karzai tuching head

استراتیژیک تړون که د سولې د مذاکراتو لپاره بالقوه ګواښ ؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله: بالآخره کرزی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د امنیتي تړون د زیاترو موادو په لاسلیکولو سره خپله موافقه اعلان کړه .

تیره شپه کرزي او کیري په خپلې خبرې غونډې کې ژورنالیستانوته وویل چې د افغانستان د ملي حاکمیت د درناوي او دبهرني یرغل په وړاندي د دې هیواد د ملاتړ په اړه د افغاني لوري غوښتنې منل شوې، خو د افغانستان د قوانینو په وړاندې د امریکايي پوځیانو د مصونیت په اړه لا خبره نه ده فیصله شوې.

د امریکا او کرزي ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیکول که له یوې خوا د کرزي حکومت د خپل ځان لپاره بریالیتوب بولي ،خو له بله پلوه دکرزي دحکومت مخالفین (طالبان) او دهغه ځیني نور سیاسي حریفان د دغه تړون لاسلیکول په راتلونکي کې دسوله ایزو مذاکراتو لپاره یو حتمي ګواښ بولي .

طالبان چې تراوسه هم دامریکایانو په شمول په افغانستان کې ټول بهرني ځواکونه یرغلګر بولي او له همدغو یرغلګرو اود هغوئ له لاسپوڅي حکومت سره د خپل جهاد او مقاومت لامل د هغوئ نامشروع تجاوز بولي په هیڅ صورت دانه قبلوي چې په راتلونکي کې دي همدغو متجاوز وځواکونو د اشغال موده نوره هم په افغانستان کې تمدید شي.

همدا راز طالبانو له امریکایانو سره د خپلو مذاکراتو پیلول له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو په بلا قید اوشرط وتلو پوري مشروط کړي ، اوس چې امریکایان نورهم غواړي چې د همدې تړون له مخې په افغانستان کې خپلې قواوې پاتې کړي دا په ښکاره د طالبانو غوښتنې ته منفي ځواب دی چې حتما به ورسره نور هم دامریکایانو او دهغوئ دپلوي حکومت په خلاف د طالبانو په پوځي فعالیتونوکې دزیاتوالي لامل ګرځي .

یواځې طالبان نه بلکې دافغانستان ګاونډیان په تیره ، چین ،روسیه او ایران هم په سیمه کې د امریکایانو له دائمي شتون سره مخالفت لري او دیته نه دې تیار چې امریکایان دي دهغوئ په ګاونډ کې دائمي شتون ولري .

په امنیتي تړون کې له امریکایانو څخه دکرزي ترټولو مهمه غوښتنه داده چې د ده په اصطلاح دبهرني یرغل په مقابل کې به امریکايي ځواکونه د ده دحکومت ملاتړکوي .

له بهرني یرغل څخه دکرزي هدف دپاکستاني ځواکونو تیری دی چې وخت ناوخت یې دافغانستان دسرحدي پولو په امتداد ترسره کوي ، خو امریکا چې پاکستان ته دیوه خپل استراتیژیک دوست په سترګه ګوري په هیڅ ډول دا نه خوښوي چې هغوئ دې کله هم د دغه استراتیژیک ملګري په خلاف اقدام وکړي .

په مجموع کې دامریکا اوکرزي ترمنځ امنیتي تړون پرته له دې چې دافغانستان په داخل او دهغه په ګاونډ کې منطقوي حساسیتونه راوپاروي نور نه د دې هیواد لپاره امنیتي ګټې تضمینولای شي او نه دهغه اقتصادي اوسیاسي ثبات.

دغه تړون چې د کرزي او امریکایانو ترمنځ دامنیتي تړون ترنامه لاندې لاسلیک کیږي په حقیقت کې دسولې په لارکې دیوه بالقوه تهدید په توګه تلقي کیږي چې هم د افغانستان او هم دټولې سیمې لپاره سر له اوس نه ورکې سخت امنیتي خطرونه ورکي محسوس دي .

د نن ټکی اسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د