افغانستان

دفاع وزارت: د پاکستانۍ چورلکي د عملې خلاصون لپاره مو هلي ځلي پیل کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۵مه ۱۳۹۵ل):  د پاکستان پوځي چارواکو په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان جان نیکولسن څخه غوښتي چې په افغانستان کې د پنجاب حکومت د غورځېدلي الوتکي ۶ تنه عمله د طالبانو له منګولو را خوشي کړي.

تیره ورځ د لوګر په ازره ولسوالۍ کې د پاکستان د پنجاب حکومت یوه چورلکه وغورځېده چې عمله یې د ځايي طالبانو لاسته ورغلې.

طالبانو تر اوسه رسما په دې اړه څه نه دي ویلي خو یو شمېر سرچینو د پاکستان ایکسپریس ټریبیون رسنۍ ته ویلي چې د چورلکي عمله د طالبانو سره ده.

د فاع وزارت ویاند دولت وزیري نن ټکی اسیا ته د یوې خبرپاڼي په رالیږلو سره منلي چې د پاکستان یوې چورلکي ته اجازه ورکړل شوې وه تر څو د افغانستان له لاري اوزبکستان ته پرواز وکړي.

نوموړي ویلي چې په دې اړه به دوی څیړني کوي چې را غورځېدلې چورلکه هغه ده چې اجازه ورکړل شوې او که بله ده. او زیاته کړې چې دفاعي او امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې د چورلکي د برمته شوې عملې د بیا خلاصون لپاره خپل ټولي هڅي په لاره واچوي.

بل خوا د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د ناټو عمومي قومندان جنرال نیکولسن پاکستان ته اطمینان ورکړی چې د شپږو پاکستاني اتباعو د خلاصون لپاره به هلي ځلي کوي.

پاکستاني چارواکي وايي د پنجاب حکومت چورلکه چې تېره ورځ په ازره کې وغورځېده ، اوزبکستان ته د دې لپاره تله، تر څو یې هلته تخنیکي عوارض له منځه یووړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د دغه چورلکی په اړه زما ارزونه : لمړی : یوه فوځی الوتکه د بل هیواد په هوایی فضا تیریدنه د هغه هیواد د یرغل معنی لری مګر وزیری وایی چه مونږ ورته د تګ جواز ورکړی وو دا یی ولی نه ده اعلان کړی هیواد د حکومت او ملت مجموعی ته وایی حکومت که د جواز حق ځانته ورکوی ملت هم د خبریدو حق ځانته ورکوی ، حکومت نه شی کولی هر څه بی له دی چه ملت خبر شی تر سره کړی . دوهم : اخره کی د پاکستان حکومت به حواله ویل کیږی چه الوتکه د تخنیکی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x