افغانستان

نامتو دیني عالم او د طیب آغا ورور په ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د کندهار د مشهور جهادي او علمي شخصیت مولوي سدوزي اغا زوی، مولوي محمد یوسف اغا تېره ورځ په کندهار کې په یوه ترافیکي پيښه کې په شهادت ورسید.

مولوي محمد یوسف اغا د طالبانو د سیاسي دفتر د پخواني مشر سید طیب اغا مشر ورور و چې له څو کلونو راهیسې په قطر کې اوسېده. مولوي محمد یوسف آغا له هغې وروسته قطر ته وکوچېد چې پاکستان د طیب اغا دوه وروڼه ونیول.

مولوي محمد یوسف اغا په شرعي علومو کې د لوړې کچې عالم و. څو کاله یې د پاکستان د کراچۍ ښار په مشهورو دیني مدرسو کې تدریس کړی و. ارواښاد د کندهار په سطحه یو له لویو دیني عالمانو څخه شمېرل کېده. مولوي محمد یوسف د حدیثو د لوړو کتابونو د څو کالو تدریس له امله د «شیخ الحدیث» علمي لقب هم ترلاسه کړی وو.

مولوي محمد یوسف آغا په دې وروستیو کې هڅې پیل کړې وې چې د هېواد په جنوب غرب حوزه کې د دیني علماوو ترمنځ شته اختلافات حل کړي. ارواښاد په پام کې لرل چې د مدارسو د تنسیق په برخه کې هم کار وکړي، چې د هېواد مدارس په یوه منظم چوکاټ کې داخل شي. د همدغو هڅو په لړ کې مولوي محمد یوسف آغا او ورسره د تعلیم الاسلام راډیو د دارالافتاء غړی مولوي سید عبدالغفار حسیني او مولوي محمد هاشم له کندهار ښاره د قلات پر لور په سفر و چې د ترافیکي پېښې ښکار شول.

مولوي عبد الغفار حسیني له اړخه د جواب شوي فتوا یو انځور
مولوي عبد الغفار حسیني له اړخه د جواب شوي فتوا یو انځور
مولوي محمد هاشم اغا
مولوي محمد هاشم اغا

د شهیدانو د جنازې لمونځ نن سهار نهه بجې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په جیلاهور (جوی لاهور) کلي کې ادا کېږي.

پيښه تېره ورځ جمعه په کندهار کې هغه وخت را منځته شوه کله چې د دوی کوچنی موټر د مازدا ډوله لوی موټر سره ټکر کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

انا لله و انا الیه راجعون الله ج دی وبخښی ، کورنی ، دوستانو او خپلوانو ته دی الله ج جمیل صبر په برخه کړی او د دوی غیر حاضری دی د هغوی کورنی ، دوستانو او خپلوانو ته محسوس نه شی ، حقه لیار ده ، کل نفس ذایقته الموت ، الله ج ژوند مونږ ته د عبادت د ترسره کولو د پاره امانت راکړی ، که د عبادت د پاره مو په ښه نیت او ښه پوهه کارولی وو د الله ج امانت کی مو خیانت نه دی کړی چه له امله به یی الله جنتونه راکوی او… نور لوستل »

غوربندي

إنالله و إنا إليه راجعون

د خدای تعالی له درباره د پېښې قربانیانو ته د جنتونو او بازماندګانو ته د اجرونو او په صبر د توفیق دوعا کوم.

اللهم اغفرهم و اعف عنهم و سکنهم فی جنات النعیم، امین امین

مولوي محمدسليم انقياد ى

دعلمى اسمان ځلانده ستوري شيخ الحديث مولانا مفتى محمد يوسف شاه صاحب اوملګرىئ داسيا او نړى دمسلمانانو دعلمى ګل بڼ څخه دزښته زوريدونکى کمښت احساس راته پيدا كړي ددى نه ډکيدونکي خلا په وير اوماتم دنوموړو جهادى اوعلمى کورنييو سره ځان شريك ګڼو دتسليت او خواخوږي پيغام ورته لرو نوموړى اوملګرو ته ئ دقبول شهادت او فردوس جنت غوښتونكي يو ،،،،،،،،،،،، ،،،،،،،،،،،،،
په خورا ستره دعائيه ورور مو مولوى محمد سليم انقياد ى داسلامى امارت خادم

کمال

انا لله وانا اليه راحعون.الله دي جنتونه ړصیب کړي اوالله
کورنۍ ته جمیا صبر. ورکړي عالم اومخلص انسان و.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x