ادبي لیکني

د وزیرانو شوری نوبتي غونډه / طنز

جیلاني پښتون

د وزیرانو شوری د نن ورځې د مجلس آجنډا د بریښنایي تذکرې د محتویاتو په اړه بحث و، د مجلس په پیل کې د وزیرانو شوری مشر ډاکټر عبدالله وویل: تاسو ته زیری درکوم چې له نیکه مرغه د بریښنایي تذکرو موضوع حل او فصل سوه.د ارګ او سپیدار د توافق له مخې ددې لپاره چې په تذکره کې د هیواد د اتباعو ټول مشخصات درج او ځای سي نو د کوچني کارت په ځای باید هیوادوالو ته لویه بریښنایي پرپړه ورکړو. اوس چې د ولسمشر لخوا د بریښنایي پرپړې منظوري راغلې ده زموږ کار دادی چې په داسې مشخصاتو غور وکړو او راپیدا یي کړو چې دغه پرپړه ورباندې ډکه سي. نو لطفا خپلو ماغزو ته ټک ورکړئ او بیخاره مو خپل پیشنهادونه رامیدان ته کړئ ځکه منظوري د پرپړې راغلې چې د ډکیدلو ویره یي نسته.

د ډاکټر عبدالله له خبرو وروسته یي ترڅنګ ناست د روغتیا وزیر ډاکټر خان دوران په خبرو پیل وکړ او کړل یي: یاره ډاکټرصیب دا خو ډیر ښه کار سوی دی. د تذکره اخیستونکي نوم د پلار نوم او نورو ضروري شیان خو به بې له هغې په تذکره کې راځي خو د روغتیا د وزیر په حیث زما پیشنهاد دی چې په تذکره کې یوه خانه د امراض مخفي په عنوان هم راسي. په تأسف سره زما غوندې ډیر کسان پټ مرضونه لري چې حتی معالج ډاکټر ته یي هم نسم بیانولی، نو چې زما مخفي مرض په تذکره کې لیکلی وي نو ډاکټر ته به یوازې خپله بریښنایي پرپړه ورښکاره کوم او هغه به خپله پوهیږي چې زه له کوم پټ مرض څخه رنځیږم.

د مجلس خادم او چای باشي کاکا صفدر چې نن یي هم د پخوا غوندې د دروازې تر شا د وزیرانو مجلس ته غوږ نیولی و، د روغتیا د وزیر خبرې یې د ګوړې په شان په زړه ولګیدې،ددې لپاره چې موضوع بدله نسي شرم او دمجلس آداب یي وغورځول او همداسې بې واره یي دروازه ورخلاصه کړه، ډاکټر عبدالله یي مخاطب کړ چې ډاکټر صیب! په ټول عمر مې ستاسو په مجلس کې مداخله نه ده کړې او نه مې درنه یو خواست کړی، مګر نن په معذرت دا یوه خبره کوم چې دغه د روغتیا وزیر صیب ډیره ضروري خبره وکړه. تاسو ته خو زموږ د خلکو رواج او خبرې معلومې دي،چې مرض به د خدای له خوا وي مګر دوی به درنه ډرامه جوړه کړي او چاته به د خپل مرض حال نسې ویلی. زه خپله د ډیرو انسانانو په شان ( ګل مو په مخ) د بواسیرو تکلیف لرم مګر باور وکړه که مې تراوسه لا ډاکټر ته ویلي وي، که په تذکره کې د امراض مخفي په خانه کې راته ولیکل سي، نو به د خولې بیان ته هیڅ ضرورت نه وي ډاکټر به خپله له تذکرې پوهیږي.

ډاکټر عبدالله د هو په علامه سر وښوراوو خو لا یې ځواب نه و ورکړی چې جنرال دوستم پرې راغږ کړل: که بواسیر لیکل کیږي نو باید دا هم ورسره ولیکل سي چې ښاغلی پلانکی د تذکرې خاوند آیا خوني بواسیر لري که بادي؟

ډاکټر عبدالله ورغبرګه کړه: ماته چې د ډاکټرۍ له مسلک نه معلومه ده دغه د بادي بواسیرو خبره داسې دروغ او خیالي خبره ده لکه د داخله وزارت د پولیسو خیالي تشکیلات. بواسیر فقط همدا یو ډول لري.

د حج او اوقافو مرستیال ملا منیب د ډاکټر عبدالله په تائید وویل: ما چې په غیاث اللغات او معجم الوسیط کې پسې کتلي بواسیر د باسور جمع ده، دې ته په عربي نحو کې جمع مکسره وایي، باسور غدې یا التهابي دانې ته وایي، دغه دانې که پټاو نسي نو وینه ترې نه راوځي او که پټاو سي نو وینه لیدل کیږي، پخواني طبیبان یي اول حالت بادي بواسیر بولي او دوهم یي خوني. نو مطلب دا چې د جنرال صیب او ډاکټر صیب اختلاف په دې موضوع کې اصلي نه بلکې بنایي دی.

انجنیر محمد خان چې د جنسي لارښود له کتاب وروسته یي اوس تازه د بواسیرو په اړه د کتاب مطالعه راپیل کړې وه منیب ته په اشاره یي په خوشکه وویل: ملا مې نه لید او په طبابت کې ګوتې وهل مې نه لیدل. تا ته به د بواسیرو د لفظ نحوي او صرفي تحقیق معلوم وي مګر خپله په مرض دې اروا هم نه ده شکه. اوس د کرزي وخت نه دی چې هر څوک به په هر مسلک کې تجربې او خبرې کوي. د ملي وحدت حکومت د فن سالارۍ حکومت دی باید په هره موضوع کې یوازې د هماغه مسلک پوهان او متخصصین نظر ورکړي.

