غزل/ عرفان الله عرفاني

 عرفان الله عرفاني

لاس دې راکړه یاره سره ورک نه شو
ځو پر اوږده لاره سره ورک نه شو

مخکې هم څوک تللي پر دې لاره دي
پلونه دي بې شماره سره ورک نه شو

ډېر نه دي څو ګامه کږلیچونه دي
دښته ده هواره سره ورک نه شو

هلته به یې سیوري ته دمه وکړو
یاره تر چناره سره ورک نه شو

ځان به کړو یو ځای له قافلې سره
شپه ده تر سهاره سره ورک نه شو

زه دې (عرفاني) غزل ته غوږ یمه
درومه په کراره سره ورک نه شو

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د