخه د نورو وسلوالو او ډلو په  پاکولو کې مصروف وو او په راپور کې ادامه ورکوي او  وایي د مسعود د سوال په ځواب کې یې وویل مونږ د پاکستان او ترکیې څخه غواړو چې مونږ د اردو په تشکیل کې مرسته وکړي. وروسته د هېواد د اردو د تالاشۍ فرمان صادر کړ،او د پنجشنبې په شپه د یو راډېو له لارې په خلکو غږ وکړ او ددغې لارې یې د شپې نظامیان،ملي امنیت لغوه اعلان کړل او د یو اسلامي نظام رامنځته کولو غوښتنه یې وکړه… ورځ پاڼې ” جنګ ” چاپ راولپینډي د جون په ۲۷ د ۱۹۹۲ م کال کې وایي د افغانستان جمهور ریس برهان الدین رباني په اسلام اباد کې د جنرال حمید ګل سره په یوه لیدنه کې د حمید ګل څخه مننه او قدرداني وکړه او دده څخه یې غوښتنه وکړه چې کابل ته دې راشي او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مشاور په حیث وظیفه اجرا کړي خو حمید ګل د مننې  ترڅنګ د افغانستان ولسمشر په ځواب کې وویل چې زه به هیڅ پاچا ونه منم، او په څو پارګرافونو کې د راپور په وروسته کې د جنګي ولایتونو د تنظیمونو جمعیت اسلامي ، حزب اسلامي او د دوستم د ملیشو نه یادونه کړې ده. د افغانستان اردو چې د قدرتمندو ځواکونو څخه او پخواني تاریخ یې درلود چې د دولت سقوط د نواز شریف په برنامه او هدایت ټوټه او پرچه شو او پرمختللې وسلې یې په پاکستان د کباړ په شکل خرڅې کړلې.

په اوس وخت کې ددې با وجود امریکا او ناټو  خلکو  ته دا دوکې ورکوي چې د افغانستان ځواکونه او اردو به په مجهزه او پرمختللې توګه تقویه کوي اما افغان ځواکونه اوس وخت کې کارګرو ته ورته دي چې  په خپلو مټو د قدرت دفاع وکړي، بلکې دا زمونږ د ځواکونو د وینو سره په ډیره بې غیرتې او بې ننګې معامله کوي او خپله د خیر غونډې کې ناست دي.

کوم اردو چې امریکا د افغانستان لپاره جوړه کړې په داسې فساد کې غرقه او د جنګسالارانو سره اخته ده چې په دې ورځو کې زمونږ په سل هاو ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکوي او په دې وخت کې د یو داسې جاهل او د حیواني ډلو سره نښتي دي چې د ورک کولو توان یې نه لري.

په تازه ګي کې د افغانستان شفافیت څېړونکو اعلان وکړ چې ددوی د تحقیق پر اساس په دغه برخه کې د افغانستان نظامي بستونه په سلو کې پنځوس فیصده خالي بستونه دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

وروره د ارباب روډ د کوڅې نوم هسې د خلکو په خوله د کوچه رباني په نوم یادیده ځکه په همدې کوڅه کې د هغه کور وو، هابله کوڅه بیا د مستو په کوڅه مشهوره وه، مخامخ یې د نننی جمعیت اصلاح جونګړه (مرکز فرهنګي) وو او په همدې مستو یې شپه تیروله.

مستې (انګریزان یی یوګارټ بولي)

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close