دوستم وویل: تاسو عبث لګیا یاست.په دې مرض نه ملایان پوهیږي او نه ډاکټران. ددې مرض حقیقت یوازې هغه چاته معلوم وي چې خپله په مرض مبتلا سوی وي، نودا پریکړه هم باید ددې مرض مریضان وکړي چې بواسیر اقسام لري او که یي نلري.
ډاکټر عبدالله وویل: د جنرال صاحب د خبرې په تائید زه هم دا ښه ګڼم چې ددې موضوع په اړه خپله د مرض اخته خلک فیصله وکړي تر څو دا موضوع حل او فصل سي. نو هر څوک چې په دې مرض د اخته کیدو سابقه لري ګوته دې پورته کړي.

په مجلس چوپتیا خپره سوه، وزیرانو یو بل ته برګې برګې ور واړولې خو هیچا لاس پورته نکړ.

ډاکټر عبدالله وویل: د شکر ځای دی چې د ملي وحدت حکومت یوه داسې صحتمنده کابینه لري چې هیڅ تن یي په دغه بدمرغه مرض مبتلا نه دی. له دې معلومیږي چې په تیرو پنځلس کلونو کې د نړیوالو د مرستو له برکته زموږ دهیواد صحي حالت ډیر ښه سوی دی او د بواسیرو په شان د ډیرو مهلکو امراضو کچه صفر ته راښکته سوې ده.

د ډاکټر عبدالله په دې خبره د روغتیا له وزیر پرته ټولو وزیرانو چک چکې کړې او ځینو د استقبال په دود میزونه ودربول، خو د روغتیا وزیر بې له ځنډه د خبرو وار ونیو: زه هیڅکله دا نسم منلی چې زموږ په منځ کې دې یو تن هم بواسیر ونلري. آخر موږ انسانان یو، بواسیر کوم نادر مرض نه دی، بلکې د انسان د کولمو یو حالت دی، حتی په پرمختللې نړۍ کې په سلو کې اویا انسانان په ژوند کې یو ځل له دې حالت سره مخامخ کیږي. نو زموږ په منځ کې ضرور د دې مرض ناروغان سته اما دا چې په دې وطن کې همیشه خلک شخصي ګټې په ملي ګټو معتبرې بولي نو ځکه اوس نه غواړي د یوې ملي موضوع د حل لپاره خپل مرض افشاء کړي.

د بریښنا د وزیر قهرجنو خبرو مجلس نور هم جدي کړ. د هرې ګړۍ په تیرېدو مجلس پیچلی کیدو، د مجلس په منځ کې د اشرف غني د ټیم په استازیتوب جنرال دوستم پاڅېد او ویي ویل ځم چې کاکا صفدر راولم چې ددې لعنتي مرض ټول بیان درته وکړي.
خو د اصلاحاتو او همګرایي د ټیم وزیرانو وویل: کاکا صفدر د کابینې رسمي غړیتوب نلري او د کابینې له اعضاوو پرته هیڅوک حق نلري په مجلس کې نظر ورکړي یا خپله خبره په مجلس تحمیل کړي.

موضوع چې څومره اوږدېده همدومره یي پيچلتیا زیاتېده، ښه ناوخته چې محقق له تشناب څخه راغبرګ سو عجب سوچ یي له ځان سره راوړی و، ده وویل : که ددې مرض په هکله څوک په ښکاره څه نه وایي باید سري یا پټه رای ګیري وسي او هر څوک دې د مرض په هکله خپل معلومات د پټې رایه اچونې له لارې صندوق ته ورواچوي.

خو د محقق نظر ځکه ونه منل سو، چې وزیرانو وویل :تر دې وړاندې په پارلمان کې څو ځله د سپینو رایو له امله موضوعات لاینحل پاته سوي، دلته هم کیدای شي ټول وزیران سپیني رایې وکاروي یا دا چې بې تجربې خلک له ځانه غلط معلومات ولیکي.

ماسپښین لمونځ په قضاء کیدو و، خو د بواسیرو موضوع لا نه و حل سوې، مجلس د آجنډا په لومړي فقره کې ایسار پاته و. ښه ناوخته چې نور نو د مجلس د دوام لپاره له هیچا سره هم حوصله نه وه پاته، ډاکټر عبدالله د مجلس پریکړه لیک داسې اعلان کړ.
دا چې د بواسیرو موضوع یو ډیره پیچیده موضوع ده او د وزیرانو شوری یي په یوازې سر په حل ونه توانېده، نو د رایو په اتفاق فیصله وسوه چې د موضوع د څیړلو لپاره ښاغلی ولسمشر یو باصلاحیته کمیسیون وټاکي تر څو د موضوع په اړه څیړنې او پلټنې وکړي.دغه راز د وزیرانو شورا اعلانوي تر څو چې د بواسیرو موضوع نه وي حل سوې د بریښنایي تذکرو موضوع هم لاینحل بلل کیږي او د ثبت احوال نفوس اداره باید د بریښنایي تذکرو د ویش په اړه څو میاشتې نور هم انتظار وکړي تر څو دا مسئله د وزیرانو شورا لخوا رسما نهایي او د عمل لپاره ابلاغ سي.

د پریکړه لیک له اعلان وروسته وزیران همداسې له مجلسه پاڅیدل او شیبه وروسته د طعامخورۍ په صالون کې په کبابونو او پیزاوو چور تالان ګډ و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx