د چاغو خلکو ماغزه د نورو په پرتله ژر زړیږي

اجمل ويال
ډیر وزن د دماغو د چټک زړښت سبب ګرځي. په هغه لیکنه کې چې د Neurobiology of Aging ژورنال خپره کړې ده، داسې په ډاګه شوي دي چې د هغه خلکو، چې وزن یې ډیر وي دماغ یې د سالم وزن لرونکو په پرتله لږ تر لږه ۱۰ کاله ژر زړیږي.

د انګلستان د کامبریج پوهنتون یوه کارپوه لیزا رونان(Lisa Ronan) داسې وویال: ” لکه څرنګه، چې دا ټولو ته مالومه ده، د عمر د زیاتیدو سره سم د انسان د ماغزو حجم په تدريجي ډول کمیږي، خو دغه بهیر په چاغو خلکو کې د سالم وزن لرونکو په پرتله ډیر چټک وي، چې لا تر اوسه یې خاص علت نه دی مالوم. موږ د یوې سروې کولو وروسته داسې یوې پایلې ته راغلي یو، چې د ډیر وزن لرونکو خلکو د دماغو د ژر زړیدلو اصلي علت ښايي چاغښت وي.”

رونان او ملګري یې داسې یوې پایلې ته هغه وخت راغلل، کله چې د کامبریج ښار ۵۰۰ تنو اوسیدونکو د ۲۰ نه تر ۸۷ کالونو عمر لرونکي خلکو دماغي سیستم د MRI په وسیله وڅیړلو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د