افغانستان

حامد کرزی: د بهرنیانو څخه د بمبار غوښتنه د حل لاره نه ده

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغاني چارواکو هغه غوښتني رد کړي چې د بهرنیانو څخه یې په افغانستان کې د لا زیاتي بمبارۍ غوښتنه کړې ده.

نوموړي د برتانیې ګارډین ورځپاڼي سره په مرکه کې ویلي چې پر افغانستان باندي د بهرنیانو بمبار او په جګړې کې ښکېلتیا ددوی په خلاف د افغانانو کرکه او کینه را پاروي چې پایلي به یې نه د افغانانو او نه هم د بهرنیانو په ګټه وي.

نوموړي ویلي چې هغه خلک په هیڅ توګه د افغانستان او افغانانو استازولي نه شي کولای چې د بهرنیانو څخه غواړي پر نورو افغانانو بمبار وکړي.
نوموړي ویلي: «دوی تیروتي دي، دوی ډیر سخت تیروتي. هغوی، چې بهرنیو ځواکونو ته وايي، چې پر افغانانو بمباری وکړي، هغوی د افغانستان د ګټو او خلکو استازولي نه کوي»

حامد کرزي ویلي چې بهرنیانو څخه غوښتل چې هغوی زمونږ هیواد ته راشي او زمونږ پر ځای زمونږ لپاره وجنګیږي، هغوی ته خپل واک او ملکیت په لاس د ورکولو معنی لري.

نوموړي وویل چې پر افغانانو د بهر څخه د برخلیک ټاکنه افغانان راپاروي او د جګړې پر تیلو نور اور پاشي.

باید وویل شي چې په ۲۰۱۴ کې د اشرف غني او عبدالله تر منځ د ګډ حکومت تشکیل په دوهمه ورځ د امریکا سره امنیتي تړون امضا شو، کوم چې حامد کرزي د افغانستان د ګټو خلاف باله ، او همداراز پر امریکایانو هغه بندیزونه پورته شوه چې د افغانانو پر کورونو د چاپو وهلو او بمباري کولو په اړه لګېدلي وه.

په دې وروستیو کې د طالبانو سره د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو شاتګ د ګډحکومت چارواکي یو ځل بیا دې ته اړ کړه چې د امریکا څخه د بمباریو زیاتوالی او په عملیاتو کې د ګډون غوښتنه وکړي.

ویل کیږي چې په هلمند کې بهرني ځواکونه د افغاني ځواکونو سره اوږه پر اوږه د طالبانو په خلاف جنګیږي، چې ځیني هلمندي سیاستوال او چارواکي یې د هلمند د جګړې د لا توندوالي سبب بولي او زیاتوي چې په دغه ولایت کې د بهرنیانو شتون د لا زیاتو جګړو لپاره لاره هواره کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

کرزی تر ع او غ ډیر بیړنی ، مړنی او د شاه شجاع او کارمل به شان اولنی او بنسټیز غلام دی دا چه دموکراسی لیری کړی د دموکراسی د ځينو اصلیتونه څخه په ګټه اخستنه او د بادارانو په جواز هغه څه وایی چه پرونی غلام له ځانه نننی احمدشاه بابا او میرویس نیکه په شان انقلابی او د مصطفی کمال په شان د افغانانو پلار او نیکه جوړ کړی . په دی اړه می د ده په ضد او نقیض نیوکو او څرګندونو می ارزونه کړی وه ، له تبصری زیاته وه ما ویل کیدی شی د لیکنی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